(چهارشنبه/مارچ۱۰) د ایران ولسمشرمحمود احمدي نژاد نن په کابل کې امریکا په افغانستان کې په دوه مخې لوبې تورنه کړه او ویې ویل چې له هغه تروریزم سره جګړه کوي چې یو وخت یې په خپله د هغه ملاتړ کاوه .
احمدي نژاد نن په کابل کې له ولسمشرکرزي سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وویل دی فکر نه کوي چې د بهرنیوځواکونو خضور دې په افغانستان کې سوله راولي. زموږ پالیسي دا ده د افغانانو، د افغانستان د حکومت او د افغانستان د بیارغونې بشپړ ملاتړ وکړو او په راتلونکي وخت کې به هم همدې تګلارې ته دوام ورکړو.
هغه ونه ویل چې په افغانستان کې د پخلاینې ملاتړ کوي خو ټینګار یې په دې وو چې بهرنیان د څه لپاره راغلي او باید ووځي .
وړمه ورځ د امریکا دفاع وزیر رابرت ګېټس ویلي وو چې ایران په افغانستان کې دوه مخې سیاست لري ، له یوې خوا د افغانستان له حکومت سره په ظاهره دوستانه اړیکې پالي خو له بل پلوه هڅه کوي چې په افغانستان کې نړیړوالو ځواکونو ته زیان واړوي .
ښاغلي احمدي نژاد په افغانستان کې د ایران د دوه مخي سیاست په اړه د رابرت ګېټس د نظر په باب پوښتنې ته په ځواب کې وویل : زه باور لرم چې همدا دوی چې اوس په افغانستان کې له سخت دریځو سره جنګېږي، دوه مخې لوبه کوي،همدا دوی ول چې تروریستان یې رامنځته کړل او اوس وايي چې له ترهګرو سره جنګېږي .
که څه هم په خبري غونډه کې ولسمشرکرزی هم حاضر وو خو ډېرې پوښتنې له احمدي نژاد څخه وشوې ځکه چې هغه په یوه ازاده خبري غونډه کې خبریالانو ته په لاس ورغلی وو چې ګڼو ناځواب شویو پوښتنو ته یې ځواب ووايي.
احمدي نژاد وویل چې له تروریستانو سره جګړه ګټوره نه ده . د جګړې په ځای ښه دا ده چې د استخباراتو د کارولو له لارې له هغوی سره مبارزه وشی چې په نتیجه کې یې نه عسکر وژل کېږي او نه ملکیان.
د ایران ولسمشرپه افغانستان کې د بهرنیوځواکونو په تېره بیا امریکايی پوځیانو له حضور سره مخالفت وکړ.ده وویل که دا پیسې چې امریکايي او نور لوېدیځ پوځیان یې پرخپلو پوځیانو لګوي ، په افغانستان کې په کرهڼه ، اوبه لګونې او نورو پرمختیايي پروژو مصرف کړي ، تردې به یې زیاته ګټه وکړي.
که څه هم د احمدي نژاد ځینې څرګندونې به د حامد کرزي په مزاج برابرې نه وې خو هغه ایران د افغانستان دوست وباله او ویې ویل چې ایران له افغانستان سره د بیارغونې په برخه کې ډېرې مرستې کړي دي او دواړه هیوادونه کلتوري او تاریخي مشترکات لري .
ټاکل شوې ده چې ولسمشرکرزی نن یا سبا اسلام اباد ته لاړ شي او د پاکستان له ولسمشر سره خبرې وکړي .