د یوه پخواني پاکستاني پوځي چارواکي معما وزمه سیاست
کد خبر : 4028                 ساعت خبر: `16:25 | تاريخ خبر: 1388/12/15
 
متن مطلب


 د یوه پخواني پاکستاني پوځي چارواکي معما وزمه سیاست:دا د هغه مطلب سرلیک دی چې انټرنشنل هیرالډ تریبیون ورځپاڼې چاپ کړی دی .

تر دې سرلیک لاندې راغلي : د پاکستان د استخباراتي ادارې یوپخوانی مقام کرنېل امام چې د شلو کلونو په مخه یې افغان بلواګر د افغانستان په داخل او له دې هیواده دباندې او لومړی د شوروي اتحاد پرضد او بیا په نوي یمو (۱۹۹۰) کلونو کې د طالبانو په ملاتړ د افغانستان د نیولو لپاره اداره کول ، یوه بې ساري پاکستانۍ معما ده .

لوېدیځ چارواکي وايي چې کرنېل امام لا هم د پاکستان د استخباراتو له یوشمېرپخوانیو افسرانو سره د هغو یاغیانو په جذبولو، روزولو او تمویل کې مرسته کوي چې په افغانستان کې د امریکايی ځواکونو پرضد جنګېږي .

کرنېل امام چې اصلي نوم یې سلطان امیر دی ، په دوو مرکو کې چې له نیویارک ټایمز ورځپاڼې سره یې کړي ، له طالبانو سره د ملاتړ تور ردوي ، خوامریکايي او د ناټو چارواکي وايي چې امام لا هم په زغرده د طالبانو ملاتړکوي .

د دې ورځپاڼې د راپور له مخې ډګروال امام او د ده په شان نور متقاعد پاکستاني صاحب منصبان ، د طالبانو او د طالبانو د غړیو او همداراز د نورو یاغي ډلو ترمنځ د پُل په توګه خدمت کوي .

کرنېل امام اوس په راولپندۍ ښار کې د پاکستان د پوځ له مرکزي ادارې یوازې څو متره لېري اوسي .

هیرالډ تریبیون زیاتوي : ډګروال امام په خپلو مرکو کې له طالبانو سره له ارتباط او د همکارۍ له لرلو انکار کوي ، خوتاییدوي چې د پاکستان استخبارات(آی ایس آی) او د پوځ ځینې پخواني مقامات به له طالبانو سره مرسته کوي .

هیرالد تریبیون وايي چې ډګروال امام نه یوازې له طالبانو سره د پاکستان د ژورو اړیکو تضمینوونکی دی بلکې احتمالاً د هغوی د کنټرول کلي هم په لاس کې لري .

هیرالډ تریبیون د دې مقالې په دوام کې راوړي دي چې ډګروال امام چې یو وخت یې امریکا هم ملاتړ کاوه ، په متحدو ایالتونو کې له چاودونکو موادو څخه د استفادې په برخه کې زده کړې کړي دي او همالته یې د پراشوت کورسونه هم بشپړ کړي .

له امریکا څخه پاکستان ته ترستنېدو وروسته ده هغو افغان شاګردانو ته ، چې د کمونستي رژیم له لاسه پاکستان ته تښتېدلي ول ، د چریکي جنګ تاکتیکونه ورزده کول .د ده په شاګردانو کې ګلبدین حکمتیاراو احمدشاه مسعود هم شامل دي .

کرنېل امام د امریکا د استخباراتي ادارې سي آی اې له نژدې همکارۍ څخه په استفادې سره په زرګونو افغانان د پخواني شوروي اتحاد پرضد وروزل او کله چې شورویان له افغانستانه ووتل ، طالبان رامیدان ته شول او کرنېل امام په کابل کې د پاکستان په سفارت کې د کونسل په حیث مقرر شو. ده له طالبانو سره د افغانستان په اداره کولو کې مرسته کوله .

د کرنېل امام په وینا ده د طالبانو له مشرملاعمر سره نژدې اړیکې لرلې او حتی د سپټمبر د یوولسمې نېټې له حملو څو ورځې وروسته یې له هغه سره ولیدل . دی وايي ملا عمر ته یې نصیحت وکړ چې جګړې ته دوام ورکړي  خوچریکي یا ګوریلايي جنګ ته.

هیرالډ تریبیون ورځپاڼې د مقالې په پای کې کښلي چې کرنېل امام له امریکا سره د خپل کار دوره په ښو ټکو یادوي ، خو وايي چې امریکا به په افغانستان کې ناکامه شي.دی وايي طالبان ماته نه کوي . او د ملابرادر نیونه هم طالبان نه کمزوري کوي .

کرنېل امام همداراز وايي له جګړې څخه د طالبانو د راګرځولو لپاره هغوی ته د پیسو ورکړه تاثیر نه لري او د یوه زبرځواک له خوا د رشوت ورکړه د شرم وړ ده .

کرنېل امام په داسي حال کې چې افغان طالبان تاییدوي ، پاکستاني طالبان غندي او پر هغو سخت انتقاد کوي ځکه چې هغوی تېرکال په سوات دره کې د پاکستان د پوځ پرضد جګړه وکړه اود پاکستان په ښارونو کې بمي چاودنې کوي .

د کرنېل امام په وینا پاکستاني طالبان په پاکستان کې ستونزې جوړوي اوباید وځپل شي .



نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر:
















دپانه ویرایش        د سایت نقشه اریکی زمونژ په باب گیته ور لینکونه انحورونه اصلی پانه
© 2007 - 2010 Payam Aftab WebSite.
A Payam Aftab Company. All Rights Reserved.
Terms under which this service is provided to you.
External sites open in new window; not endorsed by payamaftab.com
Read our privacy guidelines. Contact us.
javad vahidian