د امریکا متحده ایالات وایي ترهغو پورې چې طالبان له القاعد سره اړیکې ونه شلوي له دوی سره به امریکا د سولې خبرې ونه کړي. خو که د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ کومې خبرې اترې کیږي متحده ایالات به یې له پامه ونه غورځوي. دا خبره د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي ریچارډ هولبروک وکړه.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازی ریچارډ هولبروک پرون وویل، د امریکا متحده ایالات به له طالبانو سره د افغانستان د حکومت د سولې خبرې له نږدې وڅاري، خو دا هېواد به په خپله په دې خبرو کې ترهغو مداخله ونه کړي، چی طالبانو له القاعده شبکې سره اړیکې شلولي او د هغوی اعمال یې غندلي نه وي.
ښاغلی هولبروک په داسې حال کې په دې اړه څرګندونې کوي، چې د مالدیف حکومت خبر ورکړ چې تیره میاشت د ولسمشر حامد کرزي د حکومت او د مخالفینو استازیو په دې هیواد کې سره وکتل.
د مالدیف د حکومت ویاند محمد زوهیر وویل، راغلو استازیو درې ورځې خبرې اترې وکړي څو د افغانستان د اته کلنې جګړې د پای ته رسېدو لپاره لارې چارې ولټوی. د مالدیف د حکومت د ویاند په وینا په دې خبرو کې کوم درېیم منځګړی حضور نه درلود او د مالدیف حکومت هم په کې ونډه نه درلوده.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی ریچارډ هولبروک، چې پرون یې په کابل کې د امریکا په سفارت کې له طالبانو سره د سولې د خبرو په اړه څرګندونې کولې وویل، له طالبانو سره غیرمستقیم تماسونه دوام لري، خو دا چې له هغوی سره دې په کوم خاص ځای کې مستقیمې خبری شوي وي په دې اړه یې راپورونه رد کړل.
ښاغلی هولبروک وویل، د امریکا حکومت دغه تماسونه څاری خو په خپله د طالبانو له مشرانو سره تماس نه لري ځکه هغوی له القاعده سره اړیکه لري.
هغه تایید کړه د روغی جوړې مساله د جمهور ریس اوباما د حکومت د بحث یوه کلیدي موضوع ده خو زیاته یې کړه، چې د اوباما د ادارې اساسي هدف دا دی، چی القاعده وټکول شي اوله فعالیته وغورځول شي.
هولبروک وویل، که طالبان له القاعده ځان جلا کړي او د هغې اعمال وغندي طبعا دا کار کولای شي چې د امریکا په دریځ کې بدلون راولي.
د امریکا د متحده ایالاتو خاص استازي د مالدیف خبرو ته اشاره ونه کړه خو دومره یې وویل، چې له طالبانو سره د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د خاص استازي کای ایډې خبرې له مخالفانو سره د غیرمستقیمو تماسونو یوه بیلګه ده.
د هغو کسانو په ډله کې چې د مالدیف په غونډه کې یې نومونه اخیستل شوي یوهم د حزب اسلامی د ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار د زوی نوم وړل شوی دی.
د مالدیف حکومت دغه راز وویل، چې په دې غونډه کې د افغانستان د حکومت استازیو هم برخه لرله.
خو د افغانستان د ولسشمر یوه ویاند سیامک هروي دا خبره رد کړه چې ګواکی د افغانستان د حکومت استازیو دې د مخالفانو له استازیو سره په دې غونډه کې ګډون کړی وي.
هغه وویل په دې غونډه کې په ملي شورا کې د حزب اسلامي استازیو برخه درلوده.
د مالدیف د غونډی برخوال وایي چې دوی به په کابل، پاکستان او دوبۍ کې کاري ډلې جوړې کړي او د سولې خبرواترو ته به دوام ورکړي.