دافغانستان دانکشاف او بشری حقوقو ساتونکی گوند
(Human Rights Protection and Development Party of Afghnistan)
دافغانستان دانکشاف او بشری حقوقو ساتونکی گوند په ۷/۱۳۸۲نیټه کی د ښاغلی بریالی نصرتی په مشری تاسیس سو او د ۱۳۸۲د غویی میاشتی په شلمه نیټه کی د دغه گوند لمړنی غونډه د کابل دشار د اینتر کانتینل په هوتل کشی پرانیستل سو .
دافغانستان دانکشاف او بشری حقوقو ساتونکی گوند اساسنامه په پنځو فصلونو او دیرشو مادو کی تدوین سوی او ددغه گوند تشکیلاتی جوړشت په لاندی ډول دی : عمومی مجمع ؛ عالی شورا ؛ داجرائیاتو هیئت چی نه څانگی لری لکه : داطلاعاتو او کلتور څانگه ؛ دنړیوالی اړیکو څانگه ؛ دسازمانی چارو څانگه ؛ د ما لیه چارو څانگه ؛ د ټولنیزو چارو څانگه ؛ د چاپیریالو ساتونکی څانگه او داسی نور .
د دغه گوند په مرامنامه او اساسنامه کی د اسلام د نامه څخه ډیر نه دی استفاده سوی . خو دلیکوالی د اصولو له نظره لږ څه ضعیف لیکل سوی دی .
ښاغلی بریالی نصرتی دافغانستان دانکشاف او بشری حقوقو ساتونکی د گوند مشرتابه په ۱۳۴۱ لمریز کال د کابل دشار په لسمه ناحیه کی زیږیدلی او په ۱۳۶۱ لمریز کال کی د حببی لیسی څخه د دوولسم ټولگی شهادتنامه یی تر لاسه کړی دی . څرنگه چی هغوی پخپله وایی د مکتب د ختمیدو نه وروسته د کمونستانو د عسکری نه د تشتید لو په خاطر پنځه کاله بندی سوی دی . اود بند داخلاصیدو نه وروسته پاکستان ته مهاجر سوی دی .او بیا په ۱۳۷۵ لمریز کال د طالبانو د واکمنی په وخت کی بیرته افغانستان ته راستون سوی دی .
(مهندس داود عطایی قندهاری)