بهرنیو رسنیو ادعا کړي ده چې د طالبانو مشر ملامحمد عمر تیر کال جولاي میاشت کښې د امریکا ولسمشر باراک اوباما ته په یو لیک کښې د اوربند لپاره ګروهنه ښودلي وه .
هغه چا چې دغه لیک یې لیدلی دی هغه اصلي بولي ، خو د آمریکا حکومت ددغه لیک له تائیدولو ډډه کړي ده او نه يي شي ویلاي چې دغه لیک د ملاعمر لخوا وراستول شوی دی .
دغه لیک د ملاعمر په امضا لاسلیک شوی دی او یوه رابط تیر میلادي کال اوباما ته وړی ؤ .
آمریکايي واکوالانو چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي ویلي دي ،ددغه لیک محتوا یوه حساسه دیپلوماسي بلل کیږي.