د ایران د سیاسي او اقتصادي مشرانو هوډ د افغانستان وده او پرمختګ دی.
د افغانستان دسوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د افغانستان او ایران د ګډ اقتصادي کمیسون د غونډې په پاي کښې وویل د ایران او افغانستان اقتصادي اړیکې په چټکۍ سره پرمخ روانې دي.
احدي وویل د ایران او افغانستان ډیرو ګډولو ته په پام سره د کابل او تهران اړیکې باید لا وده وکړي او په دې زمینه کښې د دواړو لورو د چارواکو لخوا ټینګ هوډ موجود دی.
هغه وویل په دې غونډه کښې ډیري ښې موافقې وشوي او ایران د افغانستان لپاره د ترانزیټ یوه مهمه لاره ده او مونږ له چابهار بندره استفادې ته خورا اړتیا لرو .
د ایران د اسلامي جمهوریت د اقتصاد د وزیر مرستیال بهروز علي شیري هم د ایران او افغانستان د ګډ اقتصادي کمیسون د غونډې په پاي کښې له ایران سره د اراړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره د افغان چارواکو په ګروهنې خوښې وښوده او ویې ویل ایران له خپل دوست اوورور هیواد افغانستان سره د ملي ګټو او متقابل درناوې پر اساس د اړیکو پراختیا غواړي.
هغه وویل د ایران ظرفیتونه د افغانستان د خلکو په خدمت کې دي اود افغانستان حکومت د ایران د بهرنې سیاست یو لومړیتوب دی.
په دغه دوه ورځنۍ غونډه کښې د اقتصادي، فني، ګمرکاتو، بانکې، بیمې، سټنډرډ، د شیانو له قاچاق سره دمبارزې، سرحدي روغتیاؤ، روغتونې زمینو کښې د ملګرتیاوو او د ایران د چابهار بندر په شمول د ایران له آزادو سیمو د افغان سوداګرو د استفادې په اړه خبرې اترې وشوي.
د ایران د اسلامي جمهوریت او افغانستان د ګډ اقصتادي کمیسون غونډه د افغانستان د سوداګرۍ د وزیر انورالحق احدي او د ایران د اقتصاد او ماليي د وزیر د مرستیال بهروز علي شیري په مشرۍ په کابل کښې وشوه.