.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

د بن په دویمه غونډه کې د پاکستان د نه ګډون له امله د لویدیځ او افغانستان اندېښنه

د پاکستان د وزیرانو شورا په بېړنۍ ناسته کې اعلان وکړ چې اسلام آباد په مهمند سیمه کې پر دوو سرحدي پوستو د امریکا او ناټو د هوايي بریدونو په اعتراض کې چې له امله یې د پاکستان ۲۸ پوځیان ووژل شول، د جرمني په بن کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون نه کوي.
کد خبر: ۴۷۷۴
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۹/۹ - ۱۲:۱۸
تعداد بازدید: ۱۸۸

 د پاکستان دولت ددغه هېواد پر قبایلي سیمو د ناټو او امریکا د برید په اعتراض کې، د افغانستان په اړه د جرمني دبن په دویمه غونډه کې ګډون نه کوي.
د پاکستان د وزیرانو شورا پرون په بېړنۍ ناسته کې اعلان وکړ چې اسلام آباد په مهمند سیمه کې پر دوو سرحدي پوستو د امریکا او ناټو د هوايي بریدونو په اعتراض کې چې له امله یې د پاکستان ۲۸ پوځیان ووژل شول، د جرمني په بن کې د افغانستان د سولې په غونډه کې ګډون نه کوي.
پاکستان له دې برید وروسته په خپل هېواد کې د ناټ، د اکمالاتو لاره وتړله او له امریکايي ځواکونو یې هم غوښتي دي چې په بلوچستان صوبه کې له شمسي اډې څخه په ۱۵ ورځو کې ووځي.
د بن په دویمه غونډه کې د نه ګډون په اړه د پاکستان ددولت له پرېکړې وروسته، د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال، په نږدې راتلونکې کې له اصف علي زرداري سره د حامد کرزي د کتنې خبر ورکړی دی.
د افغانستان رسنیو ددغه هېواد د ولسمشر د ویاند د مرستیال ، حامد علمي له قوله ددې خبر په خپریدو سره ویلي دي چې د بن په دویمه غونډه کې د پاکستان شتون ځانګړی ارزښت لري.
د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستیال، په دې اړه ویلي دي چې حامد کرزی به د پاکستان له ولسمشر آصف علي زرداري سره په دې کتنه کې د اسلام آباد له چارواکو وغواړي چې د بن په غونډه کې ګډون وکړي، ځکه د اسلام آباد له ملګرتیا پرته سوله شونې نه ده.
له دې وړاندې هم د افغانستان د ولسمشر امنیتي سلاکار، رنګین دادفر سپنتا د جرمني له ډي، پي، آی خبري آژانس سره په مرکه کې ویلي و چې د پاکستان د پوځ له خوښې پرته به له طالبانو سره هیڅ ډول خبرې اترې ترسره نه شي.
په کابل کې د ناټ، ویاند، ډومینیک مډلي، پرون هیله څرګنده کړه چې پاکستان به د جرمني د بن په غونډه کې د ګډون نه کولو په اړه پر خپله پریکړه له سره غور وکړي، ځکه دغه اقدام به د سیمې په ګټه وي.
همدارنګه د پاکستان او امریکا په اړیکو کې د تاوتریوالو له زیاتېدو وروسته، واشنګټن له اسلام آباده غوښتي دي چې د افغانستان د مسایلو په اړه دې د بن په دویمه غونډه کې ګډون وکړي.
د جرمني لومړۍ وزیرې، انګلا مرکل هم پرون د افغانستان په اړه د بن په نړیواله غونډه کې د ګډون نه کولو په اړه د پاکستان پر پرېکړه خواشیني څرګنده کړه او هیله یې څرګنده کړه چې اسلام آباد به پر خپلې پرېکړې بیا غور وکړي.
د افغانستان په چارو کې د جرمني ځانګړي استازي، میشائیل شټاینر، چې د بن د راتلونکې دویمې غونډې د جوړیدو مسوولیت پرغاړه لري، د پاکستان پر شمال لویدیځ یې د امریکا او ناټو وروستی برید خواشینونکی وباله او هیله یې څرګنده کړه چې پاکستان به دجرمني د بن په غونډه کې ګډون وکړي.
د بن په دویمه غونډه کې چې ټاکل شوې ده د روان ۲۰۱۱ میلادي کال د ډسمبر په ۵مه نېټه د جرمني په کوربه توب په بن ښار کې جوړه شي، له ۹۰ ډېر هېوادونه به پکې ګډون وکړي.
ددې غونډې د جوړیدو موخه د افغانستان د امنیتي وضعیت څرګندول، افغان ځواکونو ته ددغه هېواد د امنیتي چارو سپارل، له افغانستان سره د نړیوالو مرستو دوام او له طالبانو سره د سولې څرنګوالی بلل شوې ده.
که چېرې پاکستان په دې غونډه کې ګډون ونه کړي، له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره به د امریکا هڅه چې د بن د غونډې یوه موخه ده، بې نتیجې وي.
سالار
 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir