د خبریالانو د راپور له مخې په پاکستان کښې سږکال د محرم الحرام یا امامانو د میاشتې په لومړیو لسو ورځو کښې له نیکه مرغه کومه ترهه ګره پيښه ونه شوه او د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په دې اړه د طالبانو قدرونه وکړه چې د حضرت امام حسین (ع) د ویرچنو پرضد یې کوم ترهه ګر اقدام ونکړ .
خو په خواشینې سره باید ووایو سږکال په افغانستان کښې دغه کار وشو او او دعاشورا په ورځ په کابل او مزارشریف ښارونوکښې له ۶۰ زیات حسینی ویرجن شهیدان او له سلو زیات ژوبل شوي دي ، چې دا جنایت په خپل ډول په افغانستان کښې بې مخینې دی .
تراوسه په افغانستان کښې د حضرت امام حسین (ع) په ویرجنو حمله نه وه شوي ، او سږکال هم د شهیدانو د سردار حضرت ابا عبدالله الحسین دشهادت د کلیزې دستورې د اهل سنت او اهل تشیع لخوا په ګډه روانې وي چې دغه بوږنووکی جنایت وشو .نو له دې کبله دغه جنایت باید له څو اړخونو وجاجوو .
لومړی دا چې سږکال په پاکستان کښې د محرم میاشت تراوسه الحمدالله ښه تیره شوه او د حسیني ویرجنو پرضد کوم جنایت ونه شو او لکه څنګه چې مو وویل د پاکستان دکورنیو چارو وزیر په همدې دلیل د طالبانو مننه وکړه .
خو دلشکر جهنګوي د ترهه ګرې ډلګۍ ویندويي د انګلستان له راډیو سره په تماس کښې د کابل او مزارشریف د جنایتونو پړه په غاړه واخیسته چې که دا ریښتیا وي ، نو باید پوهه شو چې د سږ کال د محرم میاشتي په دستورو کښې د یوه پلان له مخې په پاکستان کښې د حضرت امام حسین (ع) د ویرجنو پرضد کوم جنایت او ترهه ګر اقدام ونه شو ، خو ددې په بدل کښې په افغانستان کښې د حسیني ویرجنو پرضد دغه جنایت ترسره شو .
د افغانستان د ملي پارلمان غړي سیدحسین عالمی بلخي په دې اړه مونږ ته وویل دا چې سږ کال په پاکستان کښې په حسیني ویرجنو باندي حمله ونه شوه او په افغانستان کښې د لومړې ځل لپاره دا کار وشو ، ددې ښودنه کوي چې د پاکستان د حکومت او ترهه ګرو تر مینځ ممکنه ده یوه موافقه شوي وي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په دې همدې لړ کښې د طالبانو مننه کړي ده چې په پاکستان کښې یې حسیني ویرجنو پرضد جنایت ونکړ، خو ددې په بدل کښې یې دا ځل په افغانستان کښې دغه جنایت وکړ .
دوهمه دا چې د افغانستان طالبانو د کابل او مزارشریف جنایتونه غندلي او هغه یې په افغانستان کښې د پرتو بهرنیو عسکرو کار بللی او ویلي یې دي چې د امریکا په مشرۍ په افغانستان کښې پراته بهرنې عسکر په دغه هیواد کښې له ماتې سره مخ دي ، نو ځکه خو د مسلمانانو تر مینځ د درز او نفاق د اچولو لپاره دغه ډول جنایتونه کوي ، څو د خپل شتون د دوام لپاره زمینه برابره کړي .
که د طالبانو دغه ادعا او همدغه راز د لښکر جهنګوي د ترهه ګرې ډلګۍ لخوا د کابل او مزارشریف د پيښو د پړې منل رښتیا وي ، نو بیا ویلاي شو د عاشورا په ورځ دغه پيښې د پاکستان د حکومت ، امریکا او لشکر جهنګوي د دري اړخیزې موافقې پر اساس شوي دي، چې سږ محرم په پاکستان کښې آرامې وي ، خو په افغانستان کښې د لومړې ځل لپاره د حسیني ویرجنو پرضد دغه جنایت وشي ، چې که دغه شننه او د افغان طالبانوادعا سسمه وي ،نو بیا خو په دي معنی ده چې افغان طالبان د لشکر جهنګوي او القاعدي په څیر ترهه ګرو ډلګیو په اصلي ماهیت پوهه شوي او له خپلو ملګرو په لیرې کیدو دي .
دریمه دا چې د عاشورا په ورځ د کابل او مزارشریف ښارونو جنایتونه د بن له کنفرانس یوه ورځ وروسته وشول .
پاکستان د بن په غونډه کښې ، ددغه هیواد په حکومتي عسکرو د ناټو د چورلکو د نوامبر د ۲۶ د حملې په غبرګون کښې چې پکې ۲۸ پوځیان ووژل شول ګډون ونکړ .
له دې کبله له طالبانو د اسلام آباد د ملاتړ په سر د پاکستان او امریکا تر مینځ سخت اختلافات ممکنه ده ، ددې لامل شوي وي چې د پاکستان حکومت په خپل هیواد کښې دننه له طالبانو او نورو ترهه ګرو ډلګیو سره اوربند وکړي ، خو په افغانستان کښې د حسیني ویرجنو پرضد د جنایتونو لپاره ورسره موافقه وکړي ، څو د کابل حکومت ته د افغانستان د تند دریځ اړه یو پیغام ورکړي چې د افغانستان ولسمشر حامدکرزي د بن د کنفرانس په درشل کښې له شپیګل مجلې سره په مرکه کښې په ډاګه پاکستان له طالبانو په ملاتړ تورن کړ او هغه یې د خبرو اترو ګډوډونکی وباله .
څلورمه دا چې امریکا او بهرنیو عسکرو په افغانستان کښې ماتې خوړلي ده او غواړي په دغه هیواد کښې فرقه ای اختلافاتوا او نښتو ته لمن ووهي ، کورنی جنګ راپیدا او په افغانستان کښې دایمي پوځي اډي جوړي کړي .
په دغه بڼه کښې ویلاي شو چې امریکا له لشکر جهنګوي ترهه ګرې ډلګۍ څخه دمسلمانانو تر مینځ د نفاق د اچولو لپاره د یو اوزار په توګه کار اخلي ، خو د افغانستان او مسلمانانو کورنې او بهرنې دښمنان په دې غافل دي چې د دغه هیواد شیعه او سني مسلمانان ، له دې ډیر هوښیاردي چې د دښمنانو په لومه کښې ښکلی شي .
د افغانستان مسلمانو خلکو پیړۍ پیړۍ دیوه بل تر څنګ ګډ سوله ایز ژوند کړی دی او د یوه بل په غم او خوشحالیو کښې شریک دي .
د افغانستان شیعه او سني مسلمانان حضرت امام حسین (ع) د یزید له سپیرو دسیسو د اسلام ژغورونکی بولي او هر کال په ګډه د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (ص) د لمسې حضرت امام حسین (ع)د شهادت د کلیزې دستوري لمانځي .
لیکوال: عاشق حسین طوری