.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی      د افغانستان دفاع وزیر د ملي اردو د ځواکونو کمولو په اړه غبرګون وښود     

دګلبدین حکمتیار درسمی استازی سره ځانګړې مرکه

پوښتنه :ښاغلی عابدی که په سره کی راته وویاست چی په دې ورستیو کی د لندن مشهوری ورځپاڼی سنډې ټایمز لیکلی دی (کرزی له حکمتیار سره واک ویشی ) ایا دغه خبره څومره حقیقت لری ؟
کد خبر: ۳۵۴۰
تاریخ انتشار: ۱۳۸۸/۲/۲۹ - ۰۷:۵۴
تعداد بازدید: ۱۲۴۰

پوښتنه  :ښاغلی عابدی که په سره کی راته وویاست چی  په دې ورستیو کی د لندن مشهوری ورځپاڼی سنډې ټایمز لیکلی  دی (کرزی له حکمتیار سره واک ویشی ) ایا دغه خبره څومره حقیقت  لری ؟

محمدداود عابدی : بسم الله الرحمن الرحیم ، اول خو باید ددې خبری تاید وکړم چی زموږ خبری په مستقیم ډول د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت سره دوام دلود . او هغه ټوله حقیقت لری . دوهمه خبره  داچی لکه څنګه چی سنډې ټایمز لیکی  زموږ خبری د کابل د دولت او یا د دکابل دمشرانو سره شوی کامله دحقیقت څخه لیری خبره ده.  نه موږ د کابل ددولت سره یوځای کیږو نه به په راتلونکی کی یوځای شو او نه هم دکابل دولت داسی یو اداره ده چی دهغه سره یوڅوک یوځای  کیدای شی . نه موږ دوزارتونو پر سر ویش کړدی او نه مو کوم ایتلاف کړی دی . داچی حزب اسلامی په خبرو اترو  باور لری خو دهغه طرف سره چی هغه یو صلاحیت ولری او دکابل اداره چی ده هغه یو بې صلاحیته اداره ده  هغوئ خپل واک په لاس کی نه لری نو ځکه د هغوسره خبری اتری هم کومه معنا نه لری . او داسی خبری چی  په رسنیو کی خپریږی دا ټوله داستخباراتی کړیو تبلغات دی ،چی لمخی د حزب اسلامی چی الحمدالله د ولس په منځ کی یو ښه کریډیت  لری او یو ښه جهادی اعتبار لری دخلکو په زړونو کی  مشکوک کړی او بدنامه کړی . ترڅو دمجاهدینو په منځ کی دنفاق او تفریقې لامل پیدا کړی . دریم خبره داده چی دا څه معنا لری چی انجینر صاحب ددریو کلنو لپاره سعودی ته ولاړسی  او هلته دهغه نوم له تور لیست څخه ویستل شی . داخو هیڅ معنا نه لری  او ددې څخه خو دا تعبیریږی چی هرڅوک چی په تور لیست کی وی هغه سعودی ته ولاړ سی  درې کاله تیر کی هلته له تور څخه سپین ته  اړول کیږی  ایا سعودی کومه تصفیه خانه ده چی تروریستان  تصفیه کوی؟؟  دهغه تبلغات دی چی  قابل دقبول ندی  او دداسی خبری خپرول هم زما په نظر یو ګناه ده .

پوښتنه  :ستاسی دخبرو په تړاو چی تاسی دامریکا ددولت  سره رسمی خبری کړی  دی ددغه خبرو اصلی موخه څه وه ؟ او زما دپوښتنی بل اړخ به داوی چی  تاسی دکابل دولت سره ایتلاف ردوئ  که چیری امریکا سره توافق ته ورسیږئ  او امریکا ستاسی څخه دا غوښتنه وکړی چی د کابل دولت سره یوځای شی  په هغه  حالت کی به دحزب اسلامی  عکس العمل څه وی ؟

محمدداود عابدی  : داسی پیشنهادونه په وارو وارو د حزب سره شوی دی په تیرو اته کلونو کی په کراتو کراتو دحزب څخه همداسی غوښتنی شوی  او دامتیازاتو د معملو وړاندیزونه شوی خو حزب اسلامی  په ایتلافی حکومتونو باندی باور نه لری  او کومی خبری چی موږ د امریکا سره لرلې  یا ئې لرو هغه دا دی  چی افغانستان دی  ژرترژره داسی یو حالت ته راسی چی سوله پکښی حاکمه سی . او سوله څنګه حاکمه کیداسی هغه دا چی بهرنی قوتونه دی په عاجله توګه د افغانستان څخه ووځی . او د حزب طرحه داوه چی  یوویش مهاله وخت یا  تقسیم اوقات دی تعین شی . او دهغه لمخی دی دا قوتونه دافغانستان څخه ووځی . یو بین الافغانی مذاکرات جوړ سی .دهغه لمخی یو انتقالی حکومت منځ ته راسی . دیو دولس میاشتو یا اتلس میاشتو لپاره . او دهغه نه وروسته دهمدغه انتقالی ادارې ترنظار ت لاندی  په افغانستان کی انتخابات وسی  او یومنتخب اسلامی حکومت چی دخلکو دارادو منبعث ئې  صحنې  ته راسی او واک په لاس کی ونیسی ددغه  موضوعاتو په سر دامریکایانوسره زموږ خبری روانی دی .

پوښتنه  :ستاسی دخبروپه تړاوکه چیری دیو مهالویش سره سم بهرنیان ووځی او انتقالی اداره منځ ته راسی ایا فکر نه کوئ  دابه د ۱۹۹۰یمو کلنو یوځل بیا تکرارول  نه وی  ؟ځکه هغه وخت هم روسان  ووتل او عبوری حکومت منځ ته راغئ او واک مخالف  ځواکونو ته ولیږدول شو خو مجاهدینو چی څنګه تمه ترې کیده هغسی د ملت  دارادو سره سم حکومت جوړنشو کرای . ایا داستاسی اوسنئ  طرحه به دهغه وخت پښتو ته دیوځل بیا تکرار موقع په لاس ورنه کړی ؟

محمدداود عابدی  : یا دا هغسی نده ځکه یو، فعلا افغانستان  دبین المللی ټولنی سره مخامخ دی  او بل داباید هیر نه کړو چی افغانستان او مجاهدین دهغه وختو مجاهدین  یعنی د ۱۹۹۲ کلنومجاهدین ندی  . ځکه هغه وخت  دوی دیو بین المللی توطیې سره مخامخ وه چی نتایج ئې نن ګورو هغه جنګونه چی وشوه په دې وجه وشوه چی نړیوالې توطیې وی چی د لمخی ځینی ورانکار ټوپکیان دزاړه کمونسټانو سره یوځای دمجاهدینو په نامه دمجاهدینو په لیکو ورګډ شول  او بلاخیره داصلی مجاهدینو په مقابل کی وجنګیدل . موږ ولیدل چی وروسته بیا هغه قوتونه د طالبانو سره وجنګیدل . اوبیا هم هغه قوتونه دی چی نن ورځ په حکومت کی حاکم دی او قوی برخه ددوئ په لاس کی ده . خو که نن ورځ د نړیوالی ټولنی سره په توافق یو اداره رامنځته کیږی  نو دابه نړیواله ملاټر لری اوبلخواملت اوس په دې خبره پوه سوی دی چی په خپلو منځنو کی جنګ کومه ګټه نه لری ولی چی جنګ یوازی بهرنیان په موږ باندی حاکم کوی . بله خبره داده چی هغه وخت قوتونه ډیر واو اهداف ویشل شوی و اوس خو دمخالفینو په سطحه دوه قوتونه په افغانستان کی موجود دی یو دانجینرصاحب ګلبدین حکمتیار په مشر دحزب اسلامی  مقاومت دی چی دهغه محبوب امیر  په مشری ئې په سپېڅلی جهادلاس پوری کړی او تر نن ورځی پوری الحمدالله روان دی  او بل دطالبانو د اسلامی امارت مقاومت دی  چی هغو هم الحمدالله د افغانستان بچیان دی او دافغانستان دسوکالی او ازادۍ لپاره جهاد کوی . دغه دوه قوتونه چی ددواړو ارمان یو دی ، فکر نه کوم چی بیا به دیو بل په وړاندی دریږی او یو دبل ګریوان ته به لاسونه اچوی  ځکه دواړی ډلی پوهیږی چی دا دوطن په ګته نده دولس په ګټه نده اوپه اصل کی  داسلا م په ګټه نده . دلته دمرام او اهدافو یوالئ موجوددی چی مخکی نه و.زموږ وطن اشغال شوی دی او موږ دواړه دکفاره سره جنګیږی  دلته دکوم تصادوم وجود نه لیدل کیږی  نو په دې خاطر داطرحه هغسی کیدای نشی .

پوښتنه  :  دلته یوبله پوښتنه هم پیداکیږی هغه داچی که چیری دحزب اسلامی افغانستان خبری دامریکا دمتحده ایالاتو سره یو توافق ته ورسیږی ایا په دې باور یاست چی دغه توافق به طالبانو ته هم دمنلو وړ وی .

محمدداود عابدی  : دطالبانو وړونو سره موږ خبری کړی ، زه خپله تللی وم او دطالبانو سره می لیده کاته کړی دی  طالبان هم هغه څه غواړی چی حزب اسلامی ئې غواړی هغوئ هم همدا غواړی چی افغانستان ازاد سی ، افغانستان دپردو دکنټرول نه ووځی ، اودخپلو افغانانو په لاس کی وی . طالبانو هم داڅو ورځی مخکی دمولوی صاحب مهتصیم لخوا دمذاکراتو په هکله خپل شرایط وړاندی کړل ،هغوئ هم همداشئ غواړی چی موږ ئې غواړو زموږ او ددوی دغوښتنی ترمنځ کوم توپیر نشته .

پوښتنه  : ستاسو په اند دغه دامریکا او د حزب اسلامی ترمنځ  روانی خبری به د هیواد دسولی اوثبات په لار کښی څومره اغیزمنی تمامېدای سی  ؟

محمدداود عابدی : داخبری  به حتماٌ بېله شکه اغیزمنی  وی ولی چی دافغانستان کشاله د جنګ له لاری امریکایان نشی حل کولائ او هغه ده موږ تاسی ټول ئې وینو چی ورځ تر بلی ددوئ ضعف راڅرګندیږی  او پورن دا اول ځل و چی میکرنان ددوئ پوځی قومندان دوئ تبدیل کړ . دلومړی ځل لپاره د جنګ په دوران کی چی دوئ ورسره لاس او ګریوان دی دوی خپلی قومندې ته تغیر ورکوی  چی دا خپل د نظامی ضعف یو ښکاره مثال دئ نو په دغه وجه  زموږ نظر دادی چی دوضع حاکمیت چی دچاسره ورسره دئ دهغو سره  خبری اتری ګټوری دی  او داخو یوښکاره حقیقت دی چی امریکایان او غربیان هیڅ کله نسی کولای چی د نظامی زور له لاری څه ترلاسه کړی  او ددوئ دخپلو راپورو  لمخی تاسی که د تحقیقاتی موسیسې نظریات  مطالعه کړی  دوه میاشتی مخکی ۷۲ په سلو کی دافغانستان  خاوره د کابل دادارې د تلسط څخه وتلې وه خو نن ورځ دوی خپله دامنی چی ۷۵ په سلو کی دافغانستان خاوره د اشغال نه وتلې ده یعنی هلته د کابل دادارې واک نشته  او له مجاهدینو سره ده . نو په دغه وجه  اطمینان سته  که مجاهدین دخبرواترو له لاری   او دغسی سیاسی  لاری  ته توجه وکړی چی دنیا ته دمنلو وړ وی  فکر کوم چی بهرنیان هم دغه حالت ته رسیدلی دی چی نور په افغانستان کی دزور دلاری نشی کولای چی حکومت وکړی .  او که دا فکر ورسره وی باید دا دخپلو مغزو څخه وباسی ځکه افغان ملت داسی یو قوم دی چی په طول دتاریخ کی دا نشی منلای چی ددوی هیواد دی دپردو لخوا اشغال وی . نه افغانان کولای شی چی دچا دایمی اډې ومنی او نه افغانان کولائ سی چی د چا لاسپوڅی  حکومتونه ومنی . او یا غیری اسلامی حکومت باندی حاکم سی . موږ اسلامی شریعت غواړو او متنخب اسلامی حکومت غواړو تر څوچی دا لاس ته رانسی  که یوه ورځ که سل کاله دافغان ولس  مبارزه اوخوصوصاٌ دحزب اسلامی قیادت به دوام لری .انشا الله

پوښتنه  :دراتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په هکله دحزب اسلامی لیدلورئ څه دی او په وړاندی به  ئې غبرګون څه وی ؟

محمدداود عابدی  :  دا انتخابات خو دحزب له خوا رد شوی دی او دحزب دسیاسی چارو ریاست او دطالبانو داسلامی امارت مقام درې اوونۍ مخکی  درسمی اعلامیو له لاری  اعلان وکړ او دخلګو ئې غوښتنه وکړه چی په دې انتخاباتو کی ګډون ونکړی . دا خوشی غولونکی انتخابات دی  او تاسی به وګورئ چی کرزئ به د پنځو کالو لپاره بیا پر خلکو تحمیل سی . داچی  احمد او محمود ځانونه  کاندید کړی دی دا هسی یو ساختګی کارونه دی چی غواړی  دنیا ته وښئ چی دادی دلته ډیموکراسی ده او دلته انتخابات دی  او غواړی له دې لاری خپل لاسپوڅی حکومت ته د درواغو مشروعیت ورکړی حزب په اوس وخت کی نه انتخابات په رسمیت پیژنی  او نه هغه حکومت په رسمیت پیژنی چی ددغسی حالاتو په منځ کی  پرسر دقدرت راځی .

پوښتنه  :سنډې ټایمز لیکلی چی امریکا دمخالفینو سره د خبرو په موخه دعارف خان نورزی په مشرئ یوې ادارې ته ۶۹ میلونه ډالره ورکوی  ایا تر اوسه نوموړی ادارې ستاسی سره دحکومت له اړخه کوم تماس نیولی دی  ؟ ایا فکرکوئ چی ددغه ۶۹ میلونه ډالره سره به دغه اداره په دې لار کی لاسته راوړنی ولری ؟

محمدداود عابدی  : اول خو موږ د دغه ۶۹ میلونه ډالره خبری نه خبر نه یو داباید دسنډې ټایمز ورځ پاڼی نه پوښتنه وشی چی دغه معلومات ئې د کومی مرجې څخه ترلاسه کړی دی . دوهم داچی د کابل اداره او حزب اسلامی یو توافق ته ورسیږی دابیخی غیری دقیق او دنه منلو وړ خبره ده حزب اسلامی اصلاٌ په اصولو کی  ایتلافی حکومتونوطرفدار ندی حزب اسلامی غواړی د انتخاباتو له لاری د یو متناسبو غړو او متناسب فېصدی لمخی  حکومت جوړ سی چی ناکام او کامیاب کاندیدانو داوړی برخی معلومی وی او بل د عارف خان نورزی په هکله  باید دونه ووایم موږ دهغه سره څوځله خبری کړی دی خو دداسی یو مشخصی پروژې په هکله نه بلکې په عمومی ډول چی څنګه په افغانستان کی سوله راتلای سی هغه دافغانستان په خلکو کی د ښه  نفوذ خاوند دی او خلک ورته درانوی لری   او موږ دغه خبری ورسره دوه درې میاشتی مخکی په انفرادی شکل کړی دی هغه وخت د اوباما د نوی پالیسئ اعلان لا نه وشوی دوئ زموږ سره منلی وه چی په دوه کاله کی به دوی د افغانستان څخه وځی او په سعودی کی به یو ګډ مجلس جوړیږی  او ټوله ښکیلی غاړی به پکښی کډون کوی او یو متنخب حکومت لپاره به لاره پرانیزی .  او دوئ  دا زموږ سره منلی وه زه خپله شخصاٌ هلته ولاړم او خبرو کی شامل وم . خو متاسفانه  ددغه خبرو اعلان د ځینو اهدافو په خاطر اعلان نه شول ځکه حزب اسلامی نه غوښتل چی داسی یو څه وکړی چی یوازی دوئ په دې خبرو کی شامل سی حزب اسلامی تل دا غواړی چی په هغه کی طالبانو وړونه هم برخه واخلی او په ملی کچه د ملت ټول اړخونه پکښی مطرح وی . خو هغه خبری بیا د یوشمیر نړیوالو کنفرانسونو د جوړیدو له کبله وځنډېدې  او کله چی د اوباما نوې طرحه وړاندی سوله په هغه کی د نظامیانو واک ډیر زیات دی  بلخوا د ریس جمهوراو خارجه وزارت واک د نظامیانو په پرتله کم دئ  او فعلا نظامیانو چی پرېکړه کړې چی ۲۱ زره عسکر افغانستان  ته  نور لیږو او پر دې هم  غور کوی چی د څنګه دافغانستان څخه ووځو . په دې وجه دا مسله ځنډیدله  دا که اوس دوئ د افغانانو غوښتونواو ددې ولس نظریاتو ته غاړه کښېنږدی  شپږ میاشتی  یا کال وروسته  به  پته ولګیږی  ددې نورو عسکرو سره سره به دوئ  نشی کړای چی مقاومت وځپی .

پوښتنه  : اوسنی افغان دولت  ته څه کول په کار دی چی  لمخی ئې مخالفین وسله په مځکه کښیږدی او په دولت  راګډ سی؟

محمدداود عابدی  :مجاهدین به هیڅکله  تر هغو وسله په ځمکه  کښښېنږدی تر څو پوری چی وطن ئې ازاد شوی نوی  که څوک دا هیله د حزب څخه لری  یا د طالبانو څخه دا خو یو ډول تسلمی ده  افغانان ددښمن په مقابل کی هیڅ کله  نه تسلیمیږی .  نوا چی د کابل حکومت څه باید  وکړی  اول خودکابل حکومت څه کولاس نشی ځکه  هغه بېچارګان خو اکثره اسیران دی او بل دهغو وزیران اکثره د خاریج څخه راغلی دی  هغه خپل ځان نشی ساتلی نو ر خو دخبرو اختیار نه لری .  خو بیا هم د یو انسان په حیث دوی کولای سی چی په رسمی توګه دوه کاره وکړی .  یو دنیا ته دی داسی اعلان وکړی چی مخالفین چی مخالفین زموږ سره خبری نه کوی موږ ددنیا نه دا تقاضا کوؤ چی مخالفینو سره دی دنیا خبری وکړی  او ددوئ قناعت حاصل کړی . فعلا د دنیا او امریکا هر وخت دا نارې وهی چی هری خبری اتری دی د کابل دادارې لخوا وسی چی دا حزب او طالبان دواړه هیڅکله نه منی . او دوهمه خبره داده چی حکومت چی هیڅ نه شی کولای نو دی استعفا ورکړی ضروری نده چی ښاغلی کرزی په داسی یو بې سلاحیته  حالت کی  یو وار بیا ګډون و کړی . دی دی د خپل وجدان څخه دا وپوښتی چی ده په دا اته کلنو کی  دافغانستان لپاره څه کړی دی . په افغانستان کی حالات څنګه دی تاسی ولیدل چی دا څو ورځی مخکی  ۱۴۷ کسان زموږ بې ګناه ښځی او ماشومان په ډیر وحشیانه توګه په شهادت ورسیدل . دا خو اصلا هغه غچ او انتقامونه دی چی دی ئې  دافغان ملت څخه اخلی ځکه دوئ پوهیږی چی دکومو کلیو څخه چی پر دوئ باندی بریدونه کیږی  په دغه کلیو کی د دوئ فامیلونه دی  ددوئ ښځی دی ددوی اولادونه دی نو په دغه وجه دوئ هغه یومخیزه بمباروی  او دا کارونه روسانو هم کول روسانو به هم بسته بسته کلی ورانول  او په همدې ډول به ئې خپل غچ اخیسته . نو کابل هم  داغه دوه کاره کولای شی یادی استعغا ورکړی یادی دنیا ته رسمااعلان وکړی چی  مذاکرات دی دنیا وکړی  تر څومخالیفین د دنیا سره په یو تفاهم ورسږی او یو انتقالی حکومت ته غاړه کښېږدی .

پوښتنه  : ښاغلی عابدی صاحب که یوڅه شخصی پوښتونو ته راسو داچی نن ورځنی رسنۍ ستاسی نوم دحکمتیار سره دهغه دیو نږدې ملګری په توګه تړی او تاسی دهغه استازی توب هم کوئ  داراته ویلای سئ چی دغه ملګرتیا دکومه وخته  موجوده ده ؟

محمدداود عابدی  : زه الحمدالله ۲۹کاله کیږی چی دحزب اسلامی افغانستان غړی یم په ۱۳۵۸ کال کی دوری په ۲۴مه نېټه می په کابل پوهنتون کی دحزب دغریتوب افتخار می حاصل کړی دی  او انجینرصاحب حکمتیار می دخپل امیر په حیث منلی او بیعت ورسره لرم ، بلی داچی انجینر صاحب زموږ دوست دی په دې کی هیڅ شک نشته  خو دوستی مو دخدای په خاطر ده او داچی دئ زموږ امیر دی او نن هم زه دلته ددغه حزب نمایندګی کوم او دامریکایانو د دخبرو لپاره دیومسؤل حیئت تر نظارت لاندی کار کومه  زموږ حیئت چی زموږ یو بل ورور ئې مشرتوب کوی او یو بل دریم غړئ هم لری  چی درې کسان په دغه شورا کی یو او دا کار مخته بیایو . او موږ دلته دحزب دیومسولین په حیث  داصلاحیت موږ ته راکړه سوې دی چی دلته دامریکایانو سره دا خبری پرمخ بوځو . 
 
پوښتنه  : په وروستی ځل مو دانجینر حکمتیار سره چیری او څه وخت لیدلی دی . ؟

محمدداود عابدی  : دانجینر صاحب حکمتیار سره ما اخیری ځل نهه کاله وړاندی هغه وخت ولیدل چی ده په ایران کی تشریف درلودی او ما ورسره هلته لیدلی وه  .

پوښتنه : ستاسو له معلوماتو لمخی ښاغلئ حکمتیار اوس چیری دئ ایا هغه په افغانستان کی دی او که په کوم بل هیواد کی  اوسیږی ؟

محمدداود عابدی  : انجینرصاحب داولی ورځی څخه چی په افغانستان کی دغربیانو په ضد جهاد پیل شو دایران څخه افغانستان ته راغلئ او تر ننه ورځی پوری الحمدالله د یو ستر لاښود په هیث په افغانستان کی  دافغان جهاد رهبری کوی او دحزب ټوله نظامی او سیاسی وروڼه تنظموی  او موږ په دې ویاړو چی  انجینر صاحب د۴۰ کلنی جهادی تجریبې په استفادې سره دګوند مشرتوب کوی  او انشاالله ډیر ژر به خپل موفقیت ته رسیږی .

نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

نورالدین

مننه شاغلیه عابده ته چی وایی انجینر صاحب نوم یی هم دیر په افتخار اخلی زما په فکر دایوه دیره درد ناکه کلیمه ده په نیزد دو مظلوم اولس دافغانستان گلبدین 40 کلنه جهادی تجربه نلری مگر 40 کلنه د خیانت تجربه د وطن دبربادی تجربه دوطن د خرچولو تجربه د مظلوم اولس دقتل کولو تجربه دافغانستان د نه جورولو تجربه او همیشه په افغانستان کی د جنگ ترور ستم غلا (زرداد...)چپاول د وطن ملی کتی د منجه ورل او همداسی نوری تجربی لری داسی مه وایه چی گلبدین مجاهد دی بلکی یو خاین منافق انسان دی هیچ د صفت ور ندی خواهش کوم داسی مطالیب مه وراندی کوی شه خبره داده چه نوم یی هم مه اخلی وسلام

 
طراحی و تولیدwebsource.ir