.'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      .'افغان سرتېري' دوه بهرني پوځيان په ډزو وژلي      له افغانستان څخه دخار جي عسکرو وتل به اسان کار نه وي      دنوروز اختر دکلتورونو پیوند او د د وستیانو د پیاوړتیا راز      کرزی: له ۲۰۱۴ وروسته افغان پوځ ته ته هر کال ۴،۱ میلیارد ډالر ورکول کېږي      د آمریکا او افغانستان موافقه       د ایران او افغانستان د تجارتی کوټو مشرانو له یو بل سره کتلې دي       امريکايي پوځي د قندهار په پنجوايي کې ١٧ ملکیان وژلي       په افغانستان کې په امریکایی ضد مظاهرو کې بیا هم یو شمیر کسان مړه او وژبل شول       حکمتیار ډلې د ګیلاني د غوښتنې هرکلی وکړ       ناټو او انګلستان د افغانستان له وزاراتونو خپل کسان وباسل       دافغانستان عالمانو له ولسمشره وغوښتل چې د قرآن د سپکاوی عوامل دې محاکمه شي       افغان پولیس د ناټو د سلاکارانو د وژونکي لټون کوي      ګيلاني: لايحه د پاکستان پر يووالي بريد دی     

دپوهنی وزارت:سږکال دپوهنې کیفیت به لوړوی.

دافغانستان دپوهنې وزیر دنوی لمریز کال له رارسیدو وروسته دښونځیو درغاونې لومړنی تړونونه له یو شمیر کورنیو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک کړل.ددغو تړونونوله مخې به د افغا نستان په کونړ،نورستان،خوست، فراه ،نیمروز اونورو ولایتونو کې ۱۲۰۰ ښونځی جوړ شی .
کد خبر: ۲۱۰۳
تاریخ انتشار: ۱۳۸۷/۱/۸ - ۰۵:۳۸
تعداد بازدید: ۱۳۵۵

دپوهنی وزارت:سږکال دپوهنې کیفیت به لوړوی.
 
محمد حنیف اتمر ۱۲۰۰ نوو ښونځیو د جوړولو ژمنه ورکړه چې دروان لمریز کال تر پایه پورې به یې کار بشپړ کړی .
دافغانستان د پوهنې وزیر دنوی لمریز کال له رارسیدو وروسته د ښونځیو د رغاونې لومړنی تړونونه له یو شمیر کورنیو ودانیزو شرکتونو سره لاسلیک کړل.ددغو تړونونو له مخې به د افغانستان په کونړ،نورستان،خوست، فراه او نیمروز ولایتونو کې نهه ښونځی جوړ شی .

وزیر له تړونونو وروسته خبریالانو ته وویل چې په روان لمریز کال کې به په افغانستان کې د پوهنې د څرنگوالی د لوړولو هڅه وکړی .او ژمنه یې ورکړه چې دروان کال د زمری تر میاشتې پورې به د افغانستان ټول ښونځی درسی کتابونه ولری او ډیری به یې لابراتوارونه او ځانگړی کتابتونونه هم ولری .

دافغانستان د پوهنې وزیر وویل سږکال به د هیواد د پوهنیز بهیر د کیفیت پر لوړولو ټینگار وکړی.ده وویل دمسلکی ښونکو د شمیرې د لوړولو لپاره به په خدمت کې دننه د ښونکو د روزنې مرکزونه پرانیزی .په افغانستان کې ډیری ښونځی مسلکی ښونکی نلری او د ښونې روزنې څرنگوالی یې له گواښ سره مخامخ کړی ز دی.

د هیواد په سوېل کې چې د طالبانو په وړاندې د جگړې اصلی ډگر دی ، په ډیرو برخو کې پوهنیز بهیر له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوی دی.

ددغو پوښتنو په ځواب کې د پوهنې وزیر نوی پلان وړاندې نکړ او پر هماغه پخوانۍ خبره یې ټینگار وکړ چې هر ښونځی د سیمه ییزو خلکو د یوې ځانگړې جرگه گۍ له خوا ساتل کیږی. د نورستان او خوست په څیر ولایتونو کې د لیسو او په ځانگړی ډول د ښځینه لیسو جوړول د ښونې او روزنې دنوی پلان له مهمو برخو څخه دی.

د پوهنې وزارت وایی چې تیر لمریز کال یې ډیر ټینگار د ښونځیو پر بیا رغاونه کړی وو چې نژدې ۱۸۰۰ هغو ته یې ودانۍ جوړې کړی او له خیمو څخه د جوړو شوو ښونځیو شمیره یې پهٔ کلیوالو سیمو کې ډیره راکمه کړې ده .

این مطلب را به اشتراک بگذارید
نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر :

طراحی و تولیدwebsource.ir