په داسې حال کې چې افغانستان له هند سره د همکاریو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ، کارپوهان باور لري چې دا مسئله به څه ناڅه د پاکستان حساسیتونه هم راوپاروي، ځکه دم ګړی د افغانستان او پاکستان اړېکې ډېرې کړکېچنې دي.
دا تړون د تلې په ۱۲مه هندوستان ته د جمهور رئیس کرزي د سفر په ترڅ کې امضا شوی دی.
جمهور رئیس کرزي ویلي چې هند د افغانستان تاریخي ملګری دی او له مودو راهیسې په خپلې ملګرتیا کې رښتونی پاتې شوی.
دغه تړون په سیاسي، امنیتي، تجارتي، اقتصادي او فرهنګي چارو کې د همکارۍ تړون دی چې د هند او افغانستان تر منځ یو غښتلی بنسټ بلل کېږي.
د دغه ستراتیژیک تړون په رڼا کې به هند د افغان ا منيتي ځواكونو په روزنه او سمبالولو كې هم مرسته کوي.
د هند صدراعظم من موهن سنګ د ستراتيژيك تړون له لاسليكولو وروسته له جمهور رئيس كرزي سره په ګډه خبري غونډه كې وويل چې له افغانستانه نړيوال ځواكونه د وتلو په حال كې دي او هند غواړي په داسې حساسو حالاتو كې له افغانستان سره اوږه په اوږه ودرېږي.
همدارنګه به د دې ستراتیژیک تړون له مخې هند د افغانستان د برېښنا او كانونو په برخه كې هم پانګونه وکړي، له هند سره د ستراتیژیک تړون تر لاسلیک وروسته د جمهوري ریاست لخوا رسنیو ته په لېږل شوې یوه اعلامیه کې راغلي چې د افغانستان د کانونو وزیر وحید الله شهراني هم د هند له سیال وزیر سره د منرالي منابعو او د هایدرو کاربن د پراختیا په برخه کې په موافقو لاسلیکونه کړي دي.
هند ته د جمهور رئيس کرزي د سفر او ستراتیژیک تړون د لاسلیکولو پریکړه څو میاشتې مخکې شوې وه، هغه مهال چې د هند صدراعظم من موهن سنګ کابل ته راغلی و؛ خو دا پرېکړه اوس له داسې وخت سره برابره شوې چې له پاکستان سره د افغانستان اړیکې د طالبانو د رژیم له ماتې راوروسته تر بل هر وخت زیاتې کړکېچنې شوې دي.
دا چې د هند او افغانستان تر منځ دغه ستراتیژیک تړون به د ګاونډیو او په ځانګړي توګه د پاکستان څومره حساسیتونه را وپاروي او دغه تړون څومره د افغانستان لپاره ګټور دی، د سیاسي چارو کارپوهان بېلا بېل نظرونه لري.
عبد الرشید وزیري وايي، دا سمه ده چې له هند سره ستراتیژیک تړون به د پاکستان د ډېر خپګان سبب وګرځي، خو د ده په وينا چې له کله د واشنګټن او پاکستان تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي پاکستان د چین، روسیې او ایران سره روابط جوړوي: (( افغانستان هم باید خپل ستراتیژیک روابط تنظیم کړي.))
نوموړی زیاتوي : (( افغان دولت له پاکستان سره د سولې ګډ کمسيون جوړ کړ، ډېر انتظار یې وکړ خو کومه پایله یې نه درلوده، دا چې د پاکستان سره روابط او دوستانه اړیکې کومه نتیجه نه ورکوي هند د پاکستان له جوړېدو وړاندې د افغانستان یو دوست هېواد پاتې شوی دی او افغانستان ته پکار هم وه چې دا ډول اقدام وکړي.))
لیکوال او د سیاسي چارو څارونکی شرر ساپی هم د هند او افغانستان تر منځ د ستراتیژیک تړون لپاره خوشبین دی.
نوموړی وايي چې د دې تړون لاسلیکول یوه اړتیا وه، د شرر په وینا، کرزی باید په خپل خارجي سیاست کې پرېکنده و اوسي: ((د ټولوګاونډیانو خوشحالول په یو ځل مشکل کار دی.))
د سیمه يیزو چارو افغان کتونکی احمد سعیدي که څه هم له هند سره د اقتصادي او سیاسي اړیکو پراخول ضروري بولي، خو د پاکستان حساسیتونه هم له پامه غورځول ښه نه بولي.
نوموړی د هند او پاکستان ترمنځ په اړیکو کې شتو ستونزو ته په اشارې وایی چې افغانستان د سیمه يیزو سیالیو په وړاندې تر کافي حده زیان منونکی دی او افغان مشرانو ته په کار ده چې په سیمه يیزو اړیکو کې انډول په پام کې وساتي: ((زما په باور په افغانستان کې طبیعي قوت نشته چې په سیمه يیزو رقابتونو کې ځان شامل کړي.))
سعيدي د هند او افغانستان ترمنځ د ستراتیژیکو اړیکو سند د پاکستان یوه جدي اندېښنه بولي.
خو د سیاسي چارو بل څېړونکی ښاغلی عنایت الله همدرد، فکر کوي چې د هند او افغانستان تر منځ ستراتیژیک تړون کولای شي پاکستان هم و هڅوي چې له افغانستان سره ورته تړون لاسلیک کړي.
نوموړی وايي: (( دا تړون کولای شي پاکستان هم ورته تړون ته تشویق کړي، ځکه چې د دې هېوادونو اقتصادي ګټې شریکې دي او په پاکستان فشارونه هم زیات دي.))
همدرد وايي، که پاکستان هم له افغانستان سره ستراتیژیک تړون وکړي، په سیمه کې به اقتصادي ګټې نورې هم سره وتړل شي، د ګټو د خوندیتوب لپاره به دغه هېوادونه لاسونه سره ورکړي او د سولې د ټینګښت لپاره به ګډه مبارزه وکړي.
د یادونې وړ ده چې له افغانستان سره په تېرو لسو کلونو کې په مختلفو برخو کې د هند مرستې نږدې دوه ملیاردو ډالرو ته رسېږي.