د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت د هاشمی ارزګانی سره مرکه
کد خبر : 2637                 ساعت خبر: `11:59 | تاريخ خبر: 1387/6/31
 
متن مطلب


پوښتنه : دې ته په پام سره چې د روژې د مبارکې میاشتې په شپو ورځو کې یوچې روژتیان پکې له پیشمنی تر ماښامه پورې له خوراک څښاکه لاس اخلي او روژه نیسي تاسو زمونږ اوریدونکو ته د دغه میاشتې د ځانګړتیاوو په هکله ووایئ او دا چې د روژې اصلي فسلفه څه ده چې خدای تعالی یې مسلمانانو ته امر کړی دی ؟

ځواب :  په پیل کې د هغه میاشتې د رارسیدلو په مناسبت چې ټول د انسان ټول حرکات او کارونه پکې عبادت حسابیږي او د عبادت ،هدایت او د قران د نازلیدلو میاشته ده او درحمت اومغفرت میاشته هم ده ټولو ته مبارکي وړاندې کوم . که خدای کول دهغو کسانو په لیکه کې راشو چې د دغه میاشتې له برکتونو استفاده کوي .
دخدای رسول حضرت محمد (ص) د شعبان د میاشتې په وروستې جمعې کې په مسجد النبي کې د مسلمانانو په وړاندې په یوې خطبې کې د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت خبرې وکړې چې دغه ویناوې د روې د میاشتې تر ټول ښه فضیلت او صفت ګڼلی شو .
دوی په دغه خطبه کې وفرمایل چې ای خلکو داسې میاشتې تاسو ته مخه کړې ده چې دخدای میاشته ده او د دغه میاشتې په صفتونو کې درې څیزونه شامل دي .یو برکت دوهم رحمت او دریم مغفرت .یعنې دا میاشته له یوې خوا د مسلمانانو او انسانانو لپاره برکت دی . د دغه میاشتې یو برکت دا دی چې که یو انسان روژه ونیسي پر سربیره چې دا روژه هغه د یو ډال په شان د جهنم له اوره ساتي ټول اعمال لکه د ساه اخستل او خوب هم په دغه میاشته کې عبادت ګڼل کیږي .او کومه سا چې روژه تیان یې اخلي دعطرو په شان خوږ بوی پورته کیږي او اسمانونه او ملکوتیان معطر کوي . او پرښتې احساس کوي چې دا خوږ بوی د روژتیانو له خولې دی . نو دا د برکت میاشته ده او د انسان مفید عمر زیاتیږي . په نورو میاشتو کې چې عبادت کیږي یوازې د عبادت په وخت د انسان لپاره ثواب لیکل کیږي خو د دروژې په میاشته کې ټول شوارزو عبادت ګڼل کیږي او ثواب لري .

پوښتنه :که یو کس مسلمان وي خو په روژې عقیده نه لري او یا غیر مسلمان وي ایا دهغوی خوب هم عبادت ګڼل کیږي ؟

ځواب : هغه کسان چې په دې میاشته کې دخدای لمنځ کوي او روژه نیسي د هغوی ژوند شواروز بیمه کیږي کوم کسان چې روژه نه نیسي او غیر مسلمانان هم د دغه روژې له ځینو برکتونو برخمنیږي . مثلا خدای تعالی ګران رسول ته فرمایی چې له دې امله چې ته په دې امت کې یې نو په دې امت د نورو امتونو په شان عذاب نه نازلوم یعنې که دوي د لوط د قوم په شان په ګناه ککړ شي په دوي بیا هم سخت عذاب نه نازلوم د پیغمبر امت یوازې مسلمانان نه دي بلکه ټول انسانان دي که څه هم ایمان یې نه وي راوړی خو بیا هم د هغه عظیم پیغمبر په روي په خواروونکی عذاب نه اخته کیږي .او د پیغمبر په برکت د نور و امتونو په شان نه تباه کیږي .د روژې مبارکه میاشت هم داسې برکت لري .او د ټولو مخلوقاتو لپاره برکت لري
د قدر په مبارکه سوره کې چې خدای تعالی فرمایلي دي قران د قدر په شپه نازل شوی دی او د سورې په اخره کې فرمایی :چې دا شپه تر سهاره پورې د انسانانو لپاره سلامتیا او امنیت دی او د قران نزول چې نور او شفا او برکت دی د ټولو انسانانو لپاره خیر او برکت لري .خو د روژتیانو او عبادت کوونکو لپاره یې برکت تر نورو زیات دی . کټ مټ د باران په شان چې هم په دښته وریږي او هم په کرونده . یعنې دا رحمت ټول ته شاملیږي . خو په دښته کې څه نه کیږي او په پټي کې چې خاوره برابره ده ګلونه او فصل زرغونیږي .د روژې په مبارکه میاشته کې هم په ټولو انسانانو رحمت وریږي خو ځینې له دغه رحمته استفاده نه شي کولی خو ځینې نور له ډیر لوی رحمت او عذابه برخمن کیږي .او د قدر سورې دمتن مطابق د روژې د یوې شپې عبادت د دوه اتیا کلونو د عبادت برابر دی . او همدا د برکت معنا ده .
په روایتونو کې راغلي دي چې په دغه میاشته او دهغې په هرو شیبو کې په زرګونو دوزخیان د جهنم له اوره ژغورل کیږي او خدای تعالی یې بخښي . لکه څرنګه چې په همدې دنیا کې د روژې په برکت د ډیرو انسانانو ګناهونه بخښل کیږي .او څوک چې ګناهګار وي که توبه وکړي او روژه ونیسي نو دا چاره سبب کیږي چې ډیر ګناهونه یې وبخښل شي . د رسول الله مبارک د خطبې مطابق دا د مغفرت میاشته ده چې انسانان پکې بخښل کیږي .

پوښتنه :کوم ګناهکاران په دغه میاشته کې بخښل کیږي ؟ ایا هغه کسان چې کبیره ګناهانې یې کړې وي یا یې د انسانانو حقوق تر پښو لاندې کړې وي هم بخښل کیږي ؟

ځواب : په دې اړه په دیني منطق کې وایو چې یوازې هغه انسانان چې مشرک مړه شي چې د بخښنې قابل نه دي بې له شرکه که ګناهکار کس توبه وکړي او خدای ته مخه کړي بخښل کیږي .او کوم کسان چې له دنیا تللي دي که دهغوی پاتې کسان د هغوي د ګناهونو جبران ته ملا وتړي او مثلا د انسانانو حقوق چې تر پښو لاندې شوي دي هغه ورکړي او له دنیا د تلونکو کسانو لپاره دعا او د مغفرت غوښتنې وکړي او لمنځ وکاندي . په روایتونو کې لرو چې یو ولي د یو قبر په خوا کې تیریده . متوجې شو چې د قبر خاوند په عذاب کې دی او بله ورځ بیا متوجې شو چې له هغه دغه عذاب لیرې کړی شوی دی . د الهی وحی له لرونکي یې د دغه خبرې د علت پوښتنه وکړه او هغه ته وویل شول چې دغه کس بچیان لري چې نن مدرسې ته تللي دي او بسم ا... الرحمن الرحیم یې زده کړې دي او خدای تعالی د قران کریم د همدغه ایت په برکت دغه کس بخښلی دی .نو غرض دا چې بې له شرکه د نورو ګناهونو د بخښل کیدو وسایل شته دي چې په اخرت کې یا د خدای د ولیانو د شفاعت په برکت یا د پاتې کسانو د ثواب په برکت او په دنیا کې د توبې په وسیله بخښل کیږي .حتی که مشرک کس هم له شرکه لاس واخلي او مومن شي په دې بڼه کې دهغه ګناه هم بخښل کیږي .

پوښتنه : که یو کس مشرک مړ شي نو حکم یې څه دی ؟

ځواب :په دې بڼه کې یې نه شفاعت کیږي او نه ورته شاته پاتې کسان څه کولی شي .


پوښتنه :دروژې دفلسفې په هکله مهرباني وکړئ دا ووايئ چې پاک خدي په کو م دلیل انسانو ته حکم کړی چې په دې میاشتې کې روژه ونیسي ؟

ځواب : عمومی قاعده او اصول دا دي چې که انسان په دې ایمان ولري چې رسول ا..... مبارک دخدای استازی او زمونږ پیغمبر دی او کتاب ،شریعیت او یولړو ارشادات ېې مونږ ته ډالۍ کړي دي او هغه دانسان دنیکمرغۍ او ښیګنې لپاره دي او له هغه وروسته چې په دغه دین کې ېې یولړ حکمونه ولیدل لکه روژه ،ذکات او لمونځ چې داجرا کولو حکم ېې شوی نو له کوم دلیل پرته ېې ترسره کوی ځکه چې پوهیږو دغه دین دانسان دښیګڼې لپاره دی او هرحکم ېې سم دی نو باید هغه ترسره کړو داسې نه ده چې کله یوشی زمونږ دعقل له عملي فلسفې سره سم وي هغه ترسره کړو او کله چې زمونږ حکمت او فلسفه ېې ونه مني هغه ترسره نه کړو او ووایو چې زما له عقل سره سمون نه خوري نو دغه منطق او دلیل سم نه دی . که څه هم ځینې کسان دغه منطق ته مخه کوي او داسلامي معارفو او علومو په هکله وايي چې زما عقل ېې نه درک کوي نو نه ېې ترسره کوم . کله چې پاک خداي کوم حکم کوي او دانسان ناقص عقل دهغه فلسفه او حکمت درک نه کړي باید دفلسفي دلیل دنه موندلو لپاره ددغه حکم له اجرا کولو سر ونه غړوي .دروژې دفلسفې په اړه په قران کې حکم شوی دی چې کتب علیکم السیام یعنې د روژې دنیولو حکم شوی دی اوفلسفه ېې هم داسې بیان شوې ده چې انسان ورسره دتقوا مقام ته ور سیږي . دتقوا مقام هغه مقام د ی چې انسان دخدای له مقامه پرته بل مقام نه ویني او له خدایه پرته بل چا ته کوم شی نه ترسره کوي .پاک خداي دمتقیانو دمقام په هکله هم دقران په بیلابیلو ځایونو کې خبرې کړي دي اوهغه ېې معرفي کړي دي او انسان چې لمونځ کوي له خدايه ویریږي او داړمنو لاس نیوی کوي نو روژه هم پرې مثبت اغیز کوي ځکه چې قران مجید یې دتقوا په نوم یادوي(متقي کیدل ،له خدايه ویریدل او له هغه پرته دنورو نه لیدل ) .
په متنونو او روایتونوکې نورې خبرې هم شوي دي چې البته دتقوا تو ضیح ده. دروژې په وخت کله چې انسان تږی کیږي په تیره بیا په هغو سیمو کې چې ګرمه هوالري دغه تنده هغه ته دقیامت د ورځې تنده ورپه زړه کوي چې له امله ېې انسان دهغې ورځې فکرکوي نو دځان جوړولو فکر ورسره پیدا شي چې باید دآخرت ورځې ته یوڅه برابر کړی او په دې ډول به دهغې ورځې تنده کمه کړي .
دقیامت دورځې دتندې دماتولو لپاره عبادت ښه اغیز لري او تنده پرې ماتیږي .دا هغه سمه لار ده چې پاک خداي مونږ ته انځو رکړې ده چې باید کچ ېې کړو دا دروژې اخروي اغیز دی .
دروژې لپاره بل خصوصیت داسې بیان شوی دی چې انسان یو شان ژوند نه لري ځینې بې وزلي دي او ځینې شتمن .پاک خداي دبې وزلۍ دختمولو لپاره دځینو لارو چارو دترسره کولو حکم کړی دی منجمله دصدقې او ذکات ورکول. . له دې پرته چې کله یو کس لوږه او تنده په خپله و ګالي درک کول ېې ورته آسانه کیږي نو خداي حکم وکړ چې دورځې څو ساعته په لوږه او تنده کې تیرکړو ترڅو دبخښنې لپاره ېې لارس نور هم خلاص شي او له اړمنوسره مرسته وکړي نو په دې میاشت کې انسان دنورو میاشتوپه پرتله ډير عبادت کوي اوورسره ډيره مرسته کوی.
دطب علم دروژې دګټو په هلکه ځینې مسلې پیدا کړی لکه داچې بدن له میاشتو وروسته اړتیالري چې په یوې میاشتې کې پاک شي او په بدن کې اضافه غوړ او وازګې له منځه لاړې شي البته دا فرعی اوثانوي ګټې دي خوپه روژه نیولوکې باید اصلي علت دا وي چې قران کریم ورته نغوته کړې چې هغه دتقوا سترمقام ته رسید ل دي او هغه انسان چې دې مقام ته و رسید دهغو ترڅنګ نورې ګټې لکه تندرستي او سلامتیا هم تر لاسه کوي نو دتقوا ترڅنګ بدني ګټې هم لري .

پوښتنه :دروژې نیول آیایوازې له خوړو اوڅښاکه ډډه کول دي که نه باید نور مواردهم په پام کې ونیول شي او که دغو نورو مواردو ته پام ونه شي روژه باطله کیږي که څنګه ؟

ځواب :په دینې متونوکې راغلي چې یوه ورځ حضرت محمد ص یوکس ولید چې دروژې په میاشت کې دخپل مسلمان ورور غیبت کوی له هغه ېې پوښتنه وکړه چې روژه دې نیوله ځواب ېې ورکړ چې هو . ر سول ا... مبارک وفرمایل :
چې ځان دې هسې په تکلیف کړی ولې اوبه او ډډوۍ نه خور ې ته خو روژه نه لرې ځکه چې تا غیبت وکړ او غیبت روژه باطلوي .بل روایت دا دی چې یولړشرایط شته دي او یو دحد شرط او بل دروژې دمنلو شرط دی . دحد شرایط له اوبو او خوړو ډډه کول دي او که ېې وخوري روژه ېې باطلییږي خو دروژې دمنلو شرایطو له هغه پورته دي او هغه داچې روژتي باید ځان وساتي او له خوړو او څښاک پرته چې ډډه ترې کوي باید دخپلې ژبې خیال هم وساتي . دروغ ویل ، غیبت کول او نورو ته سپکې سپورې اود فحشا خپرول ټول هغه موارد دي چې روژه باطلوي او دقران مجید په تعبیر بایدروغي او سمې خبرې وشي او ځآن له بدیو لیرې وساتي .
هغه کسان چې نامحرمو ته ګوري او حرامو کارونه کوي روژتې نه دی . دانسان لاس هم باید روژه وي یعنې دحرام مال په لورلاس اوږد نه کړي او ظلم اوستم ونه کړي دانسان پښه هم باید روژه وي یعنې دحراموپه لور باید لاړه نه شي.
روژتې انسان هغه دی چې باید ټول غړي او جوارح ېې ترکنټرول لاندې وي او دقران کریم په تعبیرځان باید دخداي په حضور کې وګوري او ټول اعمال باید دالهي حکمونوپه اساس وي په دې بڼه کې انسان .

پوښتنه :دروژې دکفاره په هکله ووايئ چې کله څوک مسافروي یاناورغه وي اوروژه ېې نه وي نیولي آیا باید قضايی روژې ونیسې که کفاره هم ورکولاي شي په ټول کې څوک باید کفاره ورکړي اوڅنګه ؟

ځواب :دوه ډوله کفاره لرویوه داچې یوکس په قصدي توګه دروژې په میاشتې کې روژه وخوري ددې کارکفاره ډيره درنه ده او دهرې روژې لپاره باید دوه میاشتې روژه ونیول شي اویا یو مریی خوشې کړي او یا هم ۶۰ بې وزلو ته ډوډۍ ورکړي . ځينې وخت خو باید درې واړه کارونه وکړي خو هغه کسان چې عذر لري او روژه نه شي نیولاي او تربلې روژې پورې ېې روژ ه ونه نیوله دهغوي لپاره کفاره فرق کوي او په فقهی ا صطلاح کې ورته وايی چې باید یو مْد غله دې ورکړي چې دیوه وخت خوړو په اندازه دی او یو وګړی مړولاي شي باید دغه کفاره ورکړل شي .



نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر:
















دپانه ویرایش        د سایت نقشه اریکی زمونژ په باب گیته ور لینکونه انحورونه اصلی پانه
© 2007 - 2010 Payam Aftab WebSite.
A Payam Aftab Company. All Rights Reserved.
Terms under which this service is provided to you.
External sites open in new window; not endorsed by payamaftab.com
Read our privacy guidelines. Contact us.
javad vahidian