.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

دافغانستان دولتي ځواکونو ته د بګرام د زندان دسپارلو په اړه امریکا ته ددغه هېواد خبرداری/سالار

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اطلاعیه له مخې، د بګرام له زندان څخه د کابل ددولت نوې ارزونه ددې ښودنه کوي چې په دې بند کې، د افغانستان د قوانینو او د بشري حقوقو د معیارونو له مخې، له بندیانو سره چلند نه کېږي.
کد خبر: ۴۸۰۵
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۰/۱۷ - ۱۴:۴۱
تعداد بازدید: ۲۸۰

افغان ولسمشر اعلان وکړی چې تریوې میاشتې پورې د بګرام زندان مسوولت له امریکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.
د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په بګرام زندان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بشري حقوقو د ترپښو لاندې کولو په غبرګون کې حکم وکړ چې په یوه میاشت کې ددغه زندان مسوولیت له امريکايي ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
له طالبانو سره په خبرو اترو کې د امریکايي چارواکو له یو اړخیزه اقدام وروسته د واشنګټن - کابل د اړیکو له سړیدو وروسته، وړمه ورځ د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په بګرام زندان کې د امریکايي ځواکونو له خوا د بشري حقوقو د ترپښو لاندې کولو له رپوټ له اوریدو وروسته حکم وکړ چې په یوه میاشت کې ددې د بګرام زندان سربېره، د نورو هغوزندانیانو چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو په زندانونو کې ساتل کېږي، هم د افغانستان دولت ته وسپارل شي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د اطلاعیه له مخې، د بګرام له زندان څخه د کابل ددولت نوې ارزونه ددې ښودنه کوي چې په دې بند کې، د افغانستان د قوانینو او د بشري حقوقو د معیارونو له مخې، له بندیانو سره چلند نه کېږي.
دبګرام زندان په افغانستان کې د پلازمېنې کابل په شمال کې پروت او د امریکايي ځواکونویو له هغو پټو زندانونو دی چې په دې هېواد کې یې لري او د بشري حقوقو ارګانونو څوڅو ځلې په دې زندان کې له بندیانو سره د بد چلند او شکنجو رپوټونه ورکړي دي.
په دې زندان کې له طالبانو او القاعدې سره د ملګرتیا په تور په له محاکمې پرته په زرګونو کسان بندیان دي.
د بګرام زندان په تېر وخت کې د ګوانتانامو زندان د ننوتلو دروازه ګڼل کېده.
په دې زندان کې افغان بندیانو ته د ګوانتانامو زندان په شان داسې سزاګانې ورکول کېږي، لکه په ژمي کې د بندیانو پربدنونو د یخو اوبو اچول او په اوړي کې د بندیانو پر بدن د چوش اوبو اچول، پر وحشي سپیو د زندانیانو داړل، له خوبه منع کول، په وسله ګواښ، بندیانو ته جسمي تکلیف رسولو په شان ډول ډول شکنجې ورکول کېږي.
سره له دې چې د افغانستان دولت ته د بګرام د زندان د مسوولیت سپارلو په اړه، لاپخوا ددې هېواد ددولت او امریکايي چارواکو ترمنځ موافقه شوې وه، خو تراوسه پورې ددې زندان مسوولت په بشپړه توګه افغان دولت ته نه دی سپارل شوی او امریکايي پوځیانو په بیلابېلو پلمو سره تراوسه پورې ددې بند له سپارلو ځان غړولی دی.
د افغانستان دولت په داسې حال کې ددې زندان د مسوولیت سپارلو اقدام کړی دی چې له یوې خوا ددې هېواد په مختلفو سیمو کې افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو بهیر دوام لري او له بلې خوا امریکا له طالبانو سره خبرې اترې پیل کړې او طالبان نیت لري چې په قطر کې خپل دفتر پرانیزي.
اوسمهال له نړیوال سره صلیب پرته، په افغانستان کې د امریکايانو تر کنټرول لاندې زندانونو ته د ورتګ اجازه بل هیڅ ا رګان نه لري او دې مسئلې په افغانستان کې دبګرام او د امریکايي پوځیانو ترکنټرول لاندې نورو زندانونو کې د بندیانو د ساتل کېدو د شرايطو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.
له همدې امله د افغانستان دولت په وار وار له امریکا غوښتي دي چې د بندیانو د ساتنې مسوولیت د افغانستان دولتي ارګانونو ته وسپاري.
هغه موضوع چې که څه هم تر اوسه پورې نه ده عملي شوې، خو دافغانستان ولسمشر پرېکړه کړې چې دبګرام د زندان د اداره کولو مسوولیت به افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir