دافغانستان د محصلینوټولنه (ادا)
دافغانستان د محصلینو ټولنه (ادا) په ورستویو کلنو کی د افغان هزاره محصلینو له خوا په انگلیس کی جوړ شوی دی . او دافغان محصلینو د تجمعاتو لپاره یوه پایگاه دی . دوی د ښځو او نارینه ترمنځ د برابر حقوقو او د یوه ملی او دموکرات او آزاد حکومت غوښټونکی دی . دوی سخت دریزه دینی تگلاری نه منی او د پلورالیسم پلویان دی .
دوی وایی زموږ شعار دا دی " موږ نوی نسل او د نوی فکرونو خاوندان یو " دوی خپل هدفونه داسی څرگند وی : ۱- د افغانستان دخاوری د تمامیت ساتل . ۲- د ڼول واکی او دموکراسی پرانیستل . ۳- سکولاریسم اویا دین او سیاست سره بیلول.
داسی معلومیږی چی د دوی اعتقادات د غیر مذهبی منویرینو اود امریکا اوغربی پلو کسانو تر اغیزی لاندی جوړ سوی دی . دوی داسی گومان کوی چی سکولاریسم یه نوی او مترقی فکر دی حال دا چی دغه فکرونه د پخوا کلنو کلنو نه رایسی د استعمارگرو هیوادونو له خوا خپره سوی ده .
د بل خوا دوی وایی چی موږ د اسلام د اسپیڅلی او مقدس دین سره مینه او د دغه دین احترام کوو خو دوی اسلام د نورو ادیانو به څیر بولی. او وایی چی اسلام د نورو ادیانو سره کوم تو پیر نلری .