.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

حامد کرزي پارلماني نظام د هېواد په زیان وباله

حامد کرزي د ملي شورا د تقنیني کال د پرانیستو پرمهال جمهوري نظام د خلکو په ګټه وباله.نوموړي وویل: موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې یوه بله سیاسي ازموینه وشي.
کد خبر: ۴۸۰۹
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۱/۱ - ۱۲:۴۴
تعداد بازدید: ۱۲۳

کرزی: افغانستان د بهرنیانو د 'سیاست ازموینې' ځای نه دی
افغان ولسمشر حامد کرزي د ملي شورا د تقنیني کال د پرانیستو پرمهال جمهوري نظام د خلکو په ګټه وباله.
نوموړي وویل ''په تېرو ۴۰ کالو کې زموږ په هېواد کې ګڼ سیاسي نظامونه وازمایل شول. موږ هېڅکله اجازه نه ورکوو چې زموږ په هېواد کې یوه بله سیاسي ازموینه وشي. زموږ نظام د خلکو په غوښتنه او د هغوی د ګټو پربنسټ جوړ شوی دی.''
کېدای شي د ولسمشر کرزي د خبرو مخاطب په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان ولسمشريزو ټاکنو ته د ولاړ او ماتې خوړلي عبدالله عبدالله وي چې ویل یې که بريالی شي نو د افغانستان اوسنی سياسي نظام به په پارلماني هغه بدلوي.

 کرزي د ملي شورا د تقنیني کال د پرانیستو پرمهال په افغانستان کې روانه جګړه د هغه په ټکو د پردیو په ګټه وبلله، خو وویل چې د حکومت له اصلي مخالفانو سره یې د سولې په تړاو ګټورې خبرې کړې دي.
د حکومت له مخالفو وسله والو (طالبانو او اسلامي حزب) سره حامد کرزي د حکومت خبرې ګټورې وبللې، خو یوځل بیا یې له وسله والو پر ځمکه د کېښودو غوښتنه وکړه:
''هغه کسان چې په جګړه اخته دي، دا جګړه د پردیو د منافعو لپاره ده، خو افغانان او د افغانستان خاوره پکې سوځېږي. د پردیو توپک دې کېږدي او د افغانستان د ارامۍ او امن لپاره دې هڅې وکړي.''
ولسمشر کرزي وویل چې د سولې د بهیر او مذاکزاتو څښتن یوازې د افغانستان ملت دی، چې هېڅ هېواد یې مخه نه شي نیولی.
حامد کرزي له طالبانو سره د سولې خبرې ګټورې وبللې، خو په وینا یې د ده له تمو سره سمې پرمخ نه ځي:
''د افغانستان هیله دا وه چې طالبان به پخپل هېواد کې دفتر پرانیزي، او یا هیله دا وه چې د ترکیې یا سعودي عربستان په ګډنون په یوه اسلامي هېواد کې دفتر پرانیزي. خو دوی په قطر کې د روغې جوړې لپاره د دفتر جوړېدو هیله وښوده، چې موږ یې مخالف نه یو.''
کرزي وویل چې یوه میاشت وړاند یې له پاکستانه کابل ته د اسلامي حزب له پلاوي سره د صمیمیت په فضا کې د سولې په تړاو خبرې وکړې.

لاسته راوړنې
 کرزي وویل ''په تېرو څو کالو کې د افغانستان معارف ډېره وده وکړه، چې د زده کوونکو شمېر اته نیم میلیون او د ښوونکو شمېر ۱۹۲ زرو ته ورسېد.''
نوموړي ژمنه وکړه، چې حکومت یې متوازنې ودې ته پام کوي.
نوموړي دا هم وویل چې ''د عامې روغتیا په برخه کې د میندو او کوچنیانو د مړینې کچه د تېرو کال و په پرتله د پام وړ راټيټه شوې ده.''
د افغانستان ولسمشر وویل، له اماني دورې راهیسې د هېواد شاوخوا ۵۰۰ استادان او محصلین د افغانستان په پیسو هند او ترکیې ته د لوړو زده کړو لپاره استول شوي دي.
نوموړي ژمنه وکړه، چې حکومت غواړي بهرنیو پوهنتونونو کې د افغان ممتاز استادانو او محصلینو لپاره په راتلونکې کال کې ۵۰۰ میلیون افغانۍ نوره بودیجه زیاته کړي.
حامد کرزي وویل افغانستان به هڅه وکړي، چې هر کال بهر ته ۱۰۰ ممتاز استادان او محصلین د لوړو زده کړو لپاره واستوي.

 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir