د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال جاوېد لودين بیګاد افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان سره په يوه ګډه خبري غونډه کې وويل، چې د طالب بنديانو خوشې کېدل او قطر ته يې استول، د هغوى خپلو کورنيو سره د يو ځاى کېدو په معنا دي.
نوموړي، په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستلو ته په اشارې سره وويل، چې تر اوسه دا دفتر نه دى پرانيستل شوى او د جوړولو پر وړاندې يې لا اوږده لاره پرته ده.
خو جاوېد لودين زياته کړه، چې د دې دفتر د پرانيستل کېدو د لارو چارو پيدا کولو په موخه بايد د قطر حکومت يو پلاوى د افغانستان حکومت سره د خبرو اترو په موخه کابل ته واستوي.
دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين، د افغانستان د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم وباله او زياته يې کړه، چې دواړه هېوادونه نږدې ګډې ګټې لري؛ نو له همدې امله افغانستان له پاکستان سره اړيکو ته زيات اهميت ورکوي.
د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان هم د جاوېد لودين د دې خبرې ملاتړ وکړ، چې د قطر د دفتر د پرانيستلو په موخه بايد د دغه هېواد يو پلاوى کابل ته سفر وکړي.
مارک ګروسمان وايي، چې په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستلو لپاره لا هم نورو هڅو ته اړتيا ده.
هغه د طالب بنديانو د خوشې کولو په اړه وويل، چې حکومت يې تر اوسه د دې بنديانو د خوشې کولو په اړه کومه پرېکړه نه ده کړې ، خوډېر ژر به يې حکومت له کانګرېس سره په دې اړه مشورې پيل کړي.
مارک ګروسمان، افغانستان ته له راتګ څخه مخکې له ترکي، سعودي، متحده عرب اماراتو او هندي چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.
هغه دغو چارواکو سره د ترسره شويو خبرو اترو په اړه په ډاګه کړه، چې د دې هېوادونو چارواکو د سولې له روانو هلو ځلو څخه کلک ملاتړ څرګند کړى دى.
نوموړي، وسله والو طالبانو سره د خبرو اترو په اړه يو ځل بيا پخواني شرطونه تکرار کړل، چې هغوى دې له القاعدې سره اړيکې پرې او د سولې له پروسې دې ملاتړ وکړي، ترڅو روانه جګړه پاى ته ورسېږي.
هغه وویل يواځې افغانان کولى شي د خپلې راتلونکې په اړه پرېکړه وکړي.
د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي مارک ګروسمان له ولسمشر حامد کرزي او د سولې د عالي شورا له غړو او يو شمېر نورو چارواکو سره هم ليدلي دي.