.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

امریکا تل په افغانستان کې نړیوال قوانین ترپښو لاندي کړي

امریکا په تېرو لسو کلونوکې له نړیوالو قوانینو دسرغړونکې په توګه دافغانستان له خاورې دګاونډیو هیوادونوپروړاندې ناوړه ګټه پورته کړې ده.
کد خبر: ۴۸۰۰
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۱۰/۱۱ - ۱۸:۰۵
تعداد بازدید: ۱۸۵

امریکا په تېرو لسو کلونوکې له نړیوالو قوانینو دسرغړونکې په توګه دافغانستان له خاورې دګاونډیو هیوادونوپروړاندې ناوړه ګټه پورته کړې ده.
 دافغانستان دکورنیو چارو وزارت دیوې معتبرې سرچینې له قوله چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي وايي چې امریکا په هراړخیز ډول دایران په ضد دافغانستان له خاورې ګټه پورته کويم.
دغې معتبرې سرچینې په کابل کې دڅو ایرانیانو دساتنې لپاره دڅومیله کلاشینکوفونو برابرولو ته په اشارې سره وویل چې دغه ایرانیان دایران ددولت مخالف دي چې دیوه شرکت ترپوښښ لاندې په نیمروز او فراه ولایتونوکې چې له ایران سره ګډه پوله لري فعالیت کوي.
دغې سرچینې زیاته کړه له همدغو موردونو څخه دا یو مورد دی چې په افغانستان کې دایران ددولت له مخالفینو دایران پرضد څه ډول ګټه اخلي.
دې ته ورته نور هم ډیر موردونه شته چې امریکا یې دایران دختیځو سیمو دناامنه کولو او یا یې هم په ایران کې دننه دجاوسوسی په ډول ترسره کوي .
ځکه دیوه روښانه متل دی څه چې ښکاره دي دویلو حاجت یې نشته.
دایران په هوایي حریم دامریکا دبې پيلوټه جاوسوسې الوتکې تجاوز چې پوره ډول یې ثابته کړه چې امریکا دافغانستان له خاورې دځمکې او هوا له لارې دایران پرضد ګټه پورته کوي.
چې دغه الوتکه دایران په هوایي حریم کې د۲۶۰ کیلومتره په ننوتلو سره دایران دځواکونو لخوا په ځکه کښېنول شوه چې دامهال امریکا په ډیرې بې شرمی سره په تکراري ډول له ایران څخه دهغه دورسپارلو هیله لري
امریکاپه حقیقت کې افغانستان دخپل هیوادیوه برخه بولي اوددې هیواد له هرې برخې کولای شي چې په اسانی سره دګاونډیو هیوادونو پرضد ترې کار واخلي.
په دې اړه کولای شو چې دجندالشیطان دترهګرې ډلګې مشر عبدالمالک ریګي ته اشاره وکړو چې له یوې افغانی ویزې سره دایران داطلاعاتي ځواکونو لخوا ونیول شواو اعتراف یې وکړ چې دسي آی اې دلاس آله ده او زیاته کړه چې دسلګونو سنی او شیعه ایرانیانوپه وژلو کې لاس لري او باالاخره په دار وځړول شو.
اوس له دې ټولو ناوړه استفاده او له افغاني او نړیوالو قوانیو څخه دامریکا له سرغړونو سره سره افغانستان هیله من دی چې که چیرې له امریکا سره ستراتيژیک تړون لاسلیک شي او هغه شرطونه چې په امریکا یې ایښې نور دغه هیوادهیڅ ډول سرغړونه نشي ترسره کولای اوپه تېره بیا په یوه ګاونډي هم تېری نشي کولای.
پداسې حال کې چې افغانستان چې له امریکا سره یې دستراتيژیک تړون د تړلوموضوع له ګاونډیانوسره نده شریکه کړې اودهغوی خوښه او باوریې نه دی ترلاسه کړی.
دافغانستان دولت باید دامریکا دنړیوالې سرغړنوې په اړه چې ددې هیواد له خاورې دایران پرضد ترسره شوې ځواب ووایي.
او دا چې ښاغلی کرزی وایي چې په دستراتيژیک تړون سخت شرطونه به په یقیني ډول دامریکا لاس اوپښې وتړي باید له ولسمشر کرزي څخه پوښتنه وشي چې په دې تېرو لسو کلونو ستاسو څومره خبر ې اورېدلې دي چې دستراتيژیک تړون له تړلو وروسته به ورته غوږ ونیسي.
په عیني حال کې داچې ښاغلی کرزي له امریکا غوښتي چې که له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته افغانستان پرینږدي نوددې معنا داده چې دده حکومت دطالبانوپروړاندې ددفاع توان نلري .
نو داچې دکرزي دولت دخپلې ادارې دساتلو لپاره دامنیت ساتلو وس نه لري نو ځنګه به وکولای شي چې دامریکا پروړاندې خنډ او مانع شي چې دګاونډیو هیوادونوپروړاندې دافغانستان له خاورې برید اوتېری ونکړي
البته کرزی باید په دې هم پوه شي چې امریکا دخپلو ناروا ګټو لپاره هیڅ دوست او دښمن نه پيژني لس کاله له طالبانو سره وجنګېدل اوس له لسو کلونو وروسته همغه طالبان دامریکا په دوستانو بدل شوي دي
چې البته له طالبانوسره دامریکا نږدې والی کیدای شي دامریکا دوخوښې وړ ستراتیژیک تړون ته دافغان دولت دهڅولوپه موخه وي. 
 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir