مرکه کونکی : کیم سین ګوپتا
منبع : انډپنډنټ ورځپاڼه ( لندن )
نېټه : ۲۰۰۹/۹/۱۲
ژباړن : نثار احمد صمد
ما امریکا ته وویل چی د طالبانو سره خبری وکړﺉ ، خو هغوی بندی کړم
پخوانی خارجه وزیر [عبدالوکیل متوکل ] کیم سین ګوپتا ته وویل چی لویدیځ باید د افغانستان د سخت دریځو سره خبری اتری وکړی .
دا هغه سړی دی چی خلکو په ظاهره مُلا باله ، یا دا چی د انټرنیټ مُلا او یا یې هم د طالبانو « رودولف هیس » باله . وکیل احمد متوکل د طالبانو خارجه وزیر و . دا همدﺉ و چی د ۲۰۰۱ په اکتوبر کی یعنی د سپټمبر د یوولسمی تر حملې یوه میاشت وروسته او پر افغانستان باندی د امریکا تر یرغل صرف څو اوونۍ مخکی یې د سخت دریځی مذهبی مشرتابه سره اړیکی وشلولې او هڅه یې وکړه چی د واشنګټن سره د سولی د یوې معاملی منځګړتوب وکړی .
اته کاله وروسته ، چی لویدیځ په افغانستان کی د جنګ سره د خلکو د مخالفت د ډیرېدو په څپو کی دا هلی ځلی راپیل کړی چی د افغانستان لپاره کومه تړلې او منطقی تګلاره ولټوی ، ملا متوکل دا ادعا کوی چی لویدیځ څو څو واره د سولی فرصتونه برباد کړی دی .
ده وپوښتل چی : « موږ د هغه راهیسی خورا ډیر جنګونه لیدلی ، بیحده ډیری وینی توی سوی ، دا ولی وسول ؟ خو هغوی اوس وایی چی موږ به د ځینو طالبانو سره خبری اتری وکړو . دا هغه څه وو چی ما تر دې جګړې فقط لږ څه مخکی ورته ویلی وو . ما دا وړاندیز ورته کړی و چی دوی د اړونده کسانو سره په تماس کی کړم . خو د دوی ځواب دا و چی زه یې بندی کړم . »
ده وویل چی د طالبانو سره د خبرواترو تګلاره همدا اوس د امریکې او برتانیې لخوا د دوی د نهایی وتونکې ستراتیژۍ په توګه قبوله سوه ، او دا هغه څه دی چی اته کاله وړاندی لا باید سوی وای چی هغه مهال طالبان په خپل کمزوره ترین حالت کی وو . ده اخطار ورکړ چی طالبانو اوس د جګړې په ډګر کی د لویدیځ ځواکونو پر ضد د بریالیتوب مزه وڅکله او نور نو دا مشکله ده چی ماتې به خوری . هغوی اوس په دې هم ښه پوهیږی چی په افغانستان کی د لویدیځو ځواکونو شتون او اشتغال هلته په اروپا او امریکا کی د مخالفتونو سره مخامخ دی .
دﺉ وایی چی « دوی طالبانو ته هیڅ اهمیت نه ورکاوه چی هغه دی اوس په پاکستان کی خورا پیاوړی سول. دا هر څه د هغوی سره د خبرواترو د انکار نتیجه ده حال دا چی پر پوځی لاروچارو ډیر زور سوی دی »
ښاغلی متوکل چی د ملاعمر د نږدې سلاکار په توګه ډیر مشهور سوی ، د دغه ړانده مشر سره وروسته له هغه پاکستان ته وتښتېد چی امریکا او مخالف شمال اییتلاف کابل ونیو . دﺉ وایی چی زه بیرته د حامد کرزی تر اطمینان راکولو وروسته راستون سوم ، ځکه زه د نیول کېدونکو کسانو په لیست کی شامل نه وم . خو وروسته د امریکایانو لخوا ونیول سوم او اتلس میاشتی په توقیف کی کښېنوول سوم چی لومړی په کندهار کی او بیا د بګرام په هوایی اډه کی بندی وم . د بهرنیو چارو دغه پخوانی وزیر باالاخره بېله کوم تور او جُرم څخه بیرته خوشی سو، او وروسته د ښاغلی کرزی لخوا ورڅخه وغوښتل سوه چی د طالبانو د مختلفو ډلو سره خبری اتری ترتیب کړی . خو د طعنې په توګه چی کله ده په ۲۰۰۶ کی په انتخاباتو کی ځان کاندید کړ نو کامیاب نسو ، دغه پخوانی خارجه وزیر په پښتنی جنوب کی د عصری کولو د یو ځواک په توګه ګڼل سوی دی .
دﺉ په دې وروستیو کی په هغه ډله کی شامل و چی مکې [معظمې] ته ولاړ ترڅو په هغو خبرواترو کی برخه واخلی چی د سعودی په منځګړتوب د طالبانو د استاځو سره کېدې . ده وویل چی « یو هغه اصلی علت چی زه بیرته افغانستان ته راغلم دا و چی نوی حکومت ته می ویلی وای چی : وګورﺉ ، موږ ټول افغانان یو ، په طالبانو کی داسی خلک سته چی غواړی خپله سابقه ایسته وغورځوی او د سیاسی بهیر سره یو ځای سی . ما زیار وایست چی امریکایانو ته هم همدا خبره وکړم ، خو هغوی کومه مینه نلرله . بلکی هغه یوازینی څه چی دوی هماغه مهال غوښت دا و چی مُلاعمر چیری دی ، اسامه بن لادن چیری دی . خو زه په خبر نه وم . دوی بس زما څخه دا غوښته چی یو څوک افغانستان ته راستنیږی ، چیری پټ وو ؟ خو زه تر اوسه هم نه پوهیږم چی هغوی چیری دی . »
ښاغلی متوکل وایی چی زما سره په جسمانی توګه ناوړه رویه نه ده سوې ، « خو په دماغی او روحی توګه تحقیر سوی یم . زه یې نه پرېښودلم چی بیده سم . ما ته کافی اوبه نه راکول کېدې ، زه یې تهدیدولم . خو وروسته دا شرایط سم سول او کتابونه هم راکول سول . کله چی یې ایله کړم نو ویې هڅولم چی د طالبانو د ځینو مشرانو سره خبری اتری وکړم . کېدای سی چی یو څو طالبان راوستل سی ، خو په دې سره دا ټول جنګ پای ته نسی رسېدای . بلکی د دې کار لپاره باید د هغوی د مشرانو سره خبری وسی .
خو ښاغلی کرزﺉ او ناټو د هغوی څخه غواړی چی باید دا اعلان وکړی چی نور نو نه غواړی وجنګیږی حال دا چی طالبان بیا تر هر څه مخکی د ټولو بهرنیو پوځونو وتل غواړی . ځکه نو باید یوه روغه جوړه وسی . که د طالبانو سره خبری و نه سی ، حل هم منځته نسی راتلای . »
ملا متوکل ، د طالبانو د رژیم د یو لوړچاری مسؤل په توګه د منځنیو پیړیو د بنسټ پالو نظریو ملاتړﺉ بلل کېدﺉ. ده یو ځل په یوه مرکه کی ویلی وو چی « موږ غواړو هغسی ژوند وکړو لکه رسول الله (ص) چی ۱۴۰۰ کاله پخوا کاوه . » دﺉ اوس د هغه مهال د اصلاحاتو د نشتوالی په خاطر نړیوال تجرید او ګوښه توب ترټی او داسی وایی : « موږ صرف د پاکستان ، سعودی عربستان او څو نورو هېوادو سره اړیکی لرلې . که نوری نړۍ هم مخ را اړولی وای ، نو ډیر شیان به سم سوی وای . »
خو کله چی ترې وپوښتل سوه چی آیا دا تجرید او یوازی والی پر ښځو وحشیانه ظلمونه ، د بشری حقوقو عامه ځپنه ، او په بامیان کی د بودا د لرغونو بتانو ورانول حق په جانب ښودلای سی ؟ دا مهال مُلا یو څه نا آرامه غوندی سو او داسی یې وویل : « اشتباهات وسول ، زما په فکر موږ باید هغه ومنو . موږ هڅه کوله چی ځینی قوانین سم کړو ، خو زموږ د ځینو مذهبی علماوو لخوا د ښځینه مسایلو غوندی د ځینو شیانو په هکله مخالفت موجود و . زه د هغه څه پر خلاف وم چی د بودا د مجسمو سره وسول او د اطلاعاتو او کلتور وزیر هم همدغسی دریځ درلود . موږ په دې رایه وو چی [ د بتانو ] مخونه دې وتوږل سی ، خو دا کار پخوا لا سوی و . دا مسأله ستری محکمې ته ولاړه او هغوی فیصله وکړه چی مخونه دی یې له منځه یووړل سی . ما په دې باره کی هیڅ هم نسو کولای . »
اوس دا اندیښنې راپورته سوی چی د طالبانو سره جوړجاړﺉ به د بشری حقوقو لاسته راوړنی زیانمنی کړی . ښاغلی متوکل ټینګار کوی چی د هر څه په باره کی خبری اتری کېدای سی او وایی چی « دا په افغان ولس پوری اړه لری چی تصمیم ونیسی چی څه غواړی . دوی باید په دې قادر وی چی د بهرنیو د لاس وهنی څخه پرته دا کار وکړای سی . او په دې کی د القاعده خبره هم شامله ده . موږ باید ډاډه سو چی القاعده د سولی په وړاندی کوم خنډ نسی . »
د ۲۰۰۱ کال طالبان اوس چیری دی :
سید رحمت الله هاشمی : په ۲۰۰۱ کی د متوکل ترجمان ، په ۱۶ کلنۍ کی د طالبانو سره یو ځای سو ، او د هغوی تر ماتی وروسته د پاکستان کویټې ته وخوځېد تر څو هلته خپله لیسه بشپړ کړی . دﺉ چی کله په ۲۰۰۶ کی د امریکا ښه دوست سو ، نو د امریکا په « یال پوهنتون » کی یې د لوړو زده کړو لپاره عریضه ورکړه چی ومنل سوه او دې کار ځینی محافظه کاران په غُصه کړل .
د عبدالسلام ضعیف مسلک د هغه څه مثال راکوی چی افغان قومی مشران څنګه خپله وفاداری بدلولای سی . د جنوب څخه دغه په قوم علیزﺉ پښتون مشر د شورویانو سره تر جنګ وروسته د طالبانو سره یو ځای سو او ویل کیږی چی د ملا عمر نږدې ملګری و . خو په ۲۰۰۶ کی ده خپل لورﺉ بدل کړ ، طالبان یې پرېښودل چی هغوی هم تیر کال د ده څو باډی ګارډان هغه مهال ووژل چی غوښته یې دﺉ له منځه یوسی .
عبدالسلام ضعیف د سپټمبر د یوولسمی تر حملې وروسته ، چی په اسلام آباد کی د رژیم سفیر و ، د طالبانو عام ویندوی او ښکارندوی و ، خو په ۲۰۰۲ کی ګوانتانامو ته ولېږل سو . دﺉ په خپل هغه کتاب کی چی په ۲۰۰۶ کی یې لیکلی ، د خپلی بېګناهۍ د سخت امتحان په ترځ کی وایی چی هغه « اعتراف » چی ما د خپل خوشی کېدو پر کاغذ لیکلې دی ، وایی چی « زه یو طالب یم ، یو طالب به یم . خو د القاعده سره کوم ارتباطات نه لرم . » پای