د تاجیکستان سیاسی گوندونه
په تا جیکستان کی د پخوا شوروی د تیری په موده کی د مارکسیستی عقاید و پر اساس واک د پرولتاریا تر لاس لاندی و او له همدی کبله د کارگرانو کمونستی گوند یوازنی سیاسی گوند و چی په دغو هیوادونوکی فعالیت درلوده . پر همدی اساس د مرکزی اسیا په جمهوریتونو کی کمونستی سیاسی گوندونه حکومت کوله . په هره جمهوریت کی د گوند عمومی منشی د هغه جمهوریت د خلگو څخه و خو دهغه مرستیال حتماً یو روسی و. د گورباچف د واک په دوره کی چی په دغه جمهوریتونو کی یوڅه خپلواکی پیدا سو. او ازاده سیاسی فضاء جوړ سو. نو په د غو جمهوریتونو کی ورو ورو نوی سیاسی گوندونه پیدا سوله . همدغه شان د تاجیکستان په جمهوریت کی هم څینی نوی سیاسی احزاب جوړ سو . چی دلته دهغوی په باب یو څه لنډ معلومات به تر لاسه کړو.
د کمونست گوند
پر تاجیکستان باند د پخوا شوروی اتحاد د سیطری د لومړنیو ورڅو څخه دغه د کمونستانو گوند جوړ سو. او دهغوی د واک په ټوله موده کی دغه حزب په تاجیکستان کی یوازنی فعال حزب و. په تاجیکستان کی د ۱۹۹۱ عیسوی کال د کودتا نه وروسته د دغه گوند فعالیتونه متوقف سو. ترڅو چی دغه گوند دکودتا په موضوع کی بیگناه و بلل سو . نو وروسته بیا د تاجیکستان دکمونست گوند د۱۹۹۱ عیسوی کال د دسامبر په میاشت کی د همغه خپل پخوانی نوم تر عنوان لاندی خپل سیاسی فغالیتونه د سره پیل کړ. او د همدغه نوم سره په رسمی توگه قانونی بڼه ونیول.
د تاجیکستان دیموکرات گوند
د تاجیکستان دیموکرات گوند په ۱۹۹۰ عیسوی کال کی جوړ سوی دی . د دغه گوند غړی د پوهنتون محصلان او د عالیه تحصیلاتو خاوندان دی . د ۱۹۹۲ کال نه تر ۱۹۹۴ عیسوی کال پوری په تا جیکستان کی د کورنیو جگړو نه وروسته د دغه گوند فعالیتونه ممنوع سوله . خو دوی د تاجیکستان د اسلامی غورزنگ او د تاجیکستان د رستاخیز گوند سره یو څای سو . او تر ۱۹۹۵ عیسوی کال پوری د هغوی سره په گډه سیاسی فعالیتونه درلوده. ورو سته بیا خپل تگ لاره کی بدلون راوستله او دتاجیکستا د حکومت ته ور نږدی سو او د حکومت کارونه یی تا ئید ول ترڅو چی د تاجیکستان د دولت څخه د رسمی فعالیت اجازه تر لاسه کړه او په خپل پخوانی نوم سره یعنی د تاجیکستان دیموکرات گوند تر عنوان لاندی خپل رسمی فعالیتونه یی بیرته دسره پیل کړه. اوس د دغه گوند مشر ښاغلی مسعود صابروف او د هغه مرستیال جعفر عثمانف دی .
د تاجیکستان اسلامی غورزنگ
د تاجیکستان اسلامی غورزنگ د ډیرو پخوا کلونو څخه یعنی د شوروی د تیری د مهال څخه په مخفی توگه سیاسی فعالیتونه در لوده . خو د ۱۹۹۱عیسوی کال د اکتوبر په ۲۶ نیټه کی د احزابو د ازادی د قانون د انفاذ نه وروسته په رسمی او قانونی تو گه خپل فعالیتونه پیل کړه . ښاغلی سید عبدالله نوری د دغه گوند مشر او حاجی اکبر تور جان زاده د هغوی لومړنی مرستیال دی .
د رستا خیز گوند
د رستاخیز گوند د ۱۹۸۹ عیسوی کال د سپټامبر په میاشتی کی د پروستروئیکا د گوند د ملاتړ دپاره منڅ ته راغلی . د دغه گوند غړی منورین او شاری روشنفکران دی . دوی ټولنپاله ناسیونالیستی فکرونه لری . او د خپل پخوانی مورنی ژبی یعنی د تاجکی د ژبی د بیا ژوندی کولو طرفداران دی . او غوا ړی چی د تاجیکی پارسی ژبی ته په تاجیکستان کی د رسمی ژبی په حیث قانونی بڼه ور کړی . او دروسی د ژبو او روسی توری او روسی لیک پر څا د تاجیکی لیک او لوست ته رواج ورکړی . همدا رنگه دوی د اقتصادی ملی خپلواکی طرفداران هم دی .
د لعل بدخشان گوند
د لعل بدخشان گوند هم ۱۹۹۲ عیسوی کال نه وروسته خپل سیاسی فعالیتونه په رسمی توگه پیل کړی دی . د تاجیکستان مهم شخصیتونه لکه اکبرشاه اسکندرف د دغه گوند غړی دی . دغه گوند تقریباً در ی زره غړی لری . او ټول پا میریان د دغه گو ند طرپداران دی . د دغه گوند سیاسی هدف یو دموکرات او خپلواک تا جیکستان جوړول دی . دوی د تاجیکستان تر چوکات لاندی د بدخشان دسمی خپلواکی هم غواړی .
د تاجیکستان د اقتصادی او سیاسی بیا رغونی گوند
د تاجیکستان د اقتصادی او سیاسی بیا رغونی گوند په ۱۹۹۳ عیسوس کال کی تاسیس سوی دی . او د تاجیکستان د شمالی سیمو او د خجند د سیمی د اقوامو د گټی ساتونکی دی . هغه سیمی چی پکی ازبکان ژوند کوی .
د لوی اریانا گوند
د احزابو د ازادی د قانون د انفاذ نه وروسته په تاجیکستان کی رنگارنگ حزبونه پیداسول . دتا جیکستان څینی ملتپال کسان د کورش کبیر په نامه یو تنظیم یی جوړکړه خو وروسته بیا خپل نوم یی د لوی آریانا گوند با ندی بدله کړه . دغه گوند ژبنی پارسی پاله فکرونه لری او د ایران اود افغانستان د پارسی ژبو خلگو سره یوالی غو اړی.
ازادڅوانان
د تاجیکستان د ازادڅوانانو تنظیم هم لکه نور احزاب د تا جیکستان د ورستیو بدلونونو او د احزابو د ازادی او د کمونستانو د واک د نسکوریدو نه وروسته جوړسو. دغه تنظیم د تاجیکستان د پخوانی دکمونست څوانانو ( کموسومول ) د گوند سره توپیر لری. او یو جلا تنظیم دی.
( مهندس داود عطایی قندهاری)