په دې وروستیو کې برتانيي ته د جمهور رييس حامد کرزي د سفر پر مهال له ځینو طالب مشرانو سره د نوموړي د لیدنو او خبرو اترو رپورټونه خپاره شول.
که څه هم د جمهوري رياست ماڼۍ ویاند دا خبرې رد کړې، خو ډیری په دې باور دي، چې کرزي له دوو طالب مشرانو سره، چې یو ملا تورجان نومیږي، د برتانویانو په واسطه لیدلي او خبرې اترې يې ورسره کړي.
دا چې په دې لیدنو کې پر کومو مسایلو خبرې وشوې، لا روښانه نه ده، خو خبري رسنۍ د دغو لیدنو کتنو په تړاو دوه اساسي ستونزې مطرحوي، یوه د افغانستان د سولې پر پروسې د برتانیی او امریکا تر منځ اختلافات او بله د سولې د عالي شورا په نشتوالي کې د سولې په موخه لیدنې.
له ډېر پخوا څخه ځینې شواهد او دلایل شته، چې د افغانستان د مسئلې په اړه د امریکایانو او برتانویانو تر منځ د نظر یووالی نشته، ځینو د سپټمبر له پیښو او د طالبانو د امارت تر ړنګیدا وروسته په لومړیو ورځو کې ویلي وو، چې برتانویان او پاکستانیان هڅه کوي، چې طالب مشران له امریکایانو وژغوري او له همدې امله یو شمیر کلیدي طالب مشران پر تیښتې بریالي شول، چې له هغې ډلې ۱۳۷ تنه یی له امریکا سره په تور لست کې وو.
له دې ډلې ایله یو یا دوه طالب مشران د امریکایانو په دام کې ونښتل او ګوانتانامو ته ولیږدول شول، چې دا له هماغه لومړیو ورځو د امریکایانواو برتانویانو تر منځ یو ډول متضاد دریځ څرګندوي.
سربیره پر دې د هلمند د امنیت په مسئله کې هم امریکایان د برتانویانو له چارچلنده خپه ښکاري، له طالبانو سره يې په موسې کلا کې روغه جوړه وكړه او د دغې طرحې له ماتې سره امریکایانو په هلمند کې یو ستر ځواک ځای پر ځای کړ او ورسره جوخت د هلمند والي انجینر داود، چې له برتانویانو سره یی نږدې اړیکې وې، له هغه ولایته لرې کړ.
هغه مهال، چې له امریکایانو سره د کرزي روابط خورا ښه وو، د مایکل او ماروین په نامه دوه برتانویان یی د جاسوۍ په تور له افغانستانه وویستل.
خو واک ته د اوباما له رسېدا وروسته کرزي له امریکا سره د اړیکو له خړ پړتیا او بیا له جوبایډن، هالبروک او کلنټن سره تر لانجو وروسته بیرته برتانیی ته مخه کړه او کله چې دویم ځل جمهور رييس شو، نو له طالبانو سره یی د خبرو اترو مسئله یی د خپلې دې ځل ستراتیژۍ اساسي چورلیځ وګرځاوه، له همدې امله ډېری د نظر خاوندان په دې باور شول چې له طالبانو سره د خبرو اترو اصل یوه انګلیسي طرحه ده چې کرزي ورسره زړه تړلی او بنیاد یی په موسی کلا کې له مصالحې سره تړاو لري.
که څه هم امریکایانو په ښکاره د روغې جوړې مسئله نه ده رد کړې، خو مشرانو یی تل ویلي چې د افغانستان د اساسي قانون، د ښځو او نارینوو د برابرو حقونو منل او له القاعدې ډلې د طالبانو جلا کیدل د دغې روغې جوړې لومړني شرطونه دي او دا هغه مسئلې دي، چې طالبان په کلکه ورسره مخالف دي.
په همدې حال کې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو عمومي قومندان ډېوېډ پېټريیوس هم ویلي چې له طالبانو سره د مصالحې ملاتړ کوي، خو خپله امریکا په کې برخه نه اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټول پوهیږي تر هغې چې متحده ایالتونه په دې بهیر کې ګډ نه وي، بری یی ناشونی دی.
په اصل کې په افغانستان کې د خپلو ګټو پر اساس د برتانویانو او امریکایانو نظر ورته نه دی، امریکایان افغانستان د اسیا په چوکاټ کې یوه نقطه ګڼي، په داسې حال کې، چې برتانویان پاکستان او افغانستان خپل چوکاټ حسابوي.
سربیره پر دې برتانویان کلونه کلونه په دې سیمه کې وو او له مذهبي ډلو سره یی کار کړی، دوی د امریکایانو په پرتله څو برابره زیاته تجربه هم لري او له همدې امله پرته له کوم شرطه افغان دولت له طالبانو سره روغې جوړې ته هڅوي.
دا چې د برتانوي چارواکو په شتوالي کې له طالبانو سره د کرزي دا لیدنه به پر دغه بهیر څومره اغیز ولري، باید راتلونکي ته وګورو او مطمیناً چې د لیدنې جزیات به ډېر ژر له پردې رابهر شي.
که د لیدنې بهیر هر څنګه وو، خو هغه څه چې څرګند دی دا دی چې امریکایان په افغانستان کې د ۱۲۰ زرو سرتیرو په شتوالي او د سل ملیاردو ډالرو کلني لګښت پر اساس د افغانستان د برخلیک او سیاست په ټاکلو کې لومړنۍ او وروستنۍ خبره کوي.
په دې منځ کې نه افغان دولت او نه هم د برتانيي ډيپلوماسي کولای شي چې د امریکا له خوښې او همغږۍ پرته څه کار وکړي، په تېره بیا کله چې پاکستانیان په دې مصالحه کې خپلې ګټې ونه ویني او خپلې ستراتیژیکې ګټې خوندي ونه ګڼي، هیڅکله به کومه نتیجه ورنکړي.
لنډه دا چې دې ټولو مسایلو ته له پامه پرته له طالبانو سره د سولې په موخه د کرزي دا بې انډوله هڅې هیڅ ځای نه شي نیولای.