لیکنه: نوراحمد عایل

شیخ طنطاوی
شېخ محمد سید طنطاوی د مصر هېواد تر ټولو سترمذهبی سړی او د ستر اسلامی پوهنتون الازهر رییس د تېرې چارشنبې په ورځ مارچ په لسمه، سهار د زړه د حملې له امله د سعودی عربستان په مرکز ریاض ښار کې د ۸۱ کلنۍ په منگ ومړ،نوموړی د الازهر ۴۷ مشر و، او شاوخوا ۱۴ کاله کېږی چې د الازهر رییس و.
شېخ طنطاوی سعودی عربستان ته د ملک فیصل د علمی جایزې د وېشلو لپاره تللی و ، داسې ویل کېږی چې سعودی ته روان شوی وو، بېخی روغ جوړ و.
شېخ طنطاوی ته دعوت ورکړشوی و، چې له سعودی عربستان وروسته د عراق کوردی سیمې ته ولاړ شی او د الازهر اړوند دوو مدرسو په پرانسته کې برخه واخلی.
د نوموړی د خـښولو مراسم په مدینه منوره کې ترسره شول اوپه جنة البقیه کې خاورو ته وسپارل شو.
شېخ محمد طنطاوی د مصر په مرکزی سیمه، د سوهاج ولایت د ختیځ سلیم په کلی کې زېږېدلی و.د اسلامی علومو زده کړې یې د مصر په شمال د سکندریې په بندر کې پیل کړې. خپلې زده کړې یې د الازهر پوهنتون کې د حدیث او تفسیر په څانگه کې په لوړه درجه پای ته ورسولې. او د همدې پوهنتون د دینی اصولو په پوهنځی کې د تدریس په چارو بوخت شو.
نوموړی له دې وروسته د تدریس په خاطر د څلورو کالونو لپاره لېبیا ته ولاړ، له هغه وروسته مدینې ته ولاړ؛ تر څو چې په ۱۹۸۶ زېږدی کال د مفتی درجې ته ورسېد، اوپه ۱۹۹۶ زېږدی کال د شېخ جادالحق له وفات وروسته د الازهر پوهنتون رییس یانې د مصر تر ټولو ستره مذهبی څوکۍ وروسپارل شوه.
د الازهر پوهنتون ریاست په ټوله اسلامی نړۍ کې ډېر ستر مقام شمېرل کېږی او ټول اسلامی امت ورته په ډېره درنه سترگه گوری.
شېخ طنطاوی د یوه اسلامی عالم او د قرانکریم د مفسر په توگه د خلکو په منځ کې ځانگړی مقام لری ، او د اسلامی نړۍ لپاره د فتواوو مهم مرکز گڼل کېږی.
د نوموړی ځېنې نامتوکتابونه دادی: تفسیر وسیط چې د قرانکریم ځېنې ایاتونه یې پکې تفسیرکړی، د بنی اسرایل په نامه کتاب چې یهود یې د قرانکریم له لیدلوری پکې څېړلی دی، همدارنگه (بانکی معاملات د فقې له نظره) یې د یادولو وړ دی.
خوشېخ به چې کله کله فتواوې ورکولې ، ډېر جنجال به ترې راپورته کېده، دده ځېنې دا فتواوې به د ځینوبنسټ پالو مسلمانانو نه خوښېدلې ، خود یوشمېر نویو ځوانانو چې لږ،لږ به د لوېدیځ لورې ته ورمات وو د خوښې وړ گرځېدې. ځینې فتواوې یې بیا د هېچا نه خوښېدلې.
له یوه لوری به یې فتوا ورکوله چې بانکونه چې کومه ګټه خلکو ته دهغوۍ د پیسو په بدل کې ورکوی ربا ده او حرامه ده له بل لوری به یې هغو ښځو ته چې په زور پرې جنسی تېری شوی وی، او دهغه له امله حاملداره شوې وی د هغوسقط جینین یې روا باله.
د شېخ په ډېری سیاسی فتواوو باندې خلکو نیوکې کولې او چندانې یې نه خوښېدلې.تردې چې د ژوند په وروستیوکې یې د مصر ډېریو خلکو په فتواوو غوږ نه گراوه او چندان پروا یې نه کوله او د خپلو شخصی مسایلو په باره کې به یې نورو مفتیانو په فتوا عمل کاوه.چې په دې سره شېخ یوازې له رسمی لوری مفتی اعظم شمېرل کېده.
کله چې امریکا او متحدین یې په عراق یرغل ته ځان چمتوکاوه شېخ علی ابوالحسن د الازهر پوهنتون د فتواوو د شورا رییس فتوای ورکړه چې که چېرې امریکا او انگرېزان په عراق یرغل وکړی ، نو د دوی د سرتېرو وژل حلال دی او له دوی سره جنگ واجب دی او هر مسلمان چې په دې جگړه کې ووژل شی شهید گڼل کېږی.شېخ طنطاوی د همدې فتوا له امله شېخ ابوالحسن له خپلې څوکۍ لرې کړ او شېخ نبوی محمد العش یې پر ځای کېناوه.
کله چې امریکایی ځواکونو په عراق کې انتقالی دولت جوړ کړ، شېخ نبوی محمد العیش فتوا ورکړه چې د عراق انتقالی دولت نامشروع دی او له هغه سره همکاری حرامه ده، شېخ طنطاوی نوموړی هم له څوکۍ لرې کړ اوقضایی مراجعو ته یې معرفی کړ.
نوموړی د یوې فتوا په صادرولو سره له لوېدیځوالو سره د طالبانو جګړه هم ناروا بللې وه او په ټولو اسلام پالو جنیګیالو یې غږ کړی وو چې سولې ته غاړه کېږدی.
شپږ کاله مخې کله د فرانسې ولسمشر نیکولای سارکوزی د فرانسې د کورنیو چارو وزیر و، له الازهر پوهنتون څخه په لیدنه کې شېخ طنطاوی ورته وویل: د فرانسې په ښوونځیو کې په مسلمانو نجونو د پړونی په اغوستلو بندیز د فرانسې حق دی او له هغو سره مخالفت د فرانسې په کورنیو چاروکې لاس وهنه ده.دده دې خبرې په مسلمانو ټولنو کې سخت غبرگونونه راوپارول، خو د مصر ولسمشر حسنی مبارک یې هرکلی وکړ.
دوه کاله مخکې چې د حسنی مبارک د ناروغۍ خبر خپور شو شېخ طنطاوی وویل هر خبریال چې دا خبر خپور کړ باید په دورو ووهل شی ، چې دې فتوا یې هم په مطبوعاتو او د خلکو تر منځ جنجال راپورته کړ.
فهمی هویدی وتلی خبریال او شنونکی ولیکل: شېخ چې د مصری حکومت په شکنجې، انحصارگرایی او په ټاکنو کې په درغلی سترگې پټوی او چپ پاتې کېږی ښه به دا وی چې له بودایی راهبانو یې زده کړی چې څنگه د حکومت په مقابل کې د ملت په خوا کې ولاړ وی.
یوکال وړاندې کله چې اسرایلیانو په غزه باندې خپل بې رحمه یرغل جاری ساته او غزه یې کلابنده کړې وه ، شېخ طنطاوی د دینونو په نړیوال کنفرانس کې د اسرایلو ولسمشر شیمون پیرس ته د ستړې مشې په پار لاس ور اوږد کړ ، اسرایلی ورځپاڼو په دې سره ولیکل چې : دا شېخ و،چې لومړی یې زموږ ولسمشر ته لاس ور اوږد کړ.
د مصر رسنیو په نوموړی ددې عمل له امله توندې نیوکې وکړې حتې تر دې چې د مصر په پارلمان کې یو مجلس جوړ شو چې نوموړی له خپلې دینی څوکۍ څخه لرې کړی.
پنځه میاشتې مخکې کله یې چې د الازهر پوهنتون د جینکیو له منشی تون څخه لیدنه کوله ،کله یې چې ولیدل چې یوې جینکۍ مخ په پړونی کې پټ کړی دی ،نوموړی ورته وویل چې پړونی له مخ څخه لرې کړی ،جینکۍ مقاومت وکړ ،خو شېخ ورته غصه شو ،له هغه وروسته یې حکم وکړ چې په الازهر پوهنتون او د الازهر پوهنتون په ټولو اړونده مدرسو کې د نجونو لپاره د مخ پټول منع دی ، دمصر د ښوونې او روزنې وزارت هم دا خبره د خپل هېواد په ټولو ښوونځیو کې پلې کړه.خو د مصر هېواد د عدالت ادارې د ښوونې او روزنې وزارت دا فرمان لغو کړ.