له طالبانو سره د سولي په موضوع كي ابهام دى
کد خبر : 4030                 ساعت خبر: `16:36 | تاريخ خبر: 1388/12/15
 
متن مطلب


(شنبه/مارچ۶) وسله والو طالبانو ته د سولې د خبرواترو لپاره د افغان ولسمشرحامد کرزي وړاندیز، د دې پرسر چې دا خبرې اترې باید څنګه وي، په څومره وخت کې وشي او بالاخره په څه ډول عملي شي یوابهام او بې باوري راوستې.

دا شک او بې باوري په هېواد کې دننه او بهر د افغانستان د لانجې د مهمو لوبغاړو ترمینځ رامینځ ته شوې ، ځینې غواړي چې سوله، باید ډېرژر او همدا نن وشي او ځینې نور بیا وايي چې لومړی باید، د جګړې توازن د طالبانو پرضد بدلون وکړي.واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په یوه تحلیل کې دا موضوع څېړلې ده .

 

ورځپاڼه لیکي : په داسې حال کې چې افغان او د ناټو ځواکونه د هلمند ولایت په مارجې ولسوالۍ کې پراخ عملیات کوي او په نژدې راتلونکي کې په ګاونډي کندهار کې ورته عملیاتو ته تیارۍ روانې دي، د اوباما اداره وايي، اصلي خبرې اترې باید ترهغه وخته چې د جګړې توازن د نړیوال ائتلاف په ګټه بدل شوی نه وي پیل نشي.خو دامریکا متحده برتانیه چې عوام یې د افغانستان له اوږدې جګړې سره مخالف دي، ښکاري چې غواړي دا خبرې اترې ژر پیل شي او د امریکا د پوځ ځینې چارواکي هم په همدې نظر دي. دوی وايي که خبرې سږکال پیل شي، نو نتیجه یې ښايي ښه وي.

 

د واشنګټن پوسټ له لیکنې سره سم د امریکا د پوځ یو مقام د خپل نوم د نه ښودلو په شرط واشنګټن پست ته ویلي دي چې که دی طالبان د افغانستان په پارلمان کې وویني، نو دا به ورته غلط او عجیب کار ښکاره نشي.ورځپاڼه لیکي چې د دې څرګندونو هدف ښايي د طالبانو په لیکو کې د شک او بې اعتمادۍ زیاتول وي که څه هم د طالبانو په مشرتابه کې تراوسه داسې نښې نښانې نه دي لیدل شوي چې دوی دې له خپل مشر ملاعمر سره اړیکي ختمې کړي. خو د سولې لپاره د افغان ولسمشرحامدکرزي توده بلنه چې د لندن په نړیوال کنفرانس کې یې اعلان کړه پراخې نظریې رامینځ ته کړې چې د پخلاینې لپاره وړاندیزونه چې مخکې د یوې رواني جګړې په سترګه ورته کتل کېدل، عملي نتیجه ورکولای شي او ښايي لادمخه یې ورکړې وي. په کابل کې په دې برخه کې تودې آوازې خپرې شوې دي، او حتی د بشري حقونو ډلو خبرداری ورکړ چې ولسمشر غواړي د بشري حقونو سرغړوونکو طالبانو ته عفو وکړي او د دولت لوړو مقامونو ته یې راولي. د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون مشرې سیماسمر وویل، دا کار د طالبانو معافیت ته مشروعیت ورکول دي.

 

 د پاکستان ځینو استخباراتي چارواکو مخکې ویلي و چې ځینې افغان چارواکي د طالبانو له نامتو قوماندان ملابرادر سره چې تېره میاشت د پاکستان په کراچۍ ښار کې ونیول شو، تماسونه ټینګ کړي و. امریکايي چارواکي له طالبانو سره هرراز تماس رد کړی دی. دوی وايي، له طالبانو سره که چا تماس نیولی وي، هغه پاکستانیان به وي چې په دوه اړخیزه لوبه مشهور دي. دې او نورو امریکايي چارواکو ځکه د خپل هویت د نه ښودلو په شرط له واشنګټن پوسټ سره خبرې کړې دي چې د دوی په وینا دا د افغانانو کورني مسایل دي. برتانوي چارواکي دا خبره چې ګنې دوی د لندن په کنفرانس کې له طالبانو سره د روغې په برخه کې د بېړې پلوي وکړه ردوي.

 

 خو د لندن له کنفرانسه یوه اونۍ وروسته ښاغلي کرزي په یوه مرکه کې په ښکاره وویل چې دی د طالبانو له مشر ملاعمر سره هر وخت خبرو ته چمتو دی. ښاغلي کرزي د جرمني د شپیګل مجلې د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا دی د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د ملاعمر منلو ته چمتو دی کنه، وویل، ترهرڅه لومړۍ او مهمه خبره دا ده چې ملاعمر یو افغان دی او حکومت غواړي چې ټول افغانان راستانه شي. خو ښاغلي کرزي زیاته کړه، موږ خپل هېواد ته د ټولو راستنېدونکو افغانانو هرکلی کوو خو یو شرط به پکې وي او هغه دا چې د القاعده او نورو ترور شبکو سره تړلي نه وي. واشنګټن پوسټ زیاتوي، د افغانستان په جګړه کې هم د نورو جګړو په شان کورنۍ او قومي اړیکي مهمه ونډه لري او د دې معنی دا ده چې د یوه لوري جنګیالي له یوبل سره نژدې اړیکي لري. د افغانستان او پاکستان لپاره د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی ریچارد هولبروک وايي، د افغانستان د حکومتي مشرانو په ګډون د افغانستان د جنوب د پښتنو هره کورنۍ په طالبانو کې کسان لري.

 

 ده وویل، دا کومه پټه خبره نه ده او دوی ټول له یوبل سره په تماس کې دي. خو ښاغلي هولبروک ټینګار وکړ چې د دې تماسونو معنی حتماً دا نه ده چې د سولې احتمالي خبرې روانې دي. خو ورځپاڼه زیاتوي، په کابل کې د ناټو یو جګپوړی مقام دا مني چې افغانان روزمره له هغو خلکو سره خبرې کوي چې د پولې بلې خوا ته اوسي، خو ده یادونه وکړه چې له هغه وخته چې له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو آوازې تودې شوې، په دې تماسونو کې بیساری زیاتوالی راغلی دی.

 

د ناټو دا مقام وايي، اوس حتی نړیوال ځواکونه له دې ډلو سره تماسونه او چینلونه لري. دی زیاتوي، زه اوس کولای شم داسې یوه چاته ټلفون وکړم چې هغه کولای شي په پاکستان کې یو چاته زنګ ووهي، زما پوښتنه ورته ووايي او یو رښتیا ځواب ترې ترلاسه کړي.

 

 د افغانستان حکومت د طالبانو داحتمالي راستنېدو لپاره ځینې مقدماتي کارونه هم کړي. په جنورۍ میاشت کې د افغان حکومت په غوښتنه روسیې د ملګروملتونو د امنیت شورا له فهرسته د پخوانیو پنځو طالبانو د نومونو د اېستلو له پرېکړې سره له مخالفته لاس واخیست. واشنګټن پست دبهرنیوچارووزارت د ویاند ظاهرفقیري له قوله لیکي چې وايي، دا پنځه طالب مشران د سولې د پلان له اړخه مهم دي. همداراز افغان ولسمشر سږکال هغه قانون توشیح کړ چې له مخې یې د ټولو هغو کسانو جرمونه چې له ۲۰۰۱ کال مخکې او وروسته یې په جګړو کې ګډون کړی په دې شرط بخښل کېږي چې د افغانستان اساسي قانون ومني.

 

دا قانون د افغانستان ولسي جرګې په ۲۰۰۷ کال کې تصویب کړ خو افغان ولسمشر یې له توشیح څخه ډډه کړې وه. دا قانون سږکال هغه وخت بیا راڅرګند شو چې په رسمي جریده کې خپور شو، خو په اړه یې هېڅ راز تشریح نه وه.واشنګټن پست د حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې په خبرو کې د سعودي عربستان ونډې ته هم اشاره کوي او لیکي چې دا هېواد څو ځلې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ د سولې د خبرو کوربه و. افغان چارواکي که څه هم له طالبانو سره خبرواترو ته لېوال دي، خو په عین حال کې دا اندېښنه هم ورسره ده چې ښايي بهرنۍ لاسوهنې، د سولې په روانو هڅو کې خنډ رامینځ ته کړي.

 

یو افغان مقام چې له طالبانو سره د سعودي په منځګړتوب د سولې په خبرواترو کې یې ونډه درلوده وايي، موږ باید د یوڅه وخت لپاره په دې برخه کې پټه خوله پاتې شو. دا مقام وايي، ډېرداسې بدنیتي کسان شته چې هریو د ځان لپاره یوه غټه مړۍ غواړي. ده په دې برخه کې پاکستان، هند، ایران او امریکا د مثال په توګه یادوي او وایي چې دا هېوادونه باید ترهغه وخته خپلې لاسوهنې بندې کړي چې افغانان په خپله دا پرېکړه وکړي چې سوله په څه ډول ممکن کېدای شي .



نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر:
















دپانه ویرایش        د سایت نقشه اریکی زمونژ په باب گیته ور لینکونه انحورونه اصلی پانه
© 2007 - 2010 Payam Aftab WebSite.
A Payam Aftab Company. All Rights Reserved.
Terms under which this service is provided to you.
External sites open in new window; not endorsed by payamaftab.com
Read our privacy guidelines. Contact us.
javad vahidian