دتهران دپرونې ورځې په جمعې لمانځه کښې دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي دخطبو له ختمیدا سمدستي وروسته خبري اژانسونو او خارجي اطلاع رسونې سایټونو دهغه حضرت حکیمانه څرګندونو ته انعکاس ورکړ .
رویټرز خبري اژانس دتهران دجمعې لمانځه دخطبو په اړه په یوه راپو کښې ولیکل دایران داسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سیدعلي خامنه اي ټینګار وکړ چې ایران دخپل اټومي پروګرام دپریښودلو لپاره ددباونو په وړاندې نه تسلیمیږي .
رویټرز خبري اژانس دحضرت ایت الله خامنه اي په قول ولیکل بایکاټونه داټومي پروګرام ددوام لپاره دایران په ارادې هیڅ اغیز نلري او دجنګ، دتیلو دبایکاټ په شمول ګواښونو ته په ځواب کښې مونږ هم یو شمیر ګواښونه لرو چې په مناسب وخت کښې به عملي شي .
رویټرز خبري اژانس دغه راز دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود په قول زیاته کړه زه له دې خبرې هیڅ ویره نلرم چې وویم مونږ دهر هغه ملت یا ډلې چې وغواړي له صهیونیسټ رژیم سره مقابله وکړي ملاتړ کوو .
داذربایجان جمهوریت ترند خبري اژانس هم دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي په قول ولیکل دایران اسلامي انقلاب دایران دخلکولپاره ازادۍ او عزت ډالۍ کړ او په ایران کښې داسلامي انقلاب داسلام ضد رژیم مات کړ او دهغه پرضد یې اسلامي حکومت رامینځته کړ او دیکتاتورۍ یې په جمهوریت بدله کړه .
دغه خبري اژانس دغه راز ددنیا دمسلمانانو دولی امر په قول ډاګینه کړه ایران له بایکاټونو سره سره ستر بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .
فرانسې خبري اژانس هم دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي دوینا دغه برخه راخیستي ده چې ایران به دپوځي ګواښونو او تیلو بایکاټ ته ځواب ورکړي .
دامریکا ایسو سي ایټیډ پریس خبري اژانس هم دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي وینا ته په اشارې سره ولیکل ایت الله خامنه اي اسرایلو دسرطان یاکینسر په بللو سره وویل مونږ له هر هغه ملت او ډلې څخه چې داسرایلو په مقابل کښې ودریږي ملاتړ کوو .
دصهیونیسټ رژیم یدیعوت احارونوت ورځپاڼې هم دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود د وینا دغه برخه چې ویلي یې وو اسرایل یوه سرطاني غده ده دمشر تابه دستر مقام دوینا په انعکاس کښې دخپل سر ټکي په توګه انتخاب کړه او دهغه حضرت په قول یې ولیکل امریکا چې هر څومره ایران ته ګواښ وکړي په خپله به ډیر تاوان وویني .
دجرمني خبري اژانس هم دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي دوینا په انعکاس کښې ولیکل ایران به دامریکا او اروپايي اتحادیې دجنګ په ګواښونو او بایکاټونو سره له خپل اټومي پروګرام څخه لاس وانه خلي .
دجرمني خبري اژانس زیاتوي په وروستیو کلونو کښې دایران پرضد بایکاټونه سبب شوي دي ایران په خپلو بالقوه وسونو پوه شي او داټومي ټیکنالوژۍ په شمول دټیکنالوژیک نظره پرمختګ وکړي او ټینګار یې وکړ چې دایران پرضد نوي بایکاټونه له تیرو بایکاټونو سره کوم خاص تفاوت او فرق نلري .
دجرمني خبري اژانس دایران داسلامي انقلاب دستر لارښود په قول ډاګینه کړه امریکا له ایران سره له خبرواترو ویریږي او امریکا خپلو هدفونو ته درسیدا لپاره له جنګ او وینې بهولو پرته بل کوم منطق نه پیژندي .
دروسیې نوستي خبري اژانس هم دایران دمشر تابه دستر مقام څرګندونو ته انعکاس ورکړی .
دغه راز العربیه ټیلي ویژن هم دلویدیځ پوځي ګواښونو ته دایران دغبرګون په اړه داسلامي انقلاب دستر لارښود وینا ته انعکاس ورکړ .
دمصر الاهرام ورځپاڼې هم دنړۍ دمسلمانانو دولي امر حضرت ایت الله خامنه اي په قول ولیکل ایران به دباونو ته تسلیم نشي او دایران ګواښل دامریکا په تاوان دي .
دمصر الاهرام ورځپاڼې دغه راز دایران پرضد دبایکاټونو د بې اغیزوالي خبر ورکړ .