.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

کابل: د امريکا او طالبانو له مذاکرې سره موافق يوو

د ولسمشرۍ دفتر رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې داسې ښيي چې گواکې د بهرنيو ځواکونو له خوا د بې گناه خلکو د وژنې مخنيوي ته د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې غوره دي او په همدې دليل يې دوى مني.
کد خبر: ۴۸۰۷
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۰/۱۷ - ۱۴:۵۱
تعداد بازدید: ۱۵۷

 له هغه يوه ورځ وروسته چې طالبانو په لومړي ځل له نړيوالو سره د دوى په وينا د افهام و تفهيم لپاره په قطر کې د دفتر پرانيستلو ته چمتووالى وښود، د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د امريکا او طالبانو ترمنځ د خبرو په باب څرگندونه وکړه.
د ولسمشرۍ دفتر رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه کې داسې ښيي چې گواکې د بهرنيو ځواکونو له خوا د بې گناه خلکو د وژنې مخنيوي ته د امريکا او طالبانو ترمنځ خبرې غوره دي او په همدې دليل يې دوى مني.
اعلاميه وايي : "د افغانستان اسلامي جمهوریت یو ځل بیا پر خپل همېشني دریځ ټینګار کوي چې خبرې اترې سولې ته د رسېدو، د جګړې د خاتمې او پر افغان رنځېدلي ملت باندې د تپل شوي له خشونته ډکې فضا څخه د را وتلو یوازينۍ لاره ده ."
دوى دا هم وايي چې له کلونو را په دې خوا په تکرار سره دا دوى په ډاګه کړې ده چې د ترهګرۍ پرخلاف د جګړې اصلي علتونه د افغانستان د خلکو په کورونو او کلیو کې نشته، نو ځکه دغه جګړه نه شي کولای د افغانانو پر کورونو باندې د بریدونو په کولو سره بري ته ورسیږي.
اعلاميه په قطر کې د طالبانو د دفتر پرانيستلو پر وړانديز او له امريکا سره د طالبانو د خبرو په هرکلي کې وايي :
" افغانستان د امریکا د متحده ایالاتو او طالبانو تر منځ د مذاکرې په اړه چې طالبانو ته به په قطر کې د دفتر په جوړېدو منتج شي، موافق دی تر څو چې زموږ بې ګناه خلک د بهرنیانو او د هغوی د اعمالو له هغو پلمو څخه نجات پیدا کړي چې دوی یې د افغانانو د وژلو او وینې تویولو لپاره کاروي."
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویکتوریا نولند د طالبانو د سه شنبه د ورځې د خبر پاڼه په باب وويل چې سره له دې چې متحده ایالتونو په دې اړه کوم رسمي خبر نه دی ترلاسه کړی، خو که د دغه دفتر پرانیستل د افغانانو په مشرۍ او ملاتړ د بهیر یوه برخه وي، او افغان حکومت فکر وکړي چې رغنده رول لوبولی شي، او کوربه هېواد یې ملاتړ کوي، نو موږ به چمتو یو چې په دې کې یو رول ولوبوو.


 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir