.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

پاکستان ته د کرزی سفر

پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزی سفر په ډیره یوه حساسه اوجالبه موقع کې تر سره شو. لومړی، د پاکستان اردو خپل د تیرو څو کلونو اوږد سکوت مات کړی او دایې واضح کړه چې د سیمې د ثبات لپاره په صداقت کار کوی، یو با ثباته، دوستانه او ښه افغانستان غواړی او له بل لوری دا هم نه غواړی چې په افغانستان کې دوهم دلیلاما شتون ولری، یعنی د هند حضور چې پاکستان یې د خپلې خاورې امنیت ته لوی ګواښ بولی.
کد خبر: ۴۰۶۳
تاریخ انتشار: ۱۳۸۸/۱۲/۲۵ - ۱۱:۰۱
تعداد بازدید: ۶۳۹


سرچینه: فرانټیر پوست ورځپاڼه

ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی

پاکستان ته د افغان ولسمشر حامد کرزی سفر په ډیره یوه حساسه اوجالبه موقع کې تر سره شو.

لومړی، د پاکستان اردو خپل د تیرو څو  کلونو اوږد سکوت مات کړی او دایې واضح کړه چې د سیمې د ثبات لپاره په صداقت کار کوی، یو با ثباته، دوستانه او ښه افغانستان غواړی او له بل لوری دا هم نه غواړی چې په افغانستان کې دوهم دلیلاما شتون ولری، یعنی د هند حضور چې پاکستان یې د خپلې خاورې امنیت ته لوی ګواښ بولی.

فرانټیر پوست ورځپاڼه لیکی چې پاکستان په افغانستان کې د هند له نفوذ څخه په ویره کې ده .

خو د ورځپاڼی په باور حامد کرزی پاکستان ته د خپل سفر پر مهال له افغانستان څخه د امریکایی سرتیرو د وتلو د هغې ستراتیژۍ پر سر  ډیر تمرکز وکړ چې د بارک اوبهاما له خوا طرح شوی ده .

ورځپاڼه لیکی چې ښایې ولسمشر کرزی له دې ویره ولری چې که چیرته امریکا له افغانستان څخه پاکستان ته مخ واړوی نو ښایې ملک یې  ډیر بی ثباته شی هغسی بی ثباته چې له افغانستان څخه یو مهال امریکا عراق ته مخ اړولی وو چې اوس یې هم پایلې ښې واضح شوی دی.

د فرانیټر پوست پر وینا چې کرزی په اسلام آباد کې دوه ډوله خبری وکړی له یوه پلوه یې له طالبانو سره په خپله خاوره کې د سولې او ملکی ژوندانه ته د هغو د را ګرځولو خبره وکړه او بله دا چې هغه له پاکستان څخه د وسلو د پیرلو مطالبه وکړه چې د ورځپاڼی په باور د کرزی دغه دوه خبری په ټکر کې ضداو نقیصی بریښی.

ورځپاڼه لیکی چې پاکستان ته د کرزی د سفر پرمهال کرزی دا خبره یاده نکړه چې د  اپریل د میاشتې د سولې په جرګه کې به د پخوانۍ  جرګې په څیر د پاکستان استازی هم برخه ولری که څنګه خو هغه د پاکستان له اردو سره د ګډی همکارۍ ژمنه وکړه او له پوځ څخه یې وغوښتل چې د هیواد د امنیت لپآره یې ورسره هغسی هڅی وکړی لکه دخپل هیواد لپاره چې یې کوی.

په ورته وخت کې په افغانستان کې ټولې ښکیلی غاړې، بهرنیان او کورنیان په دې لټه کې دی چې له افغانستان څخه د امریکایی سرتیرود احتمالی خروج څخه خپله خپله ګټه پورته کړی چې د ورځپاڼی په باور د پاکستان اردو هم دغې  شومې ته سترګی سرې کړی دی.

ورځپاڼه لیکی چې طالبان دغلته د کلی رول لوبوی.

او دا به په راتلونکی کال کې ثابته شی چې آیا افغان او یا هم امریکایی ځواکونه به په را روان هجری لمریز کال کې  طالبانو ته سخته ضربه وارده کړی او که به طالبان د دغې سیالۍ  ګټونکی شی، خو هغه څه چې روښانه دی هغه دا دی چې افغانستان به دا ځل دې ته پرینښول شی چې یو ځل بیا د تاوتریخوالی په سمندر کې ډوب شی ځکه چې د دغې ماتې بوج به ټولو هغو ښکیلو لوبغاړو ته د نه وړلو وړ وی چې په افغانستان کې دخیل دی.

فرانټیر پوست ورځپاڼه په پای کې لیکی چې په سیمه کې به عادلانه سوله ټولې غاړې دې ته اړ باسی چې یو د بل له ګواښولو لاس واخلی او د افغانستان ستونزې ته د کمپیوتر د یوه سویچ د کیکاږلو په څیر د سولې ټکی کیښودل شی.

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

جاوید مومند

کوری پاکستان تل زمونږ د کورنی مسایلو کی لاس وهنی کوی ز وایم چی پاکستان باید پو شی چی مونږ یو دین یو مزهب او یوه ژبه لرو خو زما په نظر دوی غواړی چی زمونږ ګران هیواد تل د شخړو میدان وی ځکه دوی وای که چیری افغانستان آرام شی زمونږ هیواد به خطر سره مخ شی یو خو هندوستان نه په ویره کی ده له بلی خوا امریکی نه له دیرش کالو سخه د هیواد زمونږ ملی ګته ته په بد نظر ګوری.

 
طراحی و تولیدwebsource.ir