د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږد مهالو سټراټیژیکو اړیکو سند پرون لاسلیک شو.
د افغانستان د ولسمشر د دفتر په یوه خبرپاڼه کې چې رسنيو ته رسېدلې، راغلي چې افغان ولسمشر حامد کرزي پرون ماښام د ایټالیا له لومړي وزیر ماریو مونتي سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.
د سرچینې په حواله د دغه سند له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو سټراټیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د پلي کېدو، کلتوري او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر حامد کرزي وړمه ورځ ماښام د ایټالیا له ولسمشر جیورجیو ناپولیتانو سره په کتنه کې د افغانستان په روانو حالاتو خبرې اترې وکړې.
خبرپاڼه لیکي چې په دې کتنه کې چې د ایټالیا د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې وشوه، حامد کرزي د افغانستان د حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال هغو رېپوټونو ته چې ګواکې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته له کورني ناورین سره مخ شي، په اشارې سره وویل:" افغانستان یو پیاوړی او د نظام خاوند هېواد دی. زه پوره ډاډ لرم چې افغانستان به هېڅکله بیا شا ته ونه ګرځي."
د سرچینې په وینا حامد کرزي د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږد مهالو سټراټیژیکو همکاریو د سند لاسلیکولو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د ایټالیا ولسمشر جیورجیو ناپولیتانو وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د پخوا په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ایټالیا به په افغانستان کې له خپلو مرستو او قربانیو وروسته هېڅکله پرې نږدي چې دا هېواد یو ځل بیا له کورنیو ستونزو سره مخامخ شي.