د پاکستان او افغانسان لپاره دامریکا خاص اتسازي وویل چې د حقاني ډلې ل غړیو سره یې کتنه کړې ده .
د فرانسې خبري اژانس د راپورله مخې مارک ګراسمن پرون د حقاني ډلې له غړیو سره خپله کتنه تایید کړه .
هغه دا خبرې وروسته له هغې کړې دي چې امریکا او طالبانو په قطر کې د طالبانو لپآره د دفتر د پرانستلو خبرونه تایید کړې دي.
ګراسمن افغانستان ته له ورتګه وروسته له خبریالانو سره په مرکه کې وویل چې امریکا په افغانستان کې اساسي حل لارې د پیدا کولو لپاره د سولې له بهیر سره مرستې ته تیاره ده .
د افغانسان دولت ویره لري چې له طالبانو سره د امریکا په خبرو اترو کې څنډې ته کړی شي.