.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

فرانسې دخپلو عسکرو د وژلې په اعتراض کې د افغان ځواکونو روزنه وځنډوله

د فرانسې ولسمشر نیکلا سارکوزي په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو دوژلې له تاییدیدا وروسته د فرانسوي ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو روزنه وځنډوله.د افغانستان د ملي اردو یو کس د افغانستان په خیتځ کاپیسا ولایت کې د فرانسې څلور عسکر په ډزو ووژل او څوارلسې یې ژوبل کړل چې د اتو حالت پکې ډیر نازک دی.
کد خبر: ۴۸۰۸
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۱/۱ - ۱۲:۳۵
تعداد بازدید: ۹۸

د خپلو څلورو عسکرو په وژله د فرانسې غبرګون.
د فرانسې ولسمشر نیکلا سارکوزي پرون په افغانستان کې د څلورو فرانسوي عسکرو دوژلې له تاییدیدا وروسته د فرانسوي ځواکونو له خوا د افغان ځواکونو روزنه وځنډوله.
سارکوزي دغه وژله د منلو وړ ونه بلله او وې ویل چې ډیر زر به د فرانسې خارجه وزیر آلن ژوبې د فرانسې خارجه وزیر د افغانستان په سفر کې دا پیښه وجاجوي.
پرون د افغانستان د ملي اردو یو کس د افغانستان په خیتځ کاپیسا ولایت کې د فرانسې څلور عسکر په ډزو ووژل او څوارلسې یې ژوبل کړل چې د اتو حالت پکې ډیر نازک دی.
د دوه زره یوولسم کال د دسمبر په نهه ویشتمه هم په دې سیمه کې پّ ورته پیښه کې دوه فرانسوي عسکر وژل شوې وو. په افغانستان کې د کابو شلو فرانسوي عسکرو مرګ ژوبله پّ داسې حال کې چې دفرانسې انتخاباتو ته یوازې دوه میاشتې پاتې دي د سارکوزي په موقعیت منفي اغیزه شیندلی او دهغه سیالانو ته د نیوکې لپاره ښه پلمه په لاس ورکولی شي. په دې توګه چې همدا اوسه ځینو سیالانو له افغانستانه د فرانسوي عسکرو د وتلو غوښتنه کړې ده. که څه هم د امریکا خارجه وزیرې هیله څرګنده کړې ده چې فرانسه له افغانستانه خپل عسکر ونه باسي.
دفرانسې خلک د افغانستان له جنګه چندانې ملاتړ نه کوي او د دغه هیواد عامه افکار له افغانستانه د خپلو عسکرو زر تر زره وتل غواړي. د یوې نظر غوښتنې له مخې د فرانسې اویا فیصده خلک غواړي چې عسکر یې له افغانستانه ووځي. مخالف ګوندونه هم په دې خبره ټینګار کوي. په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو شتون دم ګړۍ د سارکوزي په کړچار د نیوکې لپاره په یوې وسیلې بدل شوی دی. مثلا په افغانستان کې د عسکرو د زیاتولو لپآره د امریکا له غوښتنې سره د سارکوزي له موافقې وروسته د فرانسې سوشسلټانو له دغه اقدام سره دمخالفت پّ ترڅ کې وویل چې سارکوزي خپل عسکر یو داسې جنګ ته لیږلې دي چې بریالیتوب نه لري.
د سیاسي څارونکو له نظره هم د افغانستان له وسله والو مخالفانو سره جنګ پوځي حل لاره نه لري او باید یوازې له سیاسي لارې حل شي. چې له پاکستان سره د مرستې او له نشه ایزو موادو سره دمبارزې له لارې دا چاره تر سره کیدی شي.
په افغانستان کې د فرانسوي عسکرو دشتون مخالفان په دغه هیواد کې اساسي ستونزه په افغانستان کې دموجودو ځواکونو په کومانده کې ګڼي او غوښته یې کړې ده چې فرانسوي ځواکونه دې د پوځي عملیاتو په تیره بیا د امریکایی ځواکونو د عملیاتو په هکله زیات معلومات ولري. ښآیی له همدې امله وي چې د فرانسې دفاع وزیر له افغان مقاماتو سره په کتنه کې په دوحې کې له طالبانو سره دخبرو د طرحې ملاتړ کړی دی .
فرانسه دم ګړۍ په افغانستان کې کابو څلور زره عسکر لري او د دغو څلورو کسانو په وژل کیدو سره په افغانستان کې دفرانسوي عسکرو د وژلې شمیر دوه اتیا تنو ته رسیږي.

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir