(یکشنبه/فبروري۱۴) په داسې حال کې چې ګډ ځواکونه د ناټو په مشرۍ د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د ناټو او افغان ځواکونوعملیات پرون بالاخره پیل شول . دا ځواکونه وايي چې تراوسه پورې د طالبانو له جدي مقاومت سره مخامخ شوي نه دي او تراوسه په دې عملیاتو کې چې نړیوال ځواکونه یې د طالبانو د رژیم له پرزولو وروسته ترټولو ستر عملیات بولي، د ملکیانو د وژل کېدو کوم راپور ورکړای شوی خو ولسمشرکرزي د عملیاتو له پیل کېدو غوښتنه وکړه چې باید تروسه وسه هڅه وشي چې په جګړه کې عام ولس ته زیان ونه رسېږي .
د امریکا پوځي قوماندانان وايي، غواړي په دې عملیاتو کې ولسي خلکو ته زیان د امکان ترحده راکم کړي.
څارونکي وايي، د مارجې عملیات د خپلو اهدافو له مخکې ډېر هغو عملیاتو ته ورته دي چې امریکايي ځواکونو څوکاله مخکې د عراق په فلوجې ښار کې پیل کړل. خو دوی خبرداری ورکوي چې نړیوال ځواکونه باید په مارجې کې هغه غلطۍ ونکړي چې امریکايي قواوو په فلوجه کې وکړل.
که څه هم اوس به ښايي طالبان مقاومت نه کوي خوڅارونکي وېره لري چې طالبان وروسته ښايي د زیات وخت لپاره کلک مقاومت وکړي.
د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د پوځي عملیاتو له پیل مخکې د امریکا په مشرۍ نړیوالو ځواکونو په سیمه کې د چاپي خبرتیاوو او راډیویي پیغامونو له لارې خلکو ته خبرداری ورکړ چې وسله والو طالبانو ته دې ځای نه ورکوي.
زرګونه امریکايي سرتېري، د افغان او ناټو ځواکونو په ملګرتیا، په مارجې ولسوالۍ کې په پراخو پوځي عملیات بوخت دي .
د هلمند د جنوب دا سیمه چې د مرکز لشکرګاه په شل کیلومتره واټن کې پرته ده څه باندې اتیازره اوسېدونکي لري.
د ناټو په مشرۍ نړیوال ځواکونه وايي چې د مشترک په نوم د دې عملیاتو هدف له سیمې څخه د طالبانو او د مخدرو موادو د قاچاقبرانو اېستل دي.
رویټرز خبري آژانس په دې اړه په یوه تحلیل کې لیکي، د نړیوالو ځواکونو لپاره په دې پوځي عملیاتو کې د بریالیتوب امکان ښايي ډېر د دې خبرې په یقیني کولو پورې تړلی وي چې هغه ورانوونکي عملیات چې امریکايي ځواکونو په ۲۰۰۴ کال کې د عراق په فلوجه ښار کې وکړل دلته تکرار نشي.
د آژانس په وینا په دې عملیاتو کې چې د افغانستان د اته کلنې جګړې تر ټولو ستر عملیات بلل کېږي، د ملکي وګړو موضوع ښايي په راتلونکو څو ورځو کې د ناټو لپاره ټاکونکې وي.
داځل د ناټو ځواکونو پرېکړه کړې ده چې د ملکي وګړو مصوونیت ته جدي پاملرنه وکړي او ځکه یې د سیمې اوسېدونکو ته په چاپي او راډیويي پیغامونو کې خبر ورکړی چې له خپلو کورونو ونه وځي.
د ناټو چارواکو داهم ویلي چې ښايي دا جګړه ډېروخت دوام وکړي. په ملکي چارو کې د ناټو استازي مارک سېدویل په روانه اونۍ کې وویل، د سیمې خلکو ته زموږ پیغام ډېر روښانه دی او هغه دا چې د عملیاتو پرمهال خپل سرونه کښته واچوئ او په خپلو کورونو کې پاتې شئ.
پوځي قوماندانان وايي، دوی هیله من دي چې ګڼ شمېر جنګیالي به یا خپلې وسلې کېږدي او یا به سیمه پرېږدي چې په نتیجه کې به یې د تلفاتو شمېر راکم شي. خو هغو خلکو چې له سیمې وتلي دي، ویلي چې وسله وال د جګړې لپاره د تیارۍ په حال کې دي.
رویټرز لیکي، لکه څنګه چې د فلوجې عملیاتو وښوده، پر امریکايي ځواکونو د انتقامي حملو لپاره وسله وال ډېر شمېر جنګیالیو ته اړتیا نلري. ویل کېږي چې په فلوجه کې د جګړې له پیل مخکې، د القاعده شبکې جنګیالی له سیمې وتلي وو، او عراقي جنګیالي بې خبره پاتې شوي وو.
هغه څه ښايي پېښ شي دا به وي چې یو وسله وال به د یوې ودانۍ پر بام ودرېږي او پرامریکايي ځواکونو به ډزې وکړي، څو نړیوال سرتېري وهڅوي چې له هغې درنې وسلې څخه کار واخلي چې په نتیجه کې یې د فلوجې ښار ډېره برخه ورانه شوه او پایله یې دا شوه چې په عراق کې د امریکاضد احساسات وپارېدل.
په فلوجه کې داسې زیات شمېر پېښې وشوې چې په یوه مورد کې يې یو وسله وال د یوې ودانۍ له بامه په خپل کلاشینکوف پر امریکايي سرتېرو ډزې پيل کړې او په ځواب کې امریکايي ځواکونو دا ودانۍ د ټانک ضد مرمۍ په ذریعه په نښه کړه. خو د ټانک درنه مرمۍ د دې ودانۍ پرځای پر ګاونډي کور ولګېده، خو په مارجه کې طالبان له ناڅاپي برید سره نه دي مخامخ او ښايي په کورونو او موټرو کې بمونه ځای پرځای کړي.
په فلوجه کې د دې تاکتیک د کارولو نتیجه ډېره ګرانه پرېوته. هلته په ګڼ شمېر کورونو او هر موټرو کې بمونه ایښودل شوي وو او نتیجه یې دا شوه چې د امریکايي ځواکونو په پرمختګ کې خنډ راغی. پر ملکي تلفاتو سربېره په فلوجه کې د چاودنو د لویو کندو ترڅنګ د ړنګو کورونو لړۍ هغه خلک چې په سیمه کې پاتې وو او هغه کسان چې بېرته خپلو کورونو ته راستانه شول، سخت په غوسه کړل.
خو په افغانستان کې، د نړیوالو ځواکونو د عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مک کرېسټل د نوې سټراتیژي تمرکز پر دې دی چې د خلکو د استوګنې مرکزونه د طالبانو له ولکې واېستل شي خو د امکان تر حده په آبادو سیمو کې له جګړې څخه ډډه وشي.
جنرال مک کرېسټل د ملکي وګړو پر مصوونیت سخت ټینګار کوي او له هغه وخته چې ده د نړیوالو ځواکونو قومانده په غاړه اخیستې، د ملکي وګړو په تلفاتو کې د پام وړ کموالی راغلی.
مک کرېسټل ویلي دي، هغه خلک چې وژل کېږي مهم نه دی، مهم هغه خلک دی چې موږ قناعت ورکوو، مهم هغه خلک دی چې نه دي وژل شوي او هغه کورونه چې نه دي وران شوي.
د دې ژمنې آزموینه به هله وشي چې په مارجې ولسوالۍ کې په کور کې د پاتې شویو خلکو لرخلیک روښانه شي. اوس له دې سیمې روښان تصویر نشته ځکه چې خپلواک خبریالان سیمې ته نه دي تللي چې د دې سیمې حال څرګند کړي .
د بشري حقونو ډلې وايي، ناټو د سیمې خلک هڅولي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي، نو دا یې اخلاقي او حقوقي مسوولیت دی چې له داسې سختو جګړو ډډه وکړي چې ملکي خلک پکې وژل کېږي.