ولسمشر او د ټاکنو ددویم پړاو نوماند حامد کرزی د خپل سیال عبدالله عبدالله هغه شرطونه هم رد کړل چې په دویم پړاو کې یې د گډون لپاره رامخې ته کړی وو .
خو ښاغلی کرزی بی بی سی ته په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې په لومړی پړاو کې یې ځینې داسې والیان پر وړاندې ودرېدل چې ده پر دندو گمارلی وو چې هغه یې لرې نه کړل دوی هم نه شی لرې کولای .
په ځانگړی ډول داسې مهال چې دغو چارواکو هېڅ راز ناقانونه چاره نه ده تر سره کړې .
ښاغلی عبدالله تر هغې څو ورځې وروسته په ټاکنو کې د گډون په موخه شرطونه وړاندې کوی چې ولسمشر حامد کرزی د ایتلاف گونگوسو ته د پای ټکی کېښود او دویم پړاو ټاکنو ته یې خپل چمتووالی وښود .
ښاغلی عبدالله د تېرې دوشنبې په ور ځ (د اکتوبر ۲۶ مه ) په کابل کې خبریالانو ته وویل چې ځینې حکومتی چارواکی په ټاکنو کې د ولسمشر حامد کرزی پلوی کوی، نو اړینه چې د کورنیو چارو د وزیر حنیف اتمر د پوهنې د وزیر فاروق وردگ، د سرحدونو او قبایلو د سرپرست وزیر اسدالله خالد د سیمه ییزو ارگانونو د ادارې د مشر جیلانی پوپل دندې وځنډول شی .
نوموړی د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د مشر عزیز الله لودین او د یاد شوی کمیسیون د دارالانشاء د مشر داود علی نجفی او د هغه د مرستیال زکریا بارکزی د گوښه کولو غوښتنه هم وکړه ، او انگیرنه یې داده چې گنې دوی بې پرې نه دی .
خو ښاغلی کرزی بی بی سی ته وویل چې دا چاره نه شونې ده او نه قانونی جواز لری :
زما پرخلاف ودرېدل
((د ټاکنو تر لومړی پړاو د مخه ځینې والی صاحبان، د دولت ځینې جګپوړی مامورین او غړی په ښکاره زما پرخلاف ودرېدل، دوی ما ټاکلی ول، او د انتخاباتو په جریان کې هم معلومه شوه، چې د دولت ځینې غړو خپل ترجیحات درلودل، او پربنسټ یې کار کاوه، خو ما هلته نه دا فیصله وکړه چې زه به څوک تبدیلوم، په دې کې نه د انتخاباتو شفافیت ډېرېږی او نه د انتخاباتو امنیت زیاتېږی ، نو لهذا زه اوس زه دا د افغانستان په ګټه نه بولم چې د تغییراتو خبرې وکړو، دې وزیرانو او مامورینو د دولت د قانون خلاف کوم کار هم نه دی کړی .))
خو که ښاغلی عبدالله له ټاکنو سره پرېکون اعلان کړی نو بیا؟ ښاغلی کرزی وایی پرېکون نه دده قانونی حق دی او نه یې د سیال ځکه چې قانون د دویم ځل ټاکنو خبره کوی، او په وینا یې ټاکنې نه د ده اختیار او نه د کوم بل کاندید حق دی، بلکې ټاکنې د قانون په اختیار کې دی .
ښاغلی کرزی دا هم وویل چې ځینو لوریو ورته د ایتلافی حکومت د جوړولو وړاندیز کړی و، خو وایی ایتلاف او جوړجاړی د افغانستان راتلونکی حکومت ته قانونی مشروعیت نه شی بښلای، ځکه چې د اساسی قانون له مخه باید دویم پړاو تر سره شی .
|
|
|
|
د ولسمشرۍ د لومړی پړاو په ټاکنو کې عبدالله عبدالله په سلو کې څه د پاسه ۳۰. رایې خپلې کړې وې، په داسې حال کې چې د هغه سیال حامد کرزی تر ۵۰ فیصده ډېرې رایې ګټلې وې . |
ښاغلی کرزی وویل چې پر همدې بنسټ یې ځان دویم ټاکنیز پړاو ته چمتو کړی دی .
ولسمشر حامد کرزی د تېر په څېر یو ځل بیا وویل چې دویم پړاو ټاکنې یې ددرغلیو له کبله نه، بلکې د افغانستان د ملی گټو د خوندی کولو په موخه منلی دی .
هغه وویل د ټاکنو له خیلواک کمیسون نه به وغواړی چې کوټه بلل شوې را یی وساتی چې یو مهال د افغانستان ستره محکمه ملی شورا، سپین روبی او نړیوال څارونکی دا رایی بیا و ارزوی چې ایا په رښتیا هم درغلی وی .
ولسمشر کرزی د دې پوښتنې په ځواب کې چې ویل کیږی نړیوالو هڅولی یې او یا یې فشار درباندې راوړ چې جوړجاړی ته غاړه کښېږدئ، وویل چې ((په دې باب څه خبرې کېدې، خو زه بیا هم وایم چې جوړجاړی زموږ ملی مسوولیت دی . ډاکټر صاحب عبدالله او ځینو نورو کاندیدانو په تېرو څو میاشتو کې زما پرخلاف ډېر څه وویل، خو ما کله هم د دوی ځواب ورنه کړ او پټه خوله پاتې شوم، دا ځکه چې دا خاوره د تشنج توان نه لری او نه باید پکې وی . ))
د بی بی سی دې پوښتنې ته چې په تېرو څو کلونو کې له طالبانو سره د سولې په اړه هلې ځلې وشوې بریالۍ نه وې، ایا دی کومه بله تګلاره هم لری ، حامد کرزی وویل چې بریالۍ ځکه نه وې چې نړیوال وضعیت ورته چمتو نه و، خو دا ملی غوښتنه اوس هم دوام لری او موږ هڅه کوو چې نړیوال حالات هم ورته برابر کړو .
ټاکل شوې ده چې د ولسمشرۍ د دویم پړاو ټاکنې د راتلونکې نومبر میاشتې پر اوومه وشی .
د ولسمشرۍ د لومړی پړاو په ټاکنو کې عبدالله عبدالله په سلو کې څه د پاسه ۳۰. رایې خپلې کړې وې، په داسې حال کې چې د هغه سیال حامد کرزی تر ۵۰ فیصده ډېرې رایې ګټلې وې .
خو وروسته له هغه چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون شاوخوا یو میلیون رایې باطلې اعلان کړې، کرزی دویم پړاو ټاکنو ته سلا شو .