.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

دافغانستان حکومت مالګه وخوړله او نمکدان یې مات کړ

دافغانستان دودیزې لوې جرګې، ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورکړه چې له امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک کولائ شي. ددغه ستراتژیک تړون پراساس امریکا کولای شي له دوه زره څوارلسم کال وروسته تر دوه زره څلوریشتم میلادي کال پورې په افغانستان کښې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي .
کد خبر: ۴۷۶۵
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۹/۲ - ۱۴:۲۱
تعداد بازدید: ۲۲۸

دافغانستان دودیزې لوې جرګې، ولسمشر حامد کرزي ته اجازه ورکړه چې له امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک کولائ شي.
ددغه ستراتژیک تړون پراساس امریکا کولای شي له دوه زره څوارلسم کال وروسته تر دوه زره څلوریشتم میلادي کال پورې په افغانستان کښې خپل پوځي شتون ته دوام ورکړي .
که څه دافغانستان لویه جرګه دا ویاړ کوي چې دستراتژیک تړون دلاسلیک کولو لپاره یې امریکا ته سخت شرطونه وړاندې کړي دي او دافغانستان دولسمشر کرزي په وینا چې یو وخت یې و یل په ستراتژیک تړون کښې به دامریکا لاس او پښې وتړی خو معلومه ده چې دغه خبره یوه ټوکه ښکاري او هیڅ حقیقت نلري .
ځکه چې امریکا هماغه ډول چې په نورو هیوادونو دپوځي حملې لپاره له چا اجازه وانه خیستله او که چیرې دافغانستان له خاورې هم په نورو هیوادونو دحملې اراده ولري نو له هیڅ چا به اجازه ونه غواړي .
په هر حال دامریکا او افغانستان دستراتژیک تړون اصلي چورلیز دپاکستان او ایران سرحدونو ته نږدې دامریکا لخوا دپوځي اډو جوړول دي او امریکا په افغانستان کښې له دغو اډو په کار اخیستلو سره په دغه هیواد کښې دنیواکګر شتون ددوام په ترڅ کښې دافغانستان ددوو ګاونډیو هیوادونو پاکستان او ایران لپاره هم یو ګواښ وي .
په زړه پورې خبره داده چې دافغانستان ولسمشر حامدکرزي او دلوې جرګې مشر صبغت الله مجددي په خپلو ویناو کښې چې دلوې جرګې په لومړۍ ورځې یې وکړې په صراحت سره وویل څرنګه چې ګاونډي هیوادونه په تیره بیا پاکستان دافغانستان دناکراریو سرچینه ده نو افغانستان حق لري دځان ددفاع لپاره له امریکا سره ستراتژیک تړون لاسلیک کړي ګني نو پاکستان به افغانستان له خپلې خاورې سره یوځاې کړي .
که څه هم دافغانستان دلوې جرګې په کمیسیونونو کښې دجنګ ددوام دعلت او دا چې دجنګ او ناکراریو سرچینه په پاکستان کښې ده بحث وشو چې ولې امریکا دجنګ په لومړیو لسو کلونو کښې ونه غوښتل جنګ ختم کړي ولې دلوې جرګې په ښکاره غونډو کښې هیڅ چا جرات ونکړ چې له ولسمشر کرزي او دلوې جرګې له مشر صبغت الله مجددي پوښتنه وکړي امریکا ولې په تیرو لسو کلونو کښې له جدي ارادې سره له طالبانو او القاعده سره مقابله ونکړه او په پاکستان کښې دطالبانو او القاعده مرکزونه یې له مینځه یو نه وړل او یا داچې په ۲۰۰۱، ۲۰۰۲ او ۲۰۰۳میلادي کلونو کښې دترهګرۍ جرړه دختمیدا په حال کښې وه چې امریکا له مینځه یو نه وړله .
په تیره بیا داچې پاکستان دامریکا ستراتژیک متحد وو .
نظر خاوندان وايي که چیرې امریکا دترهګرۍ جرړه له مینځه وړلائ نن به دافغانستان ولسمشر کرزی نه راتله چې په لویه جرګه کښې په صراحت سره په افغانستان کښې دامریکا دپوځي شتون دفاع و کړي .
په افغانستان کښې دجنګ دوام دامریکا په ګټه دی او له ترهګرۍ سره جنګ په حقیقت کښې دافغانستان دنیواک او دامریکا ستراتژیکو هدفونو ته درسیدا لپاره یوه پلمه ده .
پاکستان چې په دغه دوه ګوڼه سیاست سره یې داسې کار وکړ چې هم یې ځان دامریکا له ګواښونو سره مخامخ کړ او هم یې دسیمې نور هیوادونه هم له جدي مشکلاتوو سره مخامخ کړل .
او اوس ایران او پاکستان دافغانستان له خاورې څخه په جدي ډول دامریکا له ګواښونو سره مخامخ شوي دي .
دایران او پاکستان ملتونه او حکومتونه په دې خبرې پوهیږي .
په همدې خاطر په افغانستان کښې دامریکا دپوځي اډو له جوړولو سره مخالف دي .
البته دافغانستان خلک هم له امریکا سره دستراتژیک تړون مخالف دي .
په افغانستان کښې له دغه ستراتژیک تړون سره په مخالفت کښې مظاهرې وشوې او دغه مظاهرې به په بیلابیلو ډولونو دوام ولري او دغه راز مقاومت به نور هم پسې زیات شي .
دافغانستان شیعه او سني علماو چې دغه تړون یې حرام اعلان کړی دی دافغانستان دمشرانو او ولسي جرګو ډیرو استازو هم له دغه تړون سره مخالفت اعلان کړی دی .
ترټولو مهم ټکی دادی چې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي په ډیر خاص چلول او مهارت سره ددودیزې لوې جرګې موافقت ترلاسه کړ چې دغه کار دافغانستان دغه قومي او دودیز ارګان ته ستر سپکاوی ګڼل کیږي .
دافغانستان لوې جرګې تل دملي ګټو پراساس فیصلې کړي دي خو له بده مرغه داځل یې اپوټه عمل وکړ.
که څه هم له قانوني او حقوقي نظره د دغه لویې جرګې روا و الی ترپوښتنې لاندې دی .
په هر حال دافغانستان حکومت نه یوازې دملت دګروهنې پرخلاف دغه غلطۍ کړي ده چې په تیرو درې دیرشو کلونو کښې په مختلفو پړاونو کښې دایران دحکومت او ملت دملګرتیا او مینې او ملاتړونو ځواب یې په ډیرې بدې رودې سره ورکړ .
دایران اسلامي جمهوریت په خلاصې سینې سره کلونه کلونه دافغانستان دمجاهدینو او ورسره دافغان کډوالو کوربه توب وکړ او دایران داسلامي انقلاب بنسټګر حضرت امام خمیني ره په ښکاره ډول نیواکګر شوروي ته اعتراض وکړ او دافغانستان دخلکو ملاتړ یې وکړ .
دناټو عسکرو او امریکا لخوا دافغانستان له نیواک وروسته هم دایران دریځ تل دافغانستان دملت ملاتړ وو او ایران دافغانستان په بیا رغونه کښې مهمه ونډه درلودله .
ایران په نړیوالو ټولنو کښې دافغانستان دحکومت او ملت پرله پسې ملاتړ وکړ او ایران په کلتوري زمینو کښې هم له افغانستان سره ډیرې مرستې وکړې په دې ډول چې دافغانستان ډیر محصیلین چې اوس په خپل هیواد کښې په خدمت بوخت دي دایران له پوهنتونونو فارغ التحصیل شوي دي .
خو له بده مرغه دایران په دغو ټولو محبتونو او لورینو سترګې پټې شوي دي او دایران سرحدونو ته نږدې دامریکا لاسونه یې خلاص پریښودل او افغانستان مالګه وخوړله او نمکدان یې مات کړ .
خو دافغانستان چارواکي دې باید پوه شي امریکا دافغانستان دابادولو لپاره دغه هیواد ته نه ده ورغلي او که چیرې ورغلي هم وي نو امریکا هلته نشي پاتې کیدلای .
دافغانستان ملت دتاریخ په اوږدو کښې تل دوخت له واکمنانانوچې دخلکو دارادې پرخلاف یې حرکت کړی دی خپله لاره جلا کړي ده او نیواکګر یې شړلي دي او دا ګاونډي هیوادونه دي چې تل به دیو بل په څنګ کښې وي نه داچې امریکا .
 

 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir