د ۲۰۰۱ زېږدی کال په د اکتوبر په اوومه امریکایی او برېتانوی ځواکونو په امریکا کې دسپټامبر د ۱۱مې دبریدونو په ځواب کې په افغانستان یرغل وکړ او ورسره جګړه پیل شوه .
د (( تلپاتې ازادۍ )) په نوم ددغو عملیاتو موخه دا وه چې اسامه بن لادن او د القاعده شبکې لوړ پوړی چارواکی ونیسی او محکمې ته یې راکاږی .
دغه راز دوی غوښتل چې القاعده شبکه او د طالبانو رژیم چې ددغې شبکې مشرانو ته یې پناه ورکړې وه له منځه یوسی .
ددغو علمیاتو په پیل کې امریکایی او بریتانوی ځواکونو هوایی بریدونه کول او ځمکنی عملیات یې پخوانیو مجاهدینو چې دا مهال د شمالی ټلوالې په چوکاټ کې راغونډ شوی پر مخ بېول .
د ولسمشر پخوانی مرستیال او ددفاع پخوانی وزیر محمدقسیم فهیم چې دشمالی ټلوالې دمشرانو په کتار کې راځی په دغې جګړه دطالبانو پر ضد د ځمکنیو عملیاتو مشری کوله .
امریکایانو تر دې مخکې چې عملیات پیل کړی پنجشېر ته ولاړل او هلته یې دشمالی ټلوالې له مشرانو سره وکتل .
ښاغلی محمدقسیم فهیم له ببرک احسا س سره په یوه مرکه کې له امریکایی چارواکو سره دخپلې لومړۍ لیدنې کیسه داسې کوی :
وړاندې تر دې چې امریکایان په افغانستان کې د طالبانو او ترهګرو پر وړاندې جګړه کې ښکېل شی د افغانستان ملی متحدې ټلوالې مقاومت کاوه او سیمې یې تر کنټرول لاندې وې.
د سپټمبر د یوولسمې له پېښې وړاندې ددغې میاشتې په نهمه نېټه احمد شاه مسعود ووژل شو او د مقاومت د جبهو مسولیت ماته را وسپارل شو.
کله چې د سپتمبر د یوولسمې پېښه وشوه په لومړی سرکې امریکایان په خپلو کورنیو ستونزو بوخت و او حالت ورته ډېر پېچلی ښکارېده.
وروسته هغوی متوجه شول او پرېکړه یې وکړه چې باید د القاعدې او ترهګرۍ مرکز ته پام واړوی.
په دې اړه هغوی باید افغانستان ته مراجعه کړې وای او په لومړی سر کې یې زموږ له ټلوالې سره اړیکی ونیول.
![]() | |
د هغوی یو استازی د ازبکستان له لارې پنجشېر ته راغی او موږ ورسره وکتل.
دغه پلاوی چې مشری یې جنرال ګېری کوله وویل چې نړیواله ټولنه او امریکا غواړی د ترهګرۍ او القاعدې پر وړاندې جګړه وکړی، تاسو په دې برخه کې څه مرسته کولای شیء؟
موږ ورته وویل چې پنځه کاله کېږی د طالبانو او القاعدې پر وړاندې جنګېږو او وروستی زیان یې چې موږ وګاله هغه د آمر صېب وژل کېدل و، نو نن چې نړیواله ټلواله جوړېږی او نړۍ دې ته تیاره ده چې راشی د طالبانو د ماتولو لپاره له موږ سره مرسته وکړی، موږ یې هر کلی کوو.
په دې توګه په یوه روښانه فضا کې همغږی وشوه او کار پیل شو.
پوښتنه: په یو شمېر اسنادو کې چې امریکایانو خپاره کړی ویل شوی په لومړیو ورځو کې چې امریکایان راغلل او له تاسو یې د همکارۍ غوښتنه وکړه ستاسو یو شمېر همکارانو او په ځانګړې توګه تاسو ته یې ډېرې زیاتې پیسې درکړې، آیا تاسو ددې همکاری په بدل کې ځانګړی شرایط لرل؟
ځواب: په دې اړه چې هغوی پیسې ورکړی، ځواب دادی چې هو دا کار شوی، خو څنګه یې دا پیسې ورکولې؟
کله چې موږ نقشې ته کېناستو او پروګرام مو جوړ کړ او په دې پروګرام کې یوې خواته له امکاناتو برخمنه امریکا او نړۍ وه .
له بلې خواته موږ، هغوی له موږ وغوښتل چې څه اړتیاوې لرو، موږ ورته وویل چې موږ بل څه ته اړتیا نه لرو، یوازې د مقاومت د جبهو د دومره سرتېرو تیارول او د هغوی په خواکې د نورو سرتېرو په کار ګومارل لوژستیکی امکاناتو ته اړتیا لری، هغوی ومنله چې په دې اړه تیار دی له موږ سره لوژستیکی مرستې وکړی چې موږ ستونزه ونه لرو.
په ریښتیا هم د مقاومت جبهو په دې کچه چې د امریکا ملګرتیا دې وکړی او جګړه دې پیل کړی هغومره مادی امکانات نه لرل. کومې پیسې چې هغوی ورکړې د جبهو د جوړولو او په کار اچولو په لاره کې ولګول شوې.
پوښتنه: دغه عملیات تاسو څنګه همغږی کړل، د امریکایانو امکانات څه و او څنګه مو پیل کړل؟
ځواب: په هغه وخت کې دوه ډوله فعالیتونه کېدل. په لومړی پړاو کې امریکایانو د عملی جګړې په اړه شک درلود، له دې امله چې پاکستان او د پاکستان استخباراتی ادارې آی اس آی ډېره هڅه کوله امریکا پوه کړی چې جګړه ونکړی او پاکستان ژمنه کوله چې ترهګر به ژوندی په لاس ورکړی او داسې نور.
دې خواته موږ هم هڅه کوله له هغو امکاناتو چې نړۍ کې منځته راغلی و ددې لپاره چې زموږ دښمن له افغانستانه ورک شی هغوی مو هڅول چې مخامخ جګړه کې ښکېل شی.
په لومړی سر کې امریکایانو وغوښتل چې د هوایی بریدونو له لارې پرمخ ولاړ شی او مثبتې پایلې ته ورسېږی، په دې پړاو کې ډېره جدی همغږی نه وه رامنځته شوې.
خو څو ورځې وروسته چې هغوی په بېلابېلو ځایونو او ښارونو بمباری وکړه څه لاسته راوړنه یې نه لرله او له خپل کار نه یو ډول نهیلی شول.
وروسته ما د هغوی عمومی قوماندان جنرال تومی فرانکس ته بلنه ورکړه او هغه دوشنبې ته راغی. ما له هغه سره د هغه په خپله الوتکه کې چې د قوماندې مرکز یې هم و خبرې وکړې او په دې مې راضی کړ چې د طالبانو ټول امکانات او ځواک د جګړې په لومړۍ کرښه کې دی او د جبهې شاته څه نه لری.
|
دلیل
|
له همدې سره چې طالبان په لومړۍ کرښه کې مات شی د هغوی تر مرکزه چې کندهار دی نه شی ټینګېدلای.
هغه وویل چې تاسو په څو جبهو کې د برید لپاره تیار یاست؟
ما ورته وویل موږ کولای شو په یوه وخت د مزار شریف، تالقانو او کابل په جبهو کې عملیات وکړو.
امریکایانو د جګړې لومړیو کرښو ته نژدې بریدونه پیل کړل او موږ لومړی د مزار شریف له جبهې نه خپل مخامخ ځمکنی عملیات پیل کړل.
په تخار کې هم ښار ته ننوتو او د کابل په جبهو کې هم جګړه پیل شوه.
د طالبانو د جګړې پیاوړې کرښه د کابل جبهې وې، چې په یوه شپه کې یې مقاومت پای ته ورسېده او مجاهدین کابل ته ننوتل.
پوښتنه: کابل ته ستاسو د ننوتو په اړه ویل کېږی چې له امریکایانو سره یو ډول تفاهم شوی و.
په دې توګه چې امریکایانو له تاسو غوښتی وو یوازې د ښار ترڅنډو به ځیء او کابل ته به نه ننوځیء او واک به نه نیسیء، آیا داسې څه هوکړه شوې وه؟
ځواب: په هېڅ صورت داسې کوم تړون نه و شوی، خو په دې هوکړه شوې وه او موږ خپله هم په دې فکر و چې باید وسله وال ځواکونه کابل ته دننه نه شی.
خو کله چې د طالبانو د جګړې کرښه په بګرام او باریکاب کې ماته شوه، هغوی بې له ځنډه له کابله ووتل، مجاهدین له کابله د طالبانو د وتو د سبا تر ماسپښینه هم ښار ته ننه نوتل.
طالبانو چې کله د کابل فضا تشه ولیدله بېرته یې ښارته د راتلو هوډ وکړ.
موږ ددې لپاره چې د لوګر لخوا مو بېرته ښارته د طالبانو د راتګ مخنیوی کړی وی اړ شوو چې کابل ته ننوځو او له کابل نه د دفاع کرښې جوړې کړو.
پوښتنه: کله چې امریکایان راغلل او افغانستان ته ننوتل هدف یې د طالبانو د حکومت پرځول او د القاعدې او ترهګرو تعقیبول او له منځه وړل و، اوس موږ وینو چې هم طالبان په ډېر توان سره او هم القاعده له ډېر ګواښ سره شتون لری، په دې اړه تېروتنې په لومړیو کې وشوې، که وروسته؟
ځواب: هغه پوځی کړنلارې چې په لومړیو ورځو کې ترې ګټه واخیستل شوه بریالۍ وې، طالبانو ماتې وخوړه او ووتل، القاعدې ګوزار وخوړ او ډېری کسان یې ووژل شول او د افغانستان له پولې ووتل.
له پوځی پلوه هېڅ ستونزه نه وه.
د مجاهدینو او تکنوکراتانو ترمنځ یو پیاوړی ګډ حکومت جوړ شو.
دلنډ مهالې ادارې په شپږو میاشتو او د منځمهالې ادارې په دوه نیمو کلونو کې چې ټول درې کاله کېږی په افغانستان کې آرامی او ډاډ حاکم و او د القاعدې او طالبانو هم څرک نه لګېده.
هغه مهال هره موضوع یا معامله چې وه نور یې په موږ افغانانو پورې تړاو نه درلود او باید خارجیانو او امریکا له پاکستان او د دغه هیواد له سرحدی سیمو سره کړې وای، خو له سیاسی اړخه یوه ستونزه رامنځته شوه، هغه داوه چې تکنوکراتانو، ولسمشر کرزی، امریکایانو او د هغوی لوېدیځو ملګرو په حکومت کې د مجاهدینو د شتون اړتیا هېره کړه او هوډ یې وکړ چې په یوازې سر له مجاهدینو اود هغوی په اصطلاح له جګړه مارانو پرته د ټاکنو او ډیموکراسۍ پر لورې ولاړ شی.
![]() | |
| ښاغلی فهیم دا ځل هم ولسمشر کرزی د خپل مرستیال په توګه نومولی دی . |
دې خپله بې باوری رامنځته کړه.
په دویم پړاو کې مجاهدین له سیاسی تشکیلاتو لرې وساتل شول.
نه یوازې داچې د مجاهدینو مشران چې موږ، زموږ وزیران او ملګری و له صحنې ووتو، بلکې تر ټیټو پوړو هڅه وشوه چې په ټاکل شوی حکومت کې مجاهدینو ته ځای ورنکړل شی.
پوښتنه: تاسو څنګه دا ادعا کولای شیء، په داسې حال کې چې د ولسمشر مرستیال اوس هم د احمدشاه مسعود ورور دی، ډېری وزیران پخوانی مجاهدین دی، پارلمان له پخوانیو مجاهدینو ډک دی، څنګه دوی له نظامه ووتل؟
ځواب: زما هدف هغه مجاهدین دی چې دښمن، طالبان او القاعده یې ماته کړې وه او مقاومت یې کړی و.
هڅه وشوه چې هغوی له صحنې وباسی کنه که مجاهدین وایو خپله ښاغلی کرزی هم مجاهد دی، خو تر ډېره زما هدف د مقاومت ځواکونه دی، نن تاسو ګوریء چې د افغانستان حالت کړکېچن دی.
پوښتنه: او نه یوازې داچې کړکېچن دی، بلکې د نړۍ د دوه څلوېښتو پیاوړو هېوادونو پوځونه چې چې په افغانستان کې دی په دې اتو کلو کې د نهیلۍ ښکارندویی کوی او وایی ښایی موږ مات شو.
فکر نه کویء چې دغه ماتې به یوازې نړۍ ته نه بلکې افغانستان ته هم ډېر ه ګرانه پرېوځی؟
ځواب: زه فکر نه کوم چې نړیوال ځواکونه به په افغانستان کې مات شی یا خدای ناخواسته افغان حکومت به و پرزېږی.
طالبان هغومره پیاوړی نه دی لکه پخوا یې چې جبهې لرلې، مشرتابه یې لاره او جګړه یې کوله، ستونزه داده چې اوس په افغانستان کې همغږی نشته، اړتیاوې او کارونه نه دی پېژندل شوی.
د افغان او بهرنیو ځواکونو او په خپله د بهرنیو ځواکونو ترمنځ همغږی نه لیدل کېږی.
دا ټول هغه لاملونه دی چې دلته یې کارونه یې له ستونزو سره مخامخ کړی.
ددوی لویه تېروتنه داوه چې د افغانستان پوځ یې لغوه کړ، تېروتنه له همدې ځایه پیل شوه او له دې وروسته ورته ډېر جنجالونه جوړ شول.