د نړيوالو چارود شننې ستراتفور شرکت مؤسس او مشر جورج فرېډمن يو داسې وړانديز کړی، چې پر بنسټ يې امريکا له ايران سره د دوو غوراويو (پر ايران بريد يا د ايران د اتومي وسلو منلو) پرځای بايد غور پرې وشي .
ليکوال ليکي چې په لومړي سر کې د ايران پر اتومي هيلو دوه احتمالي واکونه ليدل کېږي، چې يو يې د ديپلوماسۍ پر سياست او بل پر بنديزونو ولاړ دی .
ديپلوماسي
فرېډمن وړانديز کوي چې ايران دې د بنديزونو له لارې اړ کړای شي چې خپلې اتومي هڅې بندې کړي، خو نوموړی دا هم وايي چې بنديزونه بايد هومره وي چې د ايران په دريځ کې توپير رامنځ ته کړي .
نوموړی وايي که چېرې د ايران د تېلو واردول بند شي، ښايي د دغه هېواد پر اقتصاد ډېر ناوړه اغېز وکړي ، دا ځکه چې ايران په سلو کې 35 تېل واردوي، خو ښايي نور بنديزونه پرې دومره اغېز ونه کړي .
خو چين بيا د ايران د تېلو له بنديز سره همغږی نه دی، دا ځکه چين له ايرانه ٪11 تيل واردوي، او وايي چې له ايران سره په دې اړه دوامداره تړون لري .
د روسيې په اړه ويل کېږي چې ښايي پر ايران د نويو بنديزونو لګولو پرچاره غور وکړي، خو دا چې کله او څه ډول، په اړه يې لاهم مسکو د چوپتيا سياست غوره کړی .
پردې سربېره روسيه مني چې د امريکا متحده ايالتونه دا مهال په منځني ختيځ کې په خپل سياست کې ډوبه ښکاري، چې په سيمه کې د خپلې ګټې پروژې پرمخ بوځي .
دا چې ايران او روسيه به پر تهران د تېلو د واردولو له بنديز نه په څنګ تېر شي، ښايي پر ايران د بنديزونو نوې لړۍ هومره اغېز ونه کړای شي او سرتمبګۍ يې لا پسې نوره زياته کړي .
خو، که چېرې ديپلوماتيکي لارې چارې کار ورنه کړي، بيا نو امريکا ته يوازې پوځي غوراوی پاتې دی، چې ګڼې ستونزې به ورسره ملې وي :
د پوځي بريد برياليتوب به تر ډېره د ايران د اتومي انرژۍ او د اتومي بټيو په اړه پر استخباراتي مالوماتو ولاړ وي .
تر ډېره به هوايي بريدونه کامياب وي .
ارومرو به خونړۍ جګړه کېږي .
ښايي بريدونه او د ايراني اتوم په اړه مالومات لاسته راوړل څو مياشتې وخت ونيسي .
ځينې شنونکي په دې اند دي چې د ايران او امريکا ترمنځ تر ټولو مهمه مساله د عراق ده، نه د ايران د اټومي هڅو، په ځانګړې توګه تهران له عراقه د امريکا وتلو ته ډېر لېوال دی چې له دې سره به په سيمه کې ايران د يوه قوت احساس وکړي .
او د امريکا متحده ايالتونه غواړي چې له عراقه ووځي او له خپلې اوږې د جګړې بار کم کړي، خو خپله ټول پام به د افغانستان جګړې ته اړوي، هغه هم که چېرې د ايران همکاري ورسره وي .
فرېډمن د واشنګټن او تهران ترمنځ د مشترکو ګټو خبره کوي، او په لاندې ټکو کې يې رانغاړي :
امريکا د ځينو هغو سني ډلو پرضد جګړه تېزول غواړي، چې د ايران دښمنان دي .
ايران بيا پر خپله لويديزه او ختيزه پوله د امريکا شتون نه شي زغملی، چې دا د امريکا پرضد خبره ده .
امريکا غواړي چې د ايران په موجوده نظام کې درز زيات کړي، خو د ايران حکومت بيا غواړي چې خپله پښه ټينګه کړي چې ډېر وپايي .
په ايران کې د امريکا ضد او ملاتړي شته، چې هر يو د خپلې بريا هڅې کوي .