بي بي سي نن ادعا وکړه چې داسي راپور یې ترلاسه کړی چې د افغانستان حکومت او طالبان سلا شوي چې په سعودي عربستان کې خبرې وکړي.
د افغانستان د حکومت یوه چارواکي، د نوم د نه ښوولو په شرط ویلي چې دواړه خواوې په پام کې لري چې په عربستان کې سره وویني.
راپورونه وايي چې د طالبانو د سیاسي دفتر د پرانستلو لپاره شهاب الدین دلاور، شېرمحمد ستانکزی، طیب اغا، سهیل شاهین او حفیظ عزیز قطر ته رسېدلي دي او له آمریکایانو سره یې لومړی پړاؤ خبرې اترې هم شوي ، خو کومه نتیجه یې نه ده ورکړي .
د افغانستان د حکومت یوه جګپوړي چارواکي بي بي سي ته ویلي حتی که په قطر کې د طالبانو دفتر پرانستل هم شي، موږ به د سعودي عربستان او ترکیې په شمول په سیمه کې خپلو هلوځلو ته دوام ورکړو.
ده دا هم وویل سعودي عربستان پخوا ډېر مهم رول لوبولی، موږ ارزښت ورکوو، د دغه هیواد نور ملاتړ ته سترګې په لار یو او له سعودي سره د سولې د پروسې د دوام لپاره تماس نیسو.
طالبانو تر دې مخکې ویلي و چې د کابل له حکومت سره خبرې نه کوي ځکه چې د دوی په وینا کابل حکومت بې واکه دی او د هغه پرځای له امریکایانو سره ږغېږي.