ملیبند له افغانانو وغوښتل چې له طالبانو سره پخلا شي
کد خبر : 4043                 ساعت خبر: `18:55 | تاريخ خبر: 1388/12/19
 
متن مطلب


(چهارشنبه/مارچ۱۰) د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر ډیوید ملیبند له افغانانو وغوښتل چې له وسله والو طالبانو سره د روغې جوړې لپاره مضبوط ګامونه واخلي او ویې ویل چې د افغانستان ګاونډیان باید په افغانستان کې د پخلاینې او روغې جوړې ملاتړ وکړي .

 

ملیبند به نن ناوخته د امریکا د ماساچوسیټ د ټکنالوژۍ په انستیتیوت کې په دې باب مفصلې څرګندونې وکړي .د نوموړي د دې وینا په مخکې ترمخکې خپور شوي لنډیز کې له طالبانو سره د پخلاینې لپاره له افغانانو څخه په کلکه غوښتنه د دې ښودنه کوي چې نور لوېدیځوال د طالبانو منلو ته حاضر شوي دي .

 

لوېدیځ چارواکي بیا بیا وايي چې له هغو طالبانو سره ستونزه نه لري چې له القاعده شبکې ځانونه بېلوي او غواړي چې د خپل هیواد په راتلونکي کې رول ولوبوي .

 

د بریتانیا د بهرنیوچارو وزیر وايي :«اوس د افغانانو وار دی چې په دومره انرژۍ او قوت د لانجې د سیاسي حل لپاره ګامونه واخلي لکه څومره چې موږ یې په پوځي او ملکي برخو کې اخلو.»

 

ملیبند تېره شپه په یوه بله غونډه کې چې د امریکا په باسټن کې جوړه شوې وه ، وویل چې نور د افغانستان د مسئلې د حل لپاره پوځي لار نشته .

 

د بریتانیا د باندنیو چارو وزیر چې د امریکا د باسټن د کینډي کتابتون د بهرنیوچارو په غونډه کې وینا کوله همداراز وویل: «د بلوا(د طالبانو هلې ځلې)او د بلواضد هڅوپه برخه کې حقیقت دا دی چې دا مسئله به هیڅکله له پوځي لارې پای ته ونه رسېږي، یوازې او یوازې له سیاسي لارې ختمېدای شي»

 

ملیبند به نن شپه په ماساچوسیټ کې له طالبانو سره پخلاینې ته د افغانانو د تشویقولو په ترڅ کې ووايي چې پرافغانستان د امریکا په مشرۍ له حملې اته کاله وروسته ، نور دا کافي نه ده چې خلکوته توضیح ورکړي چې ولې دا جګړه پیل شوه  .موږ ته پکار ده چې د دې جګړې د پای ته رسولو لارې ومومو. په افغانستان کې به هیڅکله ترهغو دوامداره سوله رانه شي ترڅو چې ګڼ نور افغانان په سیاسي سیستم کې داخل شوي نه وي او د افغانستان ګاونډیان د سیاسي حل لارې ملاتړ ونه کړي.

 

ملیبند وايي چې د افغانستان د مسئلې په سیاسي حل کې باید د دې هیواد ټول ګاوندیان او همداراز هغه مخالف وسله وال افغانان شامل وي چې غواړي له القاعده شبکې سره د تل لپاره اړیکې شلوي او د افغانستان د اساسي قانون په چوکاټ کې له جګړې لاس اخلي .

 

د ملیبند دا څرګندونې له دې کبله هم د اهمیت وړ دي  ې ناټو ځواکونو په هلمند کې پراخ عملیات وکړل او په حقیقت کې یې خپل  زور وازمایه .

 

خو له دې سره سره ویل کېږي چې د بریتانیا واکمن کارګر ګوند د جون د میاشتې په انتخاباتو کې د بریالیتوب لپاره دې ته اړتیا لري چې خپلو خلکو ته ووايي چې دوی له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلونیت لري .

 

په بریتانیا کې نظرپوښتنې ښيي چې اکثره انګرېزان په افغانستان کې د بریتانوي پوځیانو د حضور مخالف دي . په افغانستان کې د بریتانوي عسکرو له شتون سره د بریتانویانو مخالفت د دوی د عسکرو د تلفاتو د شمېر له زیاتېدو سره لا ډېر شوی . له ۲۰۰۱ کال تراوسه پوري ۲۷۲ بریتانوي پوځیان په افغانستان کې وژل شوي دي .

 

خوملیبند په افغانستان کې د خپلو پوځیانود حضور د توجیه لپاره وايي چې متاسفانه که نړیوال ځواکونه په افغانستان کې نه وي د افغانستان امنیتي ځواکونه به د سخت دریځو په وړاندې خپل حکومت ونه ساتلی شي او اتومي پاکستان به هم په حیرانوونکي ډول بې ثباته شي .



نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر:
















دپانه ویرایش        د سایت نقشه اریکی زمونژ په باب گیته ور لینکونه انحورونه اصلی پانه
© 2007 - 2010 Payam Aftab WebSite.
A Payam Aftab Company. All Rights Reserved.
Terms under which this service is provided to you.
External sites open in new window; not endorsed by payamaftab.com
Read our privacy guidelines. Contact us.
javad vahidian