.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

د افغانستان د مسلمانو خلکو يو پرانستي ليک هغه چا ته چې ځان امير المومنين ګڼي/منصوري

تاسو کاملاَ رښتيا واياست هره ورځ، هره ګړۍ او هره شيبه زمونږ سپين ږيري ، ښځينه ، ځوانان او ماشومان د ژوند له خوږ نعمته بې برخې کيږي چې تر ډيره بريده يې بنسټيز لامل تاسو او هغه څوک دي چې ستاسو تر قومندې لاندې په مسلمان وژنه کې پراخه ونډه لري .
کد خبر: ۴۷۴۲
تاریخ انتشار: ۱۳۹۰/۷/۹ - ۱۸:۴۴
تعداد بازدید: ۳۲۵

د افغانستان د مسلمانو خلکو يو پرانستي ليک هغه چا ته چې ځان امير المومنين ګڼي خو لاسونه يې د مظلومو مسلمانانو په وينو  سره دي !
نحمده ونصلی علي رسوله الکريم امابعد فاعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم
    په دې کې شک نشته چې اختر د نړۍ ټولو مسلمانو ته د خوشحالۍ او سوکالۍ څخه ډک اللهي نعمت دی مګر په خواشينۍ سره د افغانستان مظلوم ملت د ځينو جابرانو د ناروا کړنو له امله له دغه اللهي نعمت له خوښيو څخه بې برخې دي اودلته خلک په هر کور کې د يو عزيز د وير پر ټغر ناست دي او اوښکې تويوي.
دا د حيرت وړ خبره نه ده ځکه تاسو هم وايئ چې مونږ د يوه محروم او ځوريدلي ژوند خاوندان يوو او غريب هېواد مو د يوه داسې بې نظمه ښار انځور خپل کړی چې له انسان وژنې، دخلکو پر پت او ناموس تيري  او چورچپاول څخه پرته نور څه په کې ترسترګوکيږي نه او دا هېواد په يوه داسې وحشي ځنګل بدل شوی چې هيڅوک په کې خوندي نه دي.
امير المومنين صاحب!
       تاسو کاملاَ رښتيا واياست هره ورځ، هره ګړۍ او هره شيبه زمونږ سپين ږيري ، ښځينه ، ځوانان او ماشومان د ژوند له خوږ نعمته بې برخې کيږي چې تر ډيره بريده يې بنسټيز لامل تاسو او هغه څوک دي چې ستاسو تر قومندې لاندې په مسلمان وژنه کې پراخه ونډه لري ، ايا کله مو د پوهيدو هڅه کړيده چې ستاسو په نوم د اسلامي امارت تر بيرغ لاندې د ډيرو ميندو سترګې دهغو نازولو بچيانو د بيرته راتلو په لارکې ړندې شوې چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيداکولو په خاطر له کوره وتلي وو او په ځانمرګو بريدونوکې يې ژوند ته د پای ټکی کيښودل شو. ايا ستاسو کړنې (قطري بن فجاعه )ته ورته نه دي چې لمړۍ يې د کابل په فتح کې عبدالله بن کاظم او الموهب بن ابي صفرا سره د يوه رښتيني مجاهد په توګه پوره ونډه واخيسته خو وروسته يې ځان ته د امير المومنين لقب ورکړ او د ازرايقه ؤ له ډلې سره يو ځای د مسلمانانو قتل عام يې پيل کړ ، دوی به مسلمانانو ته دکفارو خطاب کاوه او هغه کسان به يې چور او تالا کول چې له ازاريقه ؤ له ډلې سره همغږي نه وو.
       نن تاسو او ستاسو پيروان د افغانستان د مسلمانو خلکو په نزد له ازاريقه ؤ سره هيڅ توپير نه لرئ ځکه تاسو هم ټولوهغو خلکو ته کافر وايئ چې ستاسو سره همغږي نه دی او له وينې تويونې او انسان وژنې څخه کرکه لري . دا د يومسلمان امير المومنين دنده نه ده چې د انساني کرامت پر خلاف د مسلمانانو سرونه او د بدن نور غړي پرته له کوم ګناه او جرم څخه پريک کړي لکه ستا پيروان چې هره ورځ دغه ډول ناوړې کړنې ترسره کوي. ته بايد پوه شئ چې د امير المومنين دنده د اسلامي امت له منځه وړل نه بلکې د دوی ترمنځ د يووالي او وحدت رامنځ ته کول  او د دوی د پت او عزت ساتل دي.دا چې تاسو خپله کړنلاره پريښې او د خلکوپه منځ کې د فتنې په اچولو بوخت ياست نو خدای جل جلاله په تاسو کې هم نفاق اچولی ، ستا قوماندانان ستا له اوامرو څخه سرغړونه کوي نن هر قوماندان په خپل سر ځان امير المومنين ګڼي او لګيا دي په خپلو منځو نو کې يو دبل وينې تويوي.
       فقد يوځل قران عظيم الشان ته رجوع وکړه ، دنبي کريم صلی الله وعليه و سلم احاديث ولوله او په اجماع امت کې پلټنه وکړه ايا تاته داسلام سپيڅلی دين د يوه مسلمان د يوې څاڅکي وينې تويولو جواز درکوي ؟ که يې نه درکوي بيانو ته د کوم دين او مذهب پيرو يې؟ ستر اسماني کتاب قران کريم د سوره النسا په 93 ايت کې حکم کوي ( من قتل مومنا متعمداَ فجزائه جهنم خالداَ فيها) ژباړه: چاچې يو مسلمان په قصد سره وواژه ځای يې جهنم دی او تل په کې اوسي.  ته او ستا ملګري چې په ورځ کې شل او سل تنه مسلمانان وژنئ ستاسو ځای به چيرته وي؟ ايا هغه خلک چې تاسويې ډول ډول نومونو وژنئ د الله جل جلاله بنده ګان نه دي؟
ملا محمد عمره!
مونږ خو حيرت وړي يوو چې ته څنګه اميرالمومنين يې تاخو مومنانو په قتل عام لاس پوري کړی ، داسلام سپيڅلی دين دې بدنامه کړ، هېواد دې لوټې لوټې کړ ، دخپل بې ځايه غرور په خاطر دې زرهاو مسلمانانو ته زيان ورسوه او د بې ګناه مسلمانانو له وينو څخه دې ويالی وبهولې ، دانو کوم ډول جهاد دی؟
راځئ د سوره الاعمران (واعتصموا بحبل الله جميعا و لاتفرقوا) ژباړه:( د الله جل جلاله پر رسۍ (دين) منګولې ولګوئ او تيت او پرک کيږي مه)د 103 ايتپه حکم له نفاق اچونې ، انسان وژنې ، ځانمرګو بريدونو حتی په جوماتونو کې ، بمي چاودنو ، عامه ځايونو ورانولو او نورو ناوړو کړنو څخه لاس واخلئ د رښتينو علماو رايې او نصيحت ته غوږ کيږدئ ، له خپلو تيرو ناوړو کړنو څخه توبه اوباسئ او د يوه رښتيني مسلمان په توګه د امت مسلمه د ښيګڼو له پاره فکر وکړئ ځکه جګړه هيڅکله د حل لاره نه شي کيدای او الله تعالی په سوره الانفال ايت 61 کې فرمايي ( ای محمده! که دښمن د روغې جوړې خواته ميلان ولري نوته هم ورته تيار اوسه او پر الله توکل وکړه) په داسې حال کې چې تاته هغه مسلمان ملت د سولې او روغې جوړې بلنه او دعوت درکوي چې له نيکونو او غور نيکونو څخه مسلمانان دي او پر لوی الله ، سپيڅلي قران او ستر پيغمبر حضرت محمد صلی الله و عليه و سلم کلک ايمان لري ، بيانو ستا ستونزه څه ده؟ او که ته د پرديو په لارښوونه له انسان وژنې او هېواد ورانونې څخه لاس نه اخلي په ياد ساته چې دا ميړنی ملت هم د ملي پاڅون جراَت لري او هم يې تجربه داچې مونږ سولې ته ترجيح ورکوو سوله اللهې حکم دی او مونږ مسلمانان يوو.
وسلام

 

 

 

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir