.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

دسیمې دبدلونونوپه اړه داسلامي ویښتیا په غونډه کې دیوشمیر ګډون کونکو لیدتوګې

دځوانانو داسلامي ویښتیا نړیواله غونډه دیک شنبې په ورځ دایران داسلامي جمهوریت دولسمشر ډاکتر محمود احمدي نژاد داسلامي ويښتیا دټولنې دعمومي او درهبری دمعظم رهبر دنړیوالو چارو دسلاکار منشي علي اکبر ولایتي ، اودنړی له ۷۳هیوادونو او اسلامي جمهوریت څخه دیوزر او ۶۰۰ ځوانانو پوهانوپه ګډون دیک شنبې په ورځ په پلازمینې تهران کې پیل شوه.
کد خبر: ۴۸۱۹
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۱/۱۰ - ۱۴:۱۲
تعداد بازدید: ۱۲۲

په تهران کې داسلامي دځوانانو داسلامي ويښتیا په نړیواله غونډه کې یو شمیر ګډونوالو له خبریالانوسره په جلا جلا مرکو کې ددښمنانو ددسیسو پروړاندې دملتونوپه بیداری او ويښتیا ټینګار وکړ.
دتانزانیا داسلامی ارشاد دبنیاد غړي اسماعیل کینهاګا دیک شنبې په ورځ په تهران کې دځوانانو دنړیوالې اسلامي ویښتیا په دوه ورځنی غونډې په حاشیه کې ددښمنانو ددسیسوپروړاندې دمسلمانانوپه بیداری په ټینګار کولوسره زیاته کړه دې ته په پام سره چې نن ورځ په اسلامي نړی کې دازادي غوښتلواو ظلم سره دمقابلې کولو روح تازه شوې ده په دې لاره کې داسلامي حرکتونو مشری مدیریت او لارښونې ځآنګړی رول لري
نوموړي زیاته کړه مسلمان ملتونه اودنړی ازادي غوښتونکي په سیمه په ځآنګړې توګه په منځني ختیځ او دافریقا په شمال کې دظالمو او مستبدو حکومتونو تربشپړولو نسکورولو پورې خپلې لارې ته دوام ورکوي .
محمد الفاضل دینګ چې دځوانانو داسلامي ویښتیا په نړیواله غونډه کې دګډون لپاره تهران ته راغلی نوموړي هم ددې ناستې دلومړی ورځې په حاشیه کې له ایران څخه ددې غونډې له جوړولوڅخه دمننې کولو ترڅنګ وویل چې لویدیځ هیوادونه په ځانګړې توګه امریکا هڅه کوي ترڅودسیمې اونړی دمسلمانوملتونو په منځ کې دایران درول لوبولو دپراختیا او تفکراتو مخه ونیسي
دغې ځوان سنګالي پوه دایران اسلامي جمهوریت داسلامي نړی په بدلونونوکې په ځآنګړې توګه داسلامي ویښتیا په برخه کې ډیر اغیز شیندونکی وباله او ویې ویل چې ایران داسلامي هیوادونو دپرمختګ لپاره الهام لرونکی دی
په همدې اړه دمصر دعدل ګوند جګپوړي غړي محمد هواوویل چې په عربي هیوادونوکې باید مسلمان ملتونه له ایران سره یوځای شي .
نوموړي داسلامي نړی او سیمې په مسائلو کې دایران اداسلامي جمهوریت اغیزمن رول ته په اشارې سره وویل چې دسیمې ملتونه په ځانګړې توګه اسلامي هیوادونه باید داسلامي انقلاب دپرمختګ او اسلامي ویښتیا په برخه کې له ایران سره متحدشي
محمد هوا دغه راز وویل دایران اسلامی جمهوریت یواځنی هیواد دی چې دتیرو دریو لسیزو څخه دزیاتې مودې راهیسې دصهیونستي رژیم دامریکا دزیاتي کونکو غوښتنو او ځیني لودیځو هیوادونوپروړاندې ولاړدی او نن ورځ مسلمان ملتونه له دې هیواد سره مینه لري .
دمصري فعال زیاته کړه چې نن ورځ مسلمان عربي ملتونه خوښوي چې داسلامي ایران دچورلیز په ماحول کې وي
دغه راز نوموړي زیاته کړه چې دمصر خلک دمبارک درژیم په نسکورولو سره له ایران سره دخپلو اړیکو دپراخی غوښتونکی ؤ او دی خو په دې هیواد یو شمیر واکمن پوځيان په دې لاره کې خنډونه رامنځته کوي اوهیله من یم دغه خنډونه ډیر زره له منځه ولاړشي .
دځوانانو داسلامي ویښتیا نړیواله غونډه دیک شنبې په ورځ دایران داسلامي جمهوریت دولسمشر ډاکتر محمود احمدي نژاد داسلامي ويښتیا دټولنې دعمومي او درهبری دمعظم رهبر دنړیوالو چارو دسلاکار منشي علي اکبر ولایتي ، اودنړی له ۷۳هیوادونو او اسلامي جمهوریت څخه دیوزر او ۶۰۰ ځوانانو پوهانوپه ګډون دیک شنبې په ورځ په پلازمینې تهران کې پیل شوه
 

 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir