امریکا : لشکرطیبه ترالقاعده په لوی خطربدلېږي
کد خبر : 4022                 ساعت خبر: `17:34 | تاريخ خبر: 1388/12/10
 
متن مطلب


(دوشنبه/مارچ۱) د امریکا چاپ نیوزویک مجلې د لشکر طیبه ډلې په باب یوه مقاله خپره کړې او په هغه کې یې ویلي چې دا ډله ترالقاعده هم خطرناکه ده خود لوېدیځ  استخباراتي اداروتراوسه پورې د دې پاکستانۍ ډلې له لوري د لوېدیځ ګټو ته د ورپېښ خطرپه باب جدي پاملرنه نه ده کړې .

 

نیوزویک په دې مقاله کې ،چې عنوان یې دی «راتلونکې القاعده»، لیکي : په داسي حال کې چې امریکا لا هم پام دې ته دی چې د افغانستان او پاکستان د پولو په اوږدو کې د القاعده شبکې اصلي مشران ونیسي ، یوه بله لږ پېژندل شوې افراطي ډله عملاً د یوې خورا خطرناک تهدیدپه توګه راڅرګنده شوې ده .

 

لشکر طیبه له تېرو پنځلسو کلونو راهیسي پر هندي اهدتفو په تېره بیا په لانجمن کشکیرکې بریدونه کوي .

 

خولوېدیځ او هندي استخباراتي کارپوهان وايي لشکرطیبه اوس دا توان پیدا کړی چې پر بهرنیانو حملې وکړي اوخپلې هلې ځلې د نړۍ په سطحه پراخې کړي .د هغوی په وینا دا ډله اوس کولی شي چې ترهند ورهاخوا په نورو هیوادونو کې هم ورانوونکې حملې وکړي .

 

د امریکا د ملي استخباراتو ريیس ډینیس بلیر د دغه هیواد په مشرانو جرګه کې د استخباراتي چارو کمېټې ته تېره میاشت وویل لشکرطیبه اوس په لا مستقیم خطر بدله شوې ده او په اروپا کې لوېدیځ هدفونه ترنظرلاندې لري .

 

د ځینو کارپوهانو په نظرلشکر طیبه ډله ممکن د مغلقې تکنالوژۍ، په نړۍ کې د زیاتو مالي مرستو د ترلاسه کولو، له د پاکستان په حکومت کې دننه د ملاتړ د لرلواو په دې خاطر چې د لوېدیځ استخباراتو ورته لا هم توجه نه ده کړې، ترالقاعده په لوی خطر بدله شي .

 

امریکايي مقامات په شیکاګو کې د مېشت پاکستاني الاصله امریکايي ډیویډ کولمن هیډلي قضیه د ثبوت په توګه یادوي چې د اکتوبر په میاشت کې د لشکر طیبه له لوري د ممبی د حملود څارنې په تور ونیول شو.دوی د ډنمارکي ورځپاڼې پر دفترونود حملې او لشکر طیبه ترمنځ د ارتباط یادونه هم کوي .

 

د لشکر طیبه سابقه د شوروي پرضد د افغان مجاهدینو د جهاد کلونو ته رسېږي . د دې ډلې په موسسانو کې یو هم فلسطینی عبدالله عزام ووچې له اسامه بن لادن سره یې همکاري کوله .

 

لشکر طیبه خپل جنګیالي افغانستان ، د کورنۍ جګړې په کلونو کې تاجکستان او همداراز بوسنیا ته لېږلي وو.

 

د نیوزویک له راپور سره سم د پاکستان پوځي استخباراتوپه کشمیر کې د نورو جنګېدونکو ډلو په څنګ کې له لشکر طیبه سره د پیسو، وسلو او تریننګ کلک ملاتړ کړی دی .

 

د دې مجلې له مخې داسي شواهد شته چې لشکرطیبه په هند کې د لوېدیځو هدفونو پرضد د حملو پلانونه جوړوي او دې ډلې په عین حال کې فیصله کړې چې ځان په افغانستان کې هم ښکېل کړي.

 

د هند د ممبی په حمله کې د لشکر طیبه یوه تن نیول شوي اجمل فصاب په خپلو اعترافاتو کې ویلي چې دوی په دې حملې سره غوښتل چې امریکا ، بریتانیا او اسراییلو ته وښيي چې دوی له مسلمانانو سره ظلم کوي او موږ یې په مقابل کې دا ډول کار کوو.

 

لشکر طیبه د پاکستان په پنجاب او کشمیرکې ډېرملاتړ کوونکي لري او هلته پیسې او وسلې ټولوي .



نام و نام خانوادگی :
آدرس پست الکترونیک :
متن نظر:
















دپانه ویرایش        د سایت نقشه اریکی زمونژ په باب گیته ور لینکونه انحورونه اصلی پانه
© 2007 - 2010 Payam Aftab WebSite.
A Payam Aftab Company. All Rights Reserved.
Terms under which this service is provided to you.
External sites open in new window; not endorsed by payamaftab.com
Read our privacy guidelines. Contact us.
javad vahidian