.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

پخوانۍ قاضي القضات فضل هادي شينواری په هند کې ومړ

مولوي فضل هادي شينوارى د افغانستان له پيژندل شويو مذهبي مشرانو شميرل کيده او له څو کلونو راپديخوا دافغانستان د عالمانو د شورا مشر وو .
کد خبر: ۴۵۸۰
تاریخ انتشار: ۱۳۸۹/۱۲/۳ - ۱۵:۱۶
تعداد بازدید: ۵۳۰

نوموړب د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان د سترې محکمې مشر شو او ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کس بلل کيده .
مولوي فضل هادي شينوارى د افغانستان له پيژندل شويو مذهبي مشرانو شميرل کيده او له څو کلونو راپديخوا دافغانستان د عالمانو د شورا مشر وو .
د طالبانو له ماتې وروسته د افغانستان د سترې محکمې مشر شو او ولسمشر حامد کرزي ته نژدې کس بلل کيده .
د عالمانو په شورا کې په وار وار نوموړي د حکومت پر وسله والو مخالفينو غږ وکړ چې وسله پر ځمکه کيږدي او د روغې او پخلاينې لاره خپله کړي .
فضل هادي شينواری شاوخوا ۸۵ کاله وړاندي د ننگرهار د هسکې مېنې د شينوارو په ولسوالۍ کې زيږيدلی وو.
لومړنۍ زده کړې يې په خپل کلي کې پيل ، سملاسي وروسته د کابل په دارالعلوم کې شامل او په لمريز کال ١٣٣٣ کې ترې فارغ شو چې په خپل وخت کې د ديني او مروجو زده کړو معتبره مدرسه وه .
فضل هادي شينواري شيخ الحديت او د قران کريم حافظ وو .
د کابل له دارالعلومه تر فارغيدو سملاسي وروسته نوموړي په پلازمينه کابل کې د ابن سينا په ښونځي کې د ښونکي په توگه دنده تر پيل کړه .
د ده نژدې ملگري وايي چې د کار په دغه څلور کلنه موده کې يې د وخت د واکمنو له ډلې له سردار محمد داود خان سره يو څه زړه بدوالی رامنځ ته شو او په ننگرهار کې د نجم المدارس مدرسې ته د مدرس په توگه تبديل کړى شو.
په نجم المدارس کې تر ١٥ کلن تدريس وروسته چې کله په کال ١٣٥٢ کې سردار داود خان ولسمشر شو فضل هادي شينوارى پا کستان ته مهاجر شو .
لومړى پيښور ته نژدې په باړه کې استوگن شو ، دوه کاله وروسته يې د افغانستان پولو ته نژدې په دره ادم خيلو کې د يوې مدرسې بنسټ کيښود چې تر ٢٠٠٢ کاله پورې د همدې مدرسې مشر وو ، دغه مدرسه اوس هم فعاله ده .
مولوي فضل هادي شينواری په ١٣٥٧ کال کې د جهاد له پيلېدو د ډاکټر نجيب تر واکمنۍ پورې د صبغت الله مجددي په مشرى په ملي نجات گوند کې وو ، خو په خپله قومندان نه وو بلکې د خپلو شاگردانو او پلوېانو سره به له مدرسې د جگړې ډگر ته راته .
له هغه وروسته د عبدالرب رسول سياف سره ملگرى شو او د طالبانو پر مهال د ډيورنډ له پولې پورې غاړه په خپله مدرسه کې وو .
سره له دې چې د ده ډير شاگردان د طالبانو د غورځنگ په ليکو کې وو ، خو له هغوى سره يې ښکاره مخالفت درلود او د يوه شاګرد وينا يې ده چې نوموړي ته د طالبانو کړنې د منلو نه وې .
سره له دې چې په دغه موده کې فضل هادي شنيواري له جهادي مشر استاد سياف او د طالبانو له نورو مخالفينو سره ملگرى وو ، خو په دغه موده کې د شمالي ټلوالې تر واک لاندې سېمو ته ولاړ نه.
مولوي فضل هادي شينواری د افغانستان په تير شاوخوا نهه کلن سياسي بهيرکې فعاله ونډه لرله او د دوو زرو عالمانو په گډون د افغانستان د عالمانو د شورا مشر وو.
او ترې وړاندې د دغه هيوا د تاريخ په حساسو شېبو کې قاضي القضات هم پاتې شوى چې ډير شمير ملگري يې په دواړو دندو کې بريالى بولي .
له ښاغلي شينواري ١٤ اولادونه پاتې دي چې اته يې زامن دي.

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir